لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ د مهاجرت د حکمنامې تفصیلات څه دي؟


د اسلامي ملکونو تنظیم یا او ايي سي وايي دا قسمه امتیازي سلوک یوازې د تندروو مفکوره مظبوطوي او په داسې حال چې او ايي سي د امریکا او د نورو ملگرو سره په گډه د ترهه گرې خلاف گامونه پورته کوي دا گام به دغه تندروو ته نوره فایده ورسوي
د اسلامي ملکونو تنظیم یا او ايي سي وايي دا قسمه امتیازي سلوک یوازې د تندروو مفکوره مظبوطوي او په داسې حال چې او ايي سي د امریکا او د نورو ملگرو سره په گډه د ترهه گرې خلاف گامونه پورته کوي دا گام به دغه تندروو ته نوره فایده ورسوي

د جنورۍ د میاشت په ٢٧ مه نیټه د امریکې نوي صدر ډانلډ ټرمپ په خپله حکمنامه کې هیواد ته ځیني ملکونو څخه د خلکو د سفر په لړ کې ځینې فیصلې اعلان کړې.

صدارتي حکم وايي تر یو سل شلو ورځو پورې به کډوالو ته امریکه ته د راتلو اجازت نه وي.

سږکال امریکا ته د کډوالو د شمار حد پنځوست زره ټاکلی شوی دی. دا شمیره د پخواني صدر براک اوباما په وخت کې مقرر کړی شوی وه.

د عراق، ایران، شام، یمن، سوډان، لیبیا، او د صومالیه وگړو باندې به تر د نوي ورځو پورې امریکه ته په سفر پابندي وي.

شورو کې قانوني ماهرینو او د هیواد د امنیت د ادارې چارواکو ویل چې د وایټ هاؤس چارواکو ورته دا نه ده واضحه کړې چې د گرین کارډ یا امریکه کې د پاتې کیدو د سند لرونکو سره څنگه سلوک وکړي. خو اوس چارواکي وایي کوم خلک چې گرین کارډ لري، دوي به د ضروري پوښتنو روستو پریښودلې کیږي.

تر اوسه وفاقي عدالتونو په دې حقله څه ویلې دي؟

د خالي په ورځ ناوخته نیویارک کې یو وفاقي قاضي این ډونلې د ٢٠٠ کسانو واپس کولو حکم په عارضي توگه ځنډولو. دې وویل چې دوي ته نه پوره کیدونکی زیان رسیدلی شي. دې د ټرمپ انتظاميي نه د ځپلي شوي کډوالو او نورو مسافرو تفصیل هم غوښتلی. د ورجینا یو وفاقي قاضي حکم کړی چې مسافرو ته دې رضاکاره وکیلانو سر د لیده کاته اجازت ورکړی شي. هم دغه رنگ د مساچوسټس ریاست یو قاضي حکم کړی چې امریکې ته راتلونکې مسافر دې بیرته ونه لیږلی شي او نیول شوي کسان دې هم ازاد کړی شي.

د ټرمپ انتظامیه څه وایي؟

د وایټ هاؤس چارواکي وایي دا تگ لاره د امریکه د سرحدونو د محفوظ جوړولو او د مشکوک ترهه گرو د راتللو د مخه نیولو لپاره خپله کړی شوې ده. د داخلي امنیت محکمه وايي د خالي په ورځ یوازې یو في صد مسافر د مشکل سره مخ شوي وو. اداره وایي په صدارتي فرمان عمل جاري دی او سرکار ته دا اختیار شته چې اولس او قامي امنیت ته د خطره جوړویدونکو ویزه ختمه کړي.

د این بي سي ټیلې وژن میټ دي پریس کې د مرکې په وخت د وائټ هاؤس چیف آف سټاف رئنس پریبس وائي گرین کارډ لرونکي به نه متاثره کیږي خو دوي د زیاتو پوښتنو سره مخ کیدلې شي.

اینده کې ممکنه قانوني مشکلات

صدر ته د مهاجرت په چارو مکمل اختیار ترلاسه دې. صدر کولې شي چې قامي امنیت ته خطره جوړیدونکي امریکه ته پرې نږدي. خو په کال ١٩٦٥ م کې د مهاجرت او شهریت په حقله قانون کې لیکلې شوي دي چې د نسل، جنس، قامیت، د پیدائش او د اوسیدو د ځائې ځیگي په بنیاد به د چا سره امتیاز نه کوي.

د ټرمپ انتظامي حکم کې اووه مسلمان اکثریتي ملکونه (عراق، ایران، شام، یمن، سوډان، لیبیا، او صومالیه) په نخښه کړې شوي او مسیحانو ته ځینې مذهبي ترجیح ورکړې شوې ده. په دې انتظامي حکم کې ویلې شوي دي ددې ملکونو وگړي د اوبامه د انتظامیه د وختونو نه د سختو پوښتنو سره مخ دي.

وکیلان او د اولسي ازادو لپاره تنظیمونه کیدلې شي راتلونکو ورځو کې د دې خلاف عدالت ته لاړ شي. دوي وايي دا حکم د کال ١٩٦٥ د مهاجرت د قانون خلاف دی. او د امریکا د ایین د فرسټ امینډمنټ یا د وړمبۍ مادي خلاف هم دی چې د ریاست په چارو کې کانگرس د مذهب نه لرې ساتل غواړي.

وائټ هاؤس وایي دوي په مسلمانانو پابندي نه لگوي. خو د ټرمپ ملگرې روډي جولیاني فاکس خبري ادارې ته ویلې دي چې ټرمپ دده او د نورو سره رابطه کړې وه چې څنگه دې پابندۍ ته قانوي شکل ورکړی کیدی شي.

د قامي امنت لپاره د صلاح کار مایکل فلین زوي په یو ټیوټ کې په مسلمانو د پابندۍ ذکر کړی دی.

د کانگرس غړي څه وايي؟

د ریپبلکن پارټۍ ستر سنټرانو او د ارمډ سروسز کمیټۍ غړو جان مکین او لنډسی گراهم صدارتي امر باندې نیوکې کړي او وایي د دې سمه کتنه نه ده شوي او د تادۍ د دې گامونو نتیجه خرابه کیدلی شي.

ټرمپ په ټیوټ کې ویلي مکین او گراهم د مهاجرت په چارو کمزوری دریځ لري.

سینټ کې د اکثریتي چوکو مشر او د ریپبلکن گوند غړې میچ میکانل وايي د ده په خیال د سخت څار او پوښتنو عمل ښه خبره ده. خو زیاتوي چې دا هم نه دي هیرول پکار چې د تندروه اسلامي ترهه گرۍ خلاف جگړه کې مسلمانان که هغه په امریکه کې دي او که په خارج کې ، دوي د امریکه ښه سرچینې دي.

د ډیموکریټ پارټۍ غړي او سینټر کرس مرفي د مکین او گراهم خبرې په شریکه د کار لپاره اهمې بللي دي. دی وایي روانه اوونۍ به د دې خطرناک او د کرکې د فرمان په خلاف یو بل وړاندې کوي.

اسلامي او د خارجي ملکونو عکس العمل

د اسلامي ملکونو تنظیم یا او ايي سي وايي دا قسمه امتیازي سلوک یوازې د تندروو مفکوره مظبوطوي او په داسې حال چې او ايي سي د امریکا او د نورو ملگرو سره په گډه د ترهه گرې خلاف گامونه پورته کوي دا گام به دغه تندروو ته نوره فایده ورسوي.

د مهاجرت په حکمنامه کې نومول شوي اووه واڼه ملکونه د او ايي سي غړي دي.

ایران او عراق هم سخت عکس ا لعمل ښودلې دې.

یورپي اتحاد او د ملگرو ملتونو هم د صدر ټرمپ په انتظامي امر خپل تشویش څرگند کړی دی. ملگرو ملتونو د کډوالو په حقله په خصوصي توگه اندیښمني ښودلې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG