لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

روس دې بیرته په جي سېون کې شامل کړی شي: صدر ټرمپ


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د نړۍ ۷ اقتصادي هیوادونو یا جي سېون غونډې لپاره د کېنېډا د سفر وړاندې خبریالانو ته ویلي روس دې بیرته په دغه ډله کې شامل کړی شي.

د واېټ هاوس پریښودو وړاندې صدر ټرمپ خبریالانو ته ویلي ٫٫ که څه هم زه د روس لپاره یو بد سړی ېم... پکار ده روس هم په دې غونډه کې شامل وی.٬٬

د جي سېون غونډې کوربه هیواد کېنېډا وزیراعظم یو ویاند ویلي هیواد يې د روس په دغه ډله کې شاملولو مخالفت کوی.

د کریملن ویاند دمتري پسکوف دغه خبرې رد کړي او د روس خبري ادارې تر مخه نوموړي ویلي ٫٫ روس د جي سېونپرته په نورو مهمو لانجو پام ګرځولی.٬٬

روس په کال ۱۹۹۷ کې د نړۍ په دغه اقتصادی ډله کې شامل کړی شوی وو او دغې ډلې ته به تر کال ۲۰۱۴م پورې جي اېټ وېیل کیدل. خو بیا د یوکراېن کراېمیا برخه په زوره د ځا سره شاملولو په سر روس د دغه ډلې نه اويستل شو.

کېنېډا ته د سفر وړاندې د امریکا صدر په یو ټویټ پیغام کې لیکلي تمه لري چې د کانډا په کیوبک ښار کې کیدونکې د نړۍ اوو اقتصادي طاقتونو یا جي سېون په غونډه کې به د امریکا اېتلافي او ملګری هیوادونو سره غیرمناسب تجارتي لوظنامو په سر راپورته شوي لانجې سر ته ورسي.

صدر ټرمپ د جمعې په ورځ په ټوېټرلیکلي ٫٫ د جي سېون هیوادونو په غونډه کې به نامناسبه تجارتي تړون کې ولاړې خامیانې سموو، او که داسې وه نه شوه نو بیا به هم مونږ ترې سم راوځو.٬٬

په کېنېډا کې نن نن شورو کیدونکې دغه غونډه کې به د امریکا نژدې ملګري هیوادونه د صدر ټرمپ لخوا د کېنېډا، اورپايي هیوادونو او مېکسېکو نه راتلونکې سټیلو او اېلومېنیم باندې لږیدلي اضافي ټېکسونو فیصله چېلنج کوي.

د جي سیون په ننۍ غونډه کې د ګډون وړاندې به صدر ټرمپ د فرانس صدر اېمانیو مېکرون سره لیده کاته کوي. د دغې وروسته به د جي سېون هیوادونو د مشرانو غونډه کیږي او د هغې وروسته به د کېنېډال وزیراعظم جسټن ټروډو سره هم ملاقات کوي.

په ټولنیزو رسنیو په یو بل د تورونو او د کېنېډا او فرانس د مشرانو ګډ خبري کانفرنس وروسته واېټ هاوس اعلان کړی د امریکا صدر به د جي سېون غونډې د خالي په ورځ پریږدي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې ساره هېکبي په یو بیان کېویلي ٫٫ صدر ټرمپ به د کېنېډا نه نیغ سنګاپور ته ځي چرته چې به هغه د شمالي کوریا د مشر سره د د نهې یا سهشنبې په ورځ کیدونکې غونډې تیارۍ نیسي.٬٬

خو ددې هر څه نه وړاندې دا خبره څرګنده وه چې د جي سېون دا غونډه به د سختو خبرو اترو ډکه وي.

د جرمني چانسلرې انګلا مرکیل هم د وړاندې نه دا اټکل کړی چې د امریکا لخوا په تجارت پورته کړی شوي ګامونو په سر به د جمعې او خالي په ورځ کیدونکي غونډه د تودو خبرو ډکه وي.

د برتانيې وزیراعظمې تهریسا می د کېنېډا د سفر وړاندې په ګاونډي اروپايي مشرانو غږ کړی چې د صدر ټرمپ لخوا اعلان شوي ګامونو په ځواب کې برابر ګامونه پورته کړي. تیره ورځ د جاپان وزیراعظم شېنزو ابی په واېټ هاوس کې د صدر ټرمپ سره د لیدو کتو پرمهال د شمالي کوریا د مشر سره د صدر ټرمپ ممکنه ملاقات په اړه خبرې کړي.

XS
SM
MD
LG