لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ د صدارتي انتخاب نتیجه د بدلولو الزام لګول شوی


ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي
ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي

د منصفانو لوی شورا د امریکې په پخواني صدر ډانلډ ټرمپ الزام لګولی چې خپل اقتدار برقرار ساتلو دپاره يې د کال ۲۰۲۰ صدارتي انتخاب نتیجه د بدلولو کوښښ کړی و.

ټرمپ د صدارت د دویمې دورې امیدوار و خو ناکامه شو او دغه ووټونو موجوده صدر جوبایډن وګټل.

ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ او د بایډن د ډېموکرېټک پارټۍ نه د ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې د ودرېدو اعلان کړی دی.

د ټرمپ په اړه فېصله د منصفانو وفاقي شورا د نهې، سه شنبې، په ورځ اعلان کړه. د منصفانو شورا د تېرو څو میاشتو راهسې د شهادتونو اورېدل.

د شورا د فېصلې په بنیاد د انصاف وزارت خصوصي وکیل جېک سمېت په ټرمپ د څلورو مادو فرد جرم یا انډاېټمنټ وړاندې کړی دی.

د ۴۵ صفحو په انډایټمنټ یا فرد جرم کې وېل شوي چې ۷۷ کلن ټرمپ په مبینه توګه د امریکې سره په درغلۍ، د نورو خلکو حقونه د دړکو سره په مخامخ کولو او د کانګرس کار په ودرولو کې بوخت و.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، د امریکې په ۲۴۷ کلن تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې په یو پخواني صدر دا الزام لګول شوی چې جانشین ته په پرامنه ډول اقتدار منتقلولو په ځای يې کوښښ کولو چې په غیر قانوني توګه په اقتدار کې پاتې شي.

توقع ده چې ټرمپ به په دې مقدمه د زیارت، پنجشنبې، په ورځ عدالت کې حاضرېږي.

ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي او د وي او ای رپورټ وايي هغه تر اوسه، بغیر د څه ثبوته، دعوه کوي چې د ۲۰۲۰ په صدارتي انتخاب کې د بې قاعدګیو او د درغلۍ دلارې د بیا منتخب کېدو نه محرومه کړی شو. د دې باوجود چې د ۲۰۲۰ صدارتي انتخاب نه پس ججانو د هغه دعوې رد کړي، ټرمپ خپل دریځ برقرار ساتلی دی.

په ټرمپ فرد جرم کې وېل شوي چې په انتخاب کې د شکست باوجود هم ټرمپ په اقتدار کې د پاتې کېدو عزم لرلو او د کال ۲۰۲۰ د نومبر په دریمه نېټه د ووټونو دوه میاشتې وروسته یې دروغ خپرول چې ورسره درغلي شوي او په حقیقت کې هغه بریالی و.

په تېرو دوو میاشتو کې د انصاف وزارت خصوصي وکیل جېک سمېت په ټرمپ فرد جرمونه لګولي دي.

د دې نه مخکې د ۴۰ مادو په فرد جرم کې په ټرمپ الزام لګول شوی د صدارت د ختمېد نه پس يې د قومي سلامتیا په اړه ۳۲ انتهايي خفیه دستاوېزات په فلورېډا ریاست کې په مارالاګو نومې کور کې په غیر قانوني توګه ساتلي وو. په دې الزام مقدمه د مارچ په میاشت کې شروع کېدونکي ده.

د دې ترڅنګ په نیویارک کې سرکاري وکیل په ټرمپ الزام لګولی چې د لوڅو فلمونو ادا کارې سټورمي ډېنیل ته ورکړی شوي ۱۳۰۰۰۰ ډالر خفیه ساتلو دپاره د هغه کمپنۍ ټرمپ ارګېنایزېشن د ټېکس په کاغذونو کې د غلط بیانۍ نه کار اخیستلی و.

په جورجیا ریاست کې سرکاري وکیلې دا اشاره ورکړې چې کېدی شي په دغه ریاست کې په ټرمپ فرد جرم ولګوي چې په دغه ریاست کې د صدراتي انتخاب نتیجه د بدلولو غیر قانوني کوښښ کړی و.

ټرمپ په هغه لګول شوي الزامات ردوي، وايي هېڅ غلط کار یې نه دی کړی. هغه په سمېت او د نیویارک او د جورجیا په سرکاري وکیلانو تنقید هم کوي.

ټرمپ تازه فرد جرم رد کړو او ويې وېل د کال ۲۰۲۴ په صدارتي انتخاب کې دا د "بایډن کرایم فېملي" یا د بایډن جرم کورنۍ او د انصاف وزارت مداخلت کوښښ دی.

هغه وویل فرد جرم د نازي جرمني، د پخواني سویت یونین او د نورو امرانه او مطلق العنان حکومتونو یاد تازه کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه، په قومي کچه نظر پوښتنې ښښي چې د کال ۲۰۲۴ صدارتي انتخاب دپاره ټرمپ د ريپبلېکن پارټۍ د حامیانو تر ټولو زیات غوره ممکنه امیدوار دی. د نهې، سه شنبې، په ورځ په نیویارک ټایمز کې شایع شوي سروی وايي که چېرې بایډن او ټرمپ په اینده صدارتي انتخابت کې یو ځل بیا د یو بل سره مخامخ کېږي نو مقابله به يې برابر وي ځکه چې د دواړو د مقبولیت شرح یو شان ۴۳ فیصد ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال کېن برېدمایر د رپورټ نه اخیستل شوي دي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG