لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې نومنتخب صدر ډانلډ ټرمپ: د خپل شخصي کاروبار نه به ډډه وکړم


ارب پتي ډانلډ ټرمپ په امریکا او د امریکې نه بهر درانه کاروبارونه لري
ارب پتي ډانلډ ټرمپ په امریکا او د امریکې نه بهر درانه کاروبارونه لري

د امریکې نومنتخب صدر ډانلډ ټرمپ ویلي د خپل شخصي کاروبار نه به ځان په مکمله توگه ډډې ته کړي چې دا رنگ يي توجه د صدارت دندې ته وگرځي او د مفاداتو ټکر هم رامنیته نشي.

د نومبر په میاشت کې د ریپلیکن پارټۍ په ټکټ د ډانلډ ټرمپ د صداراتي انتخاباتو گټلو ورسته دا پوښتنې راپورته کیږي چې ایا د صدارت واک اختیار سنبالولو په ترڅ کې به د هغه صدارتي دندې او د هغه پراخه کاروباري مفادات به د یو بل سره ټکر خو نه خوري؟

د شورو، چارشنبې، په ورځ په ټویټر خپل پیغام کې ډانلډ ټرمپ وویل هغه د ډسبمر په ١٥ نیټه په یو خبري کانفرنس کې په دې اړه خبرې کوي.

ټرمپ به د جنورۍ په میاشت کې موجوده صدر براک اوباما نه د صدارت واک اختیار ترلاسه کوي. دا مهال ټرمپ د خپلې کابیني د غړو ټاکلو په تکل کې مختلفو شخصیتونو سره لیده کاته کوي.

هم د شورو، چارشنبې، په ورځ د خزاني وزارت دپاره سټیون منوشین نوم اخیستل شوی دی چې د گولډمین سیکس نومې مالیاتي کمپنۍ مشر دی. د تجارت وزارت دپاره د ویلبر راس نوم اخستیل کیږي چې یو ارب پتي سرمایه کار دی.

د امریکې د صدر په کابینه کې وزیرانو ته سیکریټري ویل کیږي. د خارجه سیکریټري یا خارجه وزیر دپاره د ریپلیکن پارټۍ مختلفو مشرانو نومونه اخستیل کېږي چې پکې د میساچوسټس گورنر مټ رامني، د نیویارک پخوانی ښاروال یا میر روډي جولیاني، د ټینسي ریاست سینټر باب کارکر او د استخباراتي ادارې پخواني مشر ډیوډ پیټریاس شامل دي.

د صحت او د انساني خدماتو د محکمې دپاره د جارجیا ریاست د ایوان نمایندگانو غړي ټام پرایس نوم اخیستل کیږي. هغه په پیشه یو مشهور ډاکټر دی.

ډانلډ ټرمپ ویلي هغه به د اوباما کیر په نوم د صدر اوباما د وخت د صحت د خیر ښیگړې په پروگرام کې تبدیلي کوي. که څه هم په لکونو خلکو ددې پروگرام دلاندې د صحت بیمه ترلاسه کړې ده خو د ریپلیکن پارټۍ د اوباما کیر مخالفین وايي دا به یا خو ختموي او یا به پکې اصلاحات کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG