د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ د مېکسیکو په مصنوعاتو ۲۵ فیصد نوی ټېکس د یوې میاشت دپاره وځنډولو او د مېکسیکو صدرې ګلوډیا شاینبام وویل امریکې ته د نشۍ توکي فېنټېنل د سمګلېنګ مخنینوي دپاره به د دواړو ملکونو په شریکه پوله ۱۰۰۰۰ امنیتي ځواکونه وګماري.
ټرمپ سره د خبرو وروسته شاینبام په اېکس یو پېغام کې وویل مېکسیکو به خپل شمالي سرحد قوي کړي او امریکې ته به د نشۍ توکو او په خصوصي توګه د فېنټېنل د قاچاق مخه ونېسي.
هغې وویل امریکې لوظ وکړو چې مېکسیکو ته د طاقتورو وسلو د سمګلېنګ مخه به نېسي.
شاینبام وویل دواړه ملکونه به د تجارت او د سېکیورټي په موضوع خبرې اترې دوامداره ساتي او امریکې ته د مېکسیکو په برامداتو نوی ټېکس به د نن څخه تر یوې میاشت پورې معطل کړی شي.
وروسته ټرمپ د سوشل میډیا په ټروت سوشل نومې خپله وېب پاڼه وویل د مېکسیکو عسکر به امریکې ته د فېنټېنل او د غېرقانوني کډوالو د راتګ مخه نېسي.
ټرمپ وویل په اینده میاشت کې به دواړه ملکونو په یوه معاهده مذاکرات کوي او د امریکې خارجه وزیر مارکو روبیو، د خرانې وزیر سکاټ بېسېنټ او د تجارت وزیر هاورډ لوټنېک به د مېکسیکو اعلا چارواکو سره ملاقاتونه کوي.
ټرمپ د کېنېډې په مصنوعاتو هم ۲۵ فیصد ټېکس اعلان کړی دی. د ګل، دوشنبې، په ورځ ټرمپ د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټروډو سره هم خبرې اترې وکړې او توقعو وه چې دواړ مشران به د ګل، دوشنبې، په غرمه نورې خبرې اترې کوي.
کېنېډا، مېکسیکو او چین د امریکې لوی تجارتي همکاران ملکونه دي او دریو واړو ملکونو په خپلو مصنوعاتو د امریکې په ټېکس کې په اضافه احتجاج کړی. که چېرې ټرمپ او ټروډو په کېنېډايي مصنوعاتو د امریکې د اضافې ټېکس په لړ کې څه مفاهمت ته ونه رسېدل نو د ګل، دوشنبې، د نېمې شپې وروسته به دا ټېکس نافذ شي.
ټرمپ په چینايي مصنوعاتو په ټېکس کې د ۱۰ فیصد اضافې اعلان کړی دی. بيجينګ ویلي ورلډ ټرېډ ارګنایزېشن ته به د امریکاي اقدام په ضد احتجاج کوي.
کېنېډا د امریکې د نږدې ترینو ملګرو څخه یو هېواد دی خو ټرمپ د ګل، دوشنبې، په ورځ د سوشل میډیا په یو پوسټ کې ګیله وکړه چې کېنېډا امریکايي بېنکونو ته په ملک کې د کاروبار اجازت نه ورکوي او د نورو شیانو ترڅنګ دا جنګ د نشۍ توکیو خلاف هم دی او په امریکا کې په سلګونو زرګونه کسان د هغه نشي توکیو نه مړه شوي دي چې د مېکسیکو او د کېنېډې څخه امریکې ته راوړل کېږي.
دا نه ده واضحه چې د ټرمپ اشاره څه مسلې ته وه خو امریکايي بېنکونه د لسیزو راهسې کاروبار کوي.
ټرمپ د اتوار، یکشنبې، په ورځ دا خبره ومنله چې د کېنېډې، چین او د مېکسیکو په درامداتو ټېسکونه زیاتول به ګرانۍ ځپلیو امریکایانو دپاره د خوراک څښاک، تېلو، موټرو او د نورو شیانو قیمتونه زیات کړي خو د هغه په قول د امریکايي مفاداتو د تحفظ دپاره به امریکایان دا قیمت ادا کوي.
Forum