لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ډانلډ ټرمپ د صدارت واک تر اخیستو مخکې فیډرل فرد جرمونه لېرې کړل شوي


جج د ځانګړي کونسل یا وکیل جیک سمت په عدالت کې دا خبره ومنله چې د انصاف وزارت اوږد مهاله پالیسي د اوسني صدر خلاف مقدمه چلول منع کوي (فایل فوټو)
جج د ځانګړي کونسل یا وکیل جیک سمت په عدالت کې دا خبره ومنله چې د انصاف وزارت اوږد مهاله پالیسي د اوسني صدر خلاف مقدمه چلول منع کوي (فایل فوټو)

د امریکا منتخب صدر ډانالډ ټرمپ به د جنوري په 20 د هېواد د 47 صدر په توګه د سوګند اخیستو په وخت د مرکزي یا فېډرل فرد جرمومو تورونو سره مخ نه وي.

په واشنګټن کې د امریکا دسټرکټ جج تانیا چټکن د ګل، دوشنبې په ورځ هغه تورونه په چټکۍ سره مسترد کړو چې ټرمپ په غیرقانوني ډول د 2020 انتخاباتو کې د هغه بیا منتخب کیدو کې بیلات د ختم کولو هڅې کړی وه. دغه جج د ځانګړي کونسل یا وکیل جیک سمت په عدالت کې دا خبره ومنله چې د انصاف وزارت اوږد مهاله پالیسي د اوسني صدر خلاف مقدمه چلول منع کوي.

د انصاف وزارت پالیسي چې د حکومتي وکیلانو لخوا یې حواله وکړل شوې ده د 1970 لسیزې پورې اړه لري. په دې کې راغلي چې د یوه اوسني صدر باندې فوجداري مقدمه چلول به د امریکا د اساسي قانون څخه سرغړونه وي چې د هېواد چیف ایګزېکټیو یا اجرایوي رئیس د کار کولو وړتیا ته نقصان رسوي.

حکومتي وکیلانو د انتخاباتو د بغاوت په مقدمې کې وویل چې د وزارت پالیسۍ ترمخه دغه مقدمه د ټرمپ وایټ هاوس ته د راستنیدو دمخه خارج کړل شي.

په یوه بله مقدمه کې ځانګړي کونسل یا وکیل جیک سمت په اټلانټا کې یو عدالت کې جمع کړي اسنادو کې ټرمپ د روانې مقدمې نه لرې کولو وینا وکړه.

ډانلډ ټرمپ په سوشل میډیا پلېټ فارم ټروت سوشل په یوه پوسټ کې لیکلي: "دا مقدمې لکه د نورو ټولو مقدمو په څیر چې زه مجبور کړل شوم چې ورنه تیر شوم، خالي او غیر قانونه دي، او باید هیڅکله نه وې راوړل شوي."

د ټرمپ ویاند سټیون چنګ دا "د قانون د حاکمیت دپاره یوه لویه بریا" ګرځولی ده.

ډانلډ ټرمپ د ګل په ورځ په سوشل میډیا په یوه پوسټ کې لیکلي چې دغه مقدمې "زمونږ د هېواد په تاریخ کې پست مقام" دی.

ټرمپ په څلورو مقدمو کې د مجرمانه تورونو سره مخ وو . دوه مقدمې د سمت لخوا مخې ته راوړل شوي وې او دوه مقدمې په نیویارک او جارجیا ریاستي عدالتونو کې. هغه ته د نیویارک په مقدمه کې سزا اورول شوې ده خو د جارجیا مقدمه د ځنډ ښکار ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG