لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ د نامزدګۍ ترلاسه کولو دپاره د ټرمپ او د هېلي مقابله


د ایووا ریاست د رایو وروسته، په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کولو دپاره مقابله کې بدلون شوی دی. په ایووا کې په دویمه درجه ولاړ امیدوار ران ډي سېنټس او وېوېک راماسوامی د مقابلې نه لاس په سر شوي دي.
د ایووا ریاست د رایو وروسته، په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کولو دپاره مقابله کې بدلون شوی دی. په ایووا کې په دویمه درجه ولاړ امیدوار ران ډي سېنټس او وېوېک راماسوامی د مقابلې نه لاس په سر شوي دي.

د سږ کال د نومبر په میاشت کې کېدونکي د امریکې په صدارتي انتخابات کې د ريپبلېکن پارټۍ امیدوار غوره کولو دپاره د ګوند دننه ووټونه یا ريپبلېکن پرایمري د نهې، سه شنبې، په ورځ په نیو هېمپشایر ریاست کې کېږي او مقابله په کې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او نېکي هېلي ترمنځ ده.

تېره هفته په ایووا ریاست کې د ريپبلېکن پارټۍ صدارتي اميدوار د غوره کولو دپاره د ګوند دننه انتخابات یا کاکسسز ټرمپ ګټلي دي.

په نیوهېمپشېر کې د ريپبلېکن پارټۍ په پرایمري کې ووټونه به د نهې، سه شنبې، په ماښام سره ته رسېږي خو په ډېکسي وېل ناچ کلي کې به ووټونه د نېمې شپې نه پس ورکول کېږي او ټول شپږ واړه په هېلي ته ورځي.
د ایووا په کاکسسز کې ټرمپ ۵۰ فیصد ووټونه اخیستي او هېلي په دریمه درجه وه.

د ایووا ریاست د رایو وروسته، په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي ترلاسه کولو دپاره مقابله کې بدلون شوی دی. په ایووا کې په دویمه درجه ولاړ امیدوار ران ډي سېنټس او وېوېک راماسوامی د مقابلې نه لاس په سر شوي دي.

اوس د ريپبلېکن پارټۍ نامزدګي اخیستلو دپاره په مېدان کې ټرمپ او د ملګرو ملتونو دپاره د امريکې پخوانۍ سفيره هېلي پاتې دي.

د ټرمپ او هېلي څخه چې څوک د ريپبلېکن پارټۍ نامړدګي وګټي نو د نومبر په میاشت کې په صدارتي انتخاب کې به واکمن ډېموکرېټېکټ پارټۍ امیدوار او موجوده صدر جوبایډن سره مقابله کوي.

هېلي وايي هغه به د هېواد مسلې حل کولو دپاره نوي لارې چارې لټوي او د ټرمپ بیا صدارت به د زوړ نظام تسلسل وي.

ټرمپ چې د ډي سېنټس او د راماسوامی حمایت يې ترلاسه کړی دی، پلویانو ته وویل په داسې حال کې چې هغه ویني هېلي به په ممکنه توګه د مقابلې نه وویستل شي، ريپبلېکن پارټۍ کې دننه یوالي په زیاتېدو دی.

نظر پوښتنې ښښي په نیو هېمپشیر ریاست کې د ټرمپ د مقبولیت کچه ۵۷ او د هېلي د مقبولیت کچه ۳۸ فیصد ده. هېلي د ساوت کېرولاینا ریاست ګورنره هم پاتې شوې.

ډېموکرېټېک پارټي هم د نهې، سه شنبې، په ورځ په نیوهېمپشیر پرایمري کوي خو د بایډن نوم به په ووټ نه وي خو د ډېموکرېټېکټ پارټۍ پلویان چې د صدارتي انتخاب دپاره بایډه غوره کول غواړي، په ووټ به د هغه نوم لیکي.

په صدارتي انتخاب کې د ريپبلېکن پارټۍ امیدوارغوره کولو دپاره په ریاستي کچه د ګوند دننه د انتخاباتو وروسته د جولای په میاشت کې به ریپبلېکن پارټي په خپل کنوېشن یا غونډه کې په رسمي ډول خپل صدارتي امیدوار اعلان کړی.

د ډېموکرېټېکټ پارټۍ کنوېنشن د اګست په میاشت کې کېدونکی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG