لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدرټرمپ: که د افغانستان نه عسکر وباسو، استخباراتي مامورین به پاتې وي


د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ یو وارې بیا د افغانستان نه د امریکايي عسکرو د وېستلو خبره تکرار کړې، خو زیاتوي د دغې وروسته به استخباراتي چارواکي د افغانستان حالات د نژدې نه څاري.

د اتواریا یکشنبې په ورځ د سي بي اېس ټي وي سره د یوې مرکې په وخت صدر ټرمپ د امریکا کورنۍ لانجو تر څنګ په یو شمیر نړیوالو او د امریکا په خارجي اړیکو تفصیلي خبرې اترې کړي.

په نړیوالو مسلو کې د افغانستان په اړه د خبرو په وخت صدر ډانلډ ټرمپ ویلي په افغانستان کې د ۱۷ کالو اوږدې جګړې وروستو وخت راغلی دغه جګړه ختمه کړي او د وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په لار يې حل رااوباسي.

صدر ټرمپ ویلي: ٫٫ زما په فکر طالبان هم دغه جګړې ستړي کړي، ځه ګڼم دغې جګړې هر څوک ستړي کړي.٬٬

ډانلډ ټرمپ ویلي وخت راغلی چې دغه نه ختمیدونکې جګړې نه رااوځو او خپل عسکر بیرته خپلو کورونو ته راولو.

خو د دغې تر څنګ صدر ټرمپ دا هم په ډاګه کړې د عسکرو ویستلو مطلب به دا نه وي چې مونږ به دغلته (افغانستان کې) حالات نه ګورو. نوموړي ویلي مونږ به دغلته خپل اسختباراتي خلک پریږدوچې دغلته حالات د نژدې نه ګوري.

صدر ډانلډ ټرمپ یو وارې بیا د افغانستان په روانه جګړه کیدونکي مصرف ته په اشاره کې ویلي ٫٫ مونږ په افغانستان کې په خپلو عسکرو ډیر مصرف کوو، مونږ په سلګونو بېلینه ډالره مصرف کوو. مونږ د ځان نه د نړۍ پولیس جوړ کړي.٬٬

د سي بي اېس ټي وي سره په دغه مرکه کې نوموړي دا هم ویلي که چرې بیا ضرورت شي نو مونږ بیرته هم افغانستان ته تلی شو. د هغه په وینا مونږ سره ډیرې چټکې (تیزې) جنګي الوتکې دي،مونږ په منډه بیرته افغانستان ته تلی شو.

د منځني ختیځ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې صدر ډانلډ ټرمپ ویلي مونږ د هلته نه په مکمله توګه نه یو روان. ٫٫ زمونږ په عراق کې یو ډیر قوي پوځي مرکز دی. زمونږ عسکر به هلته پاتې وي او د هلته نه به د منځني ختیځ څارنه کوو.٬٬

د افغانستان او منځني ختیځ تر څنګ صدر ډانلډ ټرمپ په دغه یو ساعته مرکه کې د مېکسیکو سره په پوله د دیوال جوړولو په شمول امریکا کې د یو بل موقتي شټ ډاون یا په عارضي توګه د حکومت د بندیدو خبره هم کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG