لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په سوریه کې د امریکا او روسیې د بریدونو ګواښونه په زیاتېدو دي


وروسته له هاغې چې په لبنان کې د روسیې سفیر وویل، ځواکونه به یې هر هغه توغندی په نښه او وغورځوي کوم چې په سوریه باندې توغول کیږي، د امریکا ولسمشر وویل، روسیه باید چمتو وي ځکه توغندي راروان دي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یو ټویټ کې روسیې ته وویل:

تاسو باید له هغه چا سره ملګرتیا و نه کړئ چې په کیمیاوي وسلو خلک وژني او د خپلو خلکو له وژلو خوند اخلي.

د کرملن ویاند ډیمیټري پیسکوف د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، په سوریه کې ټولې ښکېلې غاړې باید له داسې کارونو څخه لاس واخلي د کومو له امله چې سیمه بې ثباته کیږي.

په سوریه کې حالات تر هاغې راوروسته نور هم کړکېچن شول کله چې د خالي یا شنبې په ورځ په ختیځې غوطا سیمه کې یو مشکوک کیمیاوي برید ترسره شو چې لږ تر لږه ۴۰ کسان پکې ووژل شول.

امریکا او ګڼو نورو متحدینو یې په دغه برید کې سوریایي ځواکونه مسول وګڼل خو خپله سوریې او روسیې دا راپورونه رد کړیدي چې ګواکې د ولسمشر بشار الاسد پوځ دې دغه کیمیاوي برید ترسره کړی وي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG