لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ د هندوستان سره پوځي لوظنامه لاس لیک کړې


د هندوستان په سفر د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ تیره ورځ ویلي امریکا به د هندوستان سره د هیلي کاپټرو او پوځي سامانونو د خرڅولو د ۳ بیلینه ډالرو لوظنامه لاس لیک کوی.

صدر ډانلډ ټرمپ دغه خبرې د هندوستان په احمد اباد ښار د امریکايي صدر هرکلي ته جوړې شوې یوې لوې جلسې نمستی ټرمپ په مهال کړي دي. په دغه جلسه کې د یو لک نه سېوا خلکو د امریکايي او هندوستان صدر نریندرا مودي وینا ګانو اوریدو ته راغونډ شوي وو.

هند ته د خپل سفر وړاندې امریکايي صدر ویلي وو چې د دواړه هیوادنو تر منځه به څه قسمه تجارتي لوظنامه نه کیږي. خو په خپله وینا کې امریکايي صدر ژمنه وکړه چې امریکا او هند به د تاریخ تر ټولو لویه تجارتي لوظنامه لاس لیک کوي. نوموړي هم دغه شان زیاته کړې چې هغه خوشبینه دی چې هغه او مودي به د دواړه خواو لخوا یوه تر ټولو غوره لوظنامه لاس لیک کړي.

په خپلو خبرو کې د هندوستان وزیراعظم نریندرا مودي هم د امکاني تجارتي لوظنامې په اړه خوشبیني وښودله. مودي زیاته کې چې د هند او امریکا تر منځه اړیکې په یو شمیر برخو کې سېوا شوي دي. او په خاصه توګه يې د دفاع، توانۍاو انفارمیشن ټیکنالوژۍ یادونه وکړه. نوموړي ویلي وړاندې تلونکی هندوستان به امریکا لپاره د موقعو نوی میدان وګرځي.

نریندرا مودي په خپله وینا کې امریکا او هند قدرتي ایتلافیان وبلل او زیاته يې کړه چې دواړه هیوادونه نه یواځې په سویلي اسیا کېپه شریکه سوله، پرمختیا او امن راوستلی شي دغه کار په ټوله نړۍ کې ترسره کولی شي. د احمد اباد نه د اګرې پورې په لنډ سفر کې د وي او ای د دې پوښتنې چې ایا د دواړه هیوادونو تر منځه په یوه څانګه کې لویه تجارتي لوظنامه کیدلی شي؟ صدر ډانلډ ټرمپ وویل ٫٫ زما هیڅ تادي نشته٬٬ چې په دې سفر کې څه قسمه لوظنامه وکړم. ٫٫ مونږ د هندوستان سره معاهدې کوو او مونږ ورسره ښه روان یو.٫٫

که څه هم تر اوسه په دغه سفر کې څه قسمه تجارتي لوظنامه نه ده شوې خو څیړونکي ګڼي د ټرمپ دغه سفر دواړه مشرانو ته ګټې رسولی شي.

په هوډسن څیړنیز سنټر کې د سویلي اسیا او هند په اړه څیړنکار اپارنا پانډې وايي ٫٫ دواړه مشران غواړي چې د تکړه مشرانو په هیڅ وپیژندل شي.٫٫

نوموړي ویلي دواړه مشران په یو بل کې شریکې خبرې ویني. ټرمپ او مودي دواړه په خلکو کې شهرت لرونکي قامپرسته مشران دي او غواړي چې خپل اقتصاد قوي او پوځي قوت سېوا کړي.

امریکايي صدر د هندوستان دا سفر په یو داسې وخت کوي چې په هندوستان کې د شهریت نوي قانون پرضد مظاهرې هم روانې دي. د دغه نوي قانون مخالفت کونکي تور لګوي چې دغې قانون سره د هندوستان ۲۰۰ میلینه مسلمانان یو اړخ ته کړل شوي دي. خو د نریندرا مودي حکومت دغه تور ردوي. د امریکايي کانګرس ځینو غړو هم په دغه نوي قانون اندېښنې ښودلي.

په دغه نوي قانون کې د هندوستان د دریو ګاونډي هیوادونو نه د مسلمانانو نه علاوه د نورو مذهبونو خلکو ته د شهریت ورکولوفیصله شوې ده. صدر ډانلډ ټرمپ هم په خپله وینا کې د هندوستان د بیلا بیلو کلتورونو ، نسلونو او نظریو د خلکو یو شریک هیواد په توګه یاد کړی. نوموړي ویلي ٫٫ ستاسو قام په ټوله نړۍ کې په یو داسې ځاې یادیږي چرته چې په میلینونو هندوان، مسلمانان، سکهان او د نورو مذهبونو خلک د یو بل په څنګ کې خپل عبادتونه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG