لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ - عمران لیدنه: واشنګټن او اسلام اباد د یو بل نه څه غواړي؟


د پاکستان او امریکې ترمنځ د تاو تریخوالي سره مخ اړیکو ترڅنګ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د واشنګټن درې ورځني سفر په مهال نن په وایټ هاوس کې د صدر ډانلډ ټرمپ سره لیدل کتل کوي.

عمران خان د صدر ډانلډ ټرمپ په بلنه پداسې وخت د واشنګټن سفرکوي چې امریکايي صدر تېرکال پاکستان ته ۳۰۰ ملینه ډالره امداد په دې وجه ځنډولی وو چې د واشنګټن په وینا پاکستان د خپل ملک دننه د تندلارو خلاف کوټلي ګامونه پورته کولو کې ناکامه شوی.

د عمران خان د ملاقات ایجنډا

د واشنګټن د سفر وړاندې د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي ویلي د عمران خان وایټ هاوس ته دوره د دواړه ملکونو مشرانو ته د دوه اړه خیزه تعلقاتو بیا پرځای کولو یو موقع ورکوي.

امکان دی چې دواړه مشران د ترهګرۍ خلاف همکارۍ، دفاع، توانایۍ، تجارت او افغانستان کې د صلحې لپاره روانو هلو ځلو او د پاکستان کردار په سر خبرې وکړي. څېړنکاران واي پاکستان به کوشش کوي چې د امریکې لخوا ځنډول شوې مرستې بېرته پرځای کړل شي.

د ټرمپ انتظامیې تېرکال د پاکستان نه غوښتنه کړې وه چې افغان طالبان د صلحې خبرو اترو نه راولي. د طالبانو او امریکې ترمنځ د افغان صلحې په سر اووه ځله خبرې اترې شوي.

د عمران خان د ملاقات په ایجنډا به دا خبره هم شامل وي چې د دغه هیواد نوم د ترهګرو مالي مرسته کوونکو ملکونو په تور فهرست کې وا نه چول شوي.

په کال ۲۰۱۸ کې د ترهګرو د مالي مرستو د څار ادارې ایف ای ټي ایف د ترهګرو مالي مرستو او د پیسو غیرقانوني انتقال مخه نیولو کې د ناکامۍ له وجې د پاکستان نوم په خړ فهرست کې اچولی وو. تېره میاشت د امریکې فلوریډا ریاست کې د ایف ای ټي ایف په غونډه کې یو ځل بیا د پاکستان نوم په خړ فهرست کې په ځای ساتل شوی دی.

د جمعې په ورځ واشنګټن کې د پاکستان په سفارت کې د یوغونډې په وخت عمران خان سرمایه کارانو ته بلنه ورکړې چې د پاکستان د اقتصادي او تجارتي موقعو نه ګټه پورته کړي او هلته سرمایه کاري وکړي. پاکستان په ملک دننه د یو شمېر مالي ستونزو سره مخ دی.

نړیوالي مالیاتي ادارې، آي ایم ایف د روانې میاشت په شروع کې د پاکستان کمزوري اقتصاد ښه کولو لپاره دغه هیواد ته د شپږ ارب ډالره قرض منظوري ورکړې وه. د عمران خان ګوند ددې وړاندې په واک کې د راتلو سره سم د سعودي عرب، متحده عرب امارات او چین نه په اربونو ډالره قرض اخستی وو.

دعمران خان د سفر وړاندې د حافظ سعید ګرفتاري

واشنګټن ته د عمران خان د دورې څو ورځې وړاندې پاکستان د غیرقانوني تندروه ډلې لشکرطیبه پخواني مشر حافظ سعید د ګرفتارۍ اعلان کړی. امریکې او ملګروملتونو حافظ سعید ترهګرګرځولی او هغه د کال ۲۰۰۸ ممبۍ ترهګر حملو لپاره ذمه وار ګڼي. امریکې حافظ سعید په سر د لس ملینه ډالرو انعام هم ایښودی.

ډانلډ ټرمپ د حافظ سعید د ګرفتارۍ وروستو په ټویټر باندې ویلي وو چې د لس کاله لټون او زیات دباو له وجې حافظ سعید معلوم کړل شوی او نیولی شوی دی.

واشنګټن کې څېړنکاران د ډانلډ ټرمپ سره د عمران خان د ملاقات وړاندې د حافظ سعید ګرفتاري د دواړه مشرانو ترمنځ خبرو لپاره حالات برابرولو یو ګام ګرځوي او وايي پاکستان وړاندې هم حافظ سعید څو ځله نیولی او پرېښودی دی. حافظ سعید د کالونو راهسې د پاکستان پنجاب صوبې په لاهور ښار کې ازاد ګرځي او د تندروه ډلې جماعت الدعوه مشري کوي کومه چې لشکرطیبه ترهګرډله ګرځولو وروستو جوړه کړی شوې.

ځنې پاکستاني څېړنکاران د امریکې صدر لخوا د پاکستان وزیراعظم ته د وایټ هاوس بلنه د دواړه ملکونو اړیکو ښه کېدو اړخ ته د یوګام په توګه ویني او وايي د عمران خان د سفر وړاندې د پردې شا ته د دواړه ملکونو اعلا چارواکو خبرې اترې کړي او طمع څرګندوي چې په دغه خبرو اترو کې به پرمختګ شوی وي.

د عمران خان د سفر په وخت واشنګټن کې احتجاج

واشنګټن ته د عمران خان د سفر په وخت که یو خوا د تحریک انصاف مرستیالانو نوموړي ته هرکلی ویلی نو بل خوا د عمران خان حکومت د تګلارو خلاف هم پاکستاني فعالینو او پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره اواز پورته کوونکو د احتجاج لپاره تیارۍ کړي.

د عمران خان سره د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه هم سفر کوي څوک چې به په پنټاګان کې د امریکې دفاعي چارواکو سره لیدل کتل کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG