لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د استخباراتي ادارو د مشرۍ لپاره د صدر ټرمپ انتخاب تایید ته نږدی دی


په کانګرس کې د ډیموکریټ ګوند پخوانۍ استازې چې بیا وروسته د صدر ډونالډ ټرمپ ملاتړې شوه، تولسي ګابارډ، د امریکا د استخباراتي ټولنې مشري ته یو ګام نږدې شوې، وروسته له هغې چې د سېنټ د استخباراتو کمېټې د ګوند په بنیاد رایې ورکړې.

د کمېټې ټولو نهو ریپبلکن ګوند غړو د نهې/سه شنبې ناوخته رایه ورکړه چې د ګابارډ نامزدګي دې د سېنټ عمومي غونډې ته وړاندې شي.

په ورته وخت کې، د کمېټې ټولو اتو ډیموکریټانو د ګابارډ د نامزدګۍ په ضد رایه ورکړه.

صدر ټرمپ د نومبر په میاشت کې د استخباراتو د مشرې په توګه د نوماندې په توګه د ګابارډ ستاینه کړې وه او وویلي یي وو چې هغه نه ‌ېرېدونکې ده.

خو ګابارډ، چې د امریکا د هوايي ایالت/ریاست پخوانۍ استازې او یو ځل د ډیموکریټ ګوند د صدارتي ټاکنو نومانده وه، د ډیموکریټانو او ځینو ریپبلکن غړو له نیوکو سره مخ شوې. هغوی د هغې د تجربې، او ځینو تېر دریځونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د سېنټ د استخباراتو کمېټې مشر، ریپبلکن ټام کاټن، د ګابارډ د تایید اوریدنې پر مهال وویل: ”دا عادلانه ده چې ووایو د مېرمن ګابارډ نوماندي د دې کمېټې د ډېرو نوماندانو په پرتله زیات پام ځان ته را اړولی دی“.

د اوریدنې پر مهال، د دواړو ګوندونو سېنټرانو د امریکا د ملي امنیت ادارې پخواني قراردادي، اډورډ سنوډن، په اړ د ګابارډ نه سختې پوښتنې وکړې. سنوډن د زرګونو پټو اسنادو افشا کولو تور لري چې وروسته بیا روس ته وتښتېد.

سنېټرانو له ګابارډ وپوښتل چې آیا سنوډن خاین بولي، خو هغې هر ځل له مستقیم ځواب ورکولو ډډه وکړه.

ګابارډ د ریپبلکن سېنټر جېمز لاینکفورډ یوې پوښتنې ته په ځواب کې وویل،

” زما ژمنه زمونږ د اساسي قانون او د هېواد د امنیت ساتنې ته ده“.

سنېټرانو همداراز د ۲۰۱۷ کال هغه سفر په اړه له ګابارډ پوښتنې وکړې چې هغې سوریې ته کړی و او د سوریې له هغه مهال صدر، بشار الاسد، سره یې لیدلي وو، سره له دې چې پر الاسد تور و چې پر ملکي وګړو یې کیمیاوي وسلې کارولي دي.

سنېټرانو د روس د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په یرغل هم نیوکې وکړې او د هغې د دریځونو په اړه یې پوښتنې وکړې.

د کمېټې مرستیال مشر، ډیموکریټ مارک وارنر، وویل: زه لا هم ستاسو د قضاوت او وړتیاوو په اړه جدي اندېښنې لرم. تاسو بیا بیا زموږ د دښمنانو بدترین عملونه توجیه کړي او په ځای یې د امریکا ملامتیا ګڼلې ده. “

د اوریدنې وروسته، ګابارډ وتوانېده چې د کمېټې د ریپبلکنانو ملاتړ ترلاسه کړي.

د ریپبلکن ګوند سنېټرې سوزان کولینز په وینا:”په شخصي ناسته، پرانیستې اوریدنه، او بنده غونډه کې، مېرمن ګابارډ زما اندېښنو ته ځوابونه ورکړل. “

سېنټر تاد ینګ هم د ګابارډ ملاتړ اعلان کړ او پر ټولنیزې شبکې ایکس یې ولیکل:زه د تولسي ګابارډ ژمنتیا قدرداني کوم، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې زموږ استخباراتي متخصصین به ملاتړ وشي او سیاستوال به بې پرې معلومات ترلاسه کړي.

ینګ د ګابارډ لیک هم شریک کړ، چې پکې هغې ژمنه کړې وه چې د استخباراتو د معلوماتو افشا کولو په وړاندې به جدي اقدامات کوي او د غیرقانوني افشاکوونکو لپاره به د ساتنې ملاتړ نه کوي.

په لیک کې، ګابارډ دا ژمنه هم وکړه چې د اډورډ سنوډن د حقوقي موقف په اړه به صدر ټرمپ یا لوی څارنوال ته سپارښتنه نه کوي.

همداراز، هغې د ضمانت پرته د څارنې پروګرامونو ملاتړ ته ژمنتیا وښوده، سره له دې چې پخوا یې د قانون جوړونکې په توګه د دې پروګرامونو مخالفت کړی و.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG