واېټ هاوس ویلي که څه هم امریکا او پاکستان په خپلو کې همکاري ښه کړې خو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه کې د پاکستان لخوا اخستل شوي ګامونو نه دې راضي.
د زیارت (بنجشنبې) په ورځ د سپېنې ماڼۍ یا واېت هاوس د مطبوعاتو ناېب سېکتر راج شاه یوې خبري ناسته کې د صدر ټرمپ د سویلي اسیا د پالیسۍ په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي ٫٫ د پاکستان سره په اړیکو کې لږ ښکاره والی راغلی او په لومړي ځل مونږ د پاکستان نه د هغوي د ګامونو په اړه پوښتنې کوو.٬٬
خو ښاغلی راج شاه منلي چې امریکا د پاکستان لخوا د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه کې لږ ډیر ګامونه وینو خو ریاتوي ٫٫ کله چې خبره د پاکستان راشي نو صدر ډانلډ ټرمپ د دغې نه دی خوشحاله.٬٬
د افغانستان په اړه په خپله خبره کې د واېټ هاوس ناېب سېکتر ویلي امریکا د افغان حکومت او خپلو ملګرو سره نژدې کار کوي او په دغه هیواد کې د داعش تندروه ګوند پرضد مهم پرمخ تګ لیدل شوی.
راج شا منلي په افغانستان کې د داعش موجودیت کم شوی او د دوي جنګیالي له منځه تللي، د دوي سر مشران په وژل شوي او اوس مونږ په مستقمه ډول لګیا یو د دوي مشران او مرکزونه په نخښه کوو.
د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ تیر کال د سویلي اسیا او افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړې وه او د روان کال په خپل لومړي ټویټ پیغام کې يې په پاکستان تور لګولی وو چې د امریکا نه په بلینونو ډالره امداد اخلي او په بدل کې امریکا ته دروغ وايي او دهوکه ورکوي.
وروستو د دغې صدر ټرمپ پاکستان ته ورکړی کیدونکې پوځي امداد وځنډوو او دغه يې په افغانستان کې جنګیدونکي ترهګرو ډلو پرضد کاروايې سره مشروط کړو.
افغانستان او امریکا تل په پاکستان تور لګوي چې د هغه ترهګرو ډلو مرسته کوي چې په افغانستان کې د امریکا او افغان عسکرو پرضد جنګیږي او عام افغانان په نښه کوي. خو اسلام اباد تل دغه تورونه ردوي.