لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ټرمپ لګول شوی یو فرد جرم وايي غیر متعلقه تن يې په بل ملک د حملې خفیه منصوبه ښودلې وه


په ټرمپ د فرد جرم زیاتره الزامات خفیه ساتل شوي دي نو ځکه یې تفصیلات نه دي معلوم خو یو فرد جرم په کې د جمعې په ورځ څرګند کړی شو
په ټرمپ د فرد جرم زیاتره الزامات خفیه ساتل شوي دي نو ځکه یې تفصیلات نه دي معلوم خو یو فرد جرم په کې د جمعې په ورځ څرګند کړی شو

د امریکې پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ د خفیه دستاوېزاتو سره تړلي د فرد جرم ۳۷ الزاماتو سره مخامخ دی چې په کې د امریکې د دفاع او اېټمي پروګرامونو په اړه معلومات هم شامل دي.

په ټرمپ د فرد جرم زیاتره الزامات خفیه ساتل شوي دي نو ځکه یې تفصیلات نه دي معلوم خو یو فرد جرم په کې د جمعې په ورځ څرګند کړی شو.

دغه دستاوېز وايي لږ تر لږه په دوو موقعو ټرمپ د امریکې د پوځ د عملیاتو په اړه دستاېزات داسې کسانو ته وښودل چې سېکیورټي کلیرېنس یا د امنیت په اړه یې تحقیقات نه وو شوي. یو دستاوېز په کې د یو بل ملک خلاف د حملې منصوبه وه چې یو پوځی افسر تیاره کړې وه.

په مجموعي توګه په ۳۷ فرد جرمونو کې ۳۱ په کې د قامي سلامتیا په اړه معلومات په غیر قانوني توګه د ځان سره ساتل دي. نور الزمات د مبینه سازش، د خنډ پېدا کولو او د دروغو بیانونو سره تړلي دي.

که چېرې په دغو الزامات هغه مجرم ثابت شو نو ټرمپ ته د کلونو کلونو قېدا سزا کېدلی شي.

د انصاف وزارت وايي ټرمپ نه غوښتل شوي وو چې د وایټ هاوس نه وړل شوي دستاوېزات بېرته وایټ هاوس ته ورکړي خو هغه دغه غوښتنې نظر انداز کړې، دستاوېزات یې د ځان سره فلورېډا ریاست او نیوجرزي ریاستونو کې خپلو ذاتي کورونو ته یوړل او خپلې عملې ته یې وېل چې دستاوېزات په پټولو کې دې د هغه مرسته وکړي.

د ټرمپ یو په مرستیال، والټ نوټا، د فرد شپږ الزامات لګول شوي چې په مبینه توګه یې ټرمپ سره دستاوېزات په پټولو کې يې مرسته کړې وه.

په فرد جرم کې وېل شوي چې ټرمپ خپلو وکیلانو ته ویلي وو نه غواړي چې په فلورېډا کې د هغه په کور دې خلک په بکسو کې دستاوېزات ولټوي.

دغه دستاوېز وايي لږ تر لږه په دوو موقعو ټرمپ د امریکې د پوځ د عملیاتو په اړه دستاېزات داسې کسانو ته وښودل چې سېکیورټي کلیرېنس یا د امنیت په اړه یې تحقیقات نه وو شوي. یو دستاوېز په کې د یو بل ملک خلاف د حملې منصوبه وه چې یو پوځی افسر تیاره کړې وه
دغه دستاوېز وايي لږ تر لږه په دوو موقعو ټرمپ د امریکې د پوځ د عملیاتو په اړه دستاېزات داسې کسانو ته وښودل چې سېکیورټي کلیرېنس یا د امنیت په اړه یې تحقیقات نه وو شوي. یو دستاوېز په کې د یو بل ملک خلاف د حملې منصوبه وه چې یو پوځی افسر تیاره کړې وه

په فرد جرم یا انډایټمنټ کې وېل شوي چې په فلورېډا کې د ټرمپ مارلاګو نومې کور یو سوشل کلب یا د خلکو د یو ځای کېدو ځای دی په هغه مهال چې هلته خفیه دستاوېزات پراته وو په مارلاګو کې د لسګونو زرګونو مېلمنو کوربتوب شوی و.

یو اېس سپېشل کاونسل یا خصوصي حکومتي وکیل جېک سمېت د جمعې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته په بو مختصر بیان کې وویل امریکا یو شان قوانین لري چې په هر چا لاګوو کېږي.

هغه وویل د امریکې هغه قوانین چې د قومي دفاع د معلوماتو تحفظ کوي امریکې د حفاظت او د امنیت دپاره انتهايي ضروري دي، پکار ده چې دغه قوانین نافذ کړی شي او د دغو قوانینو خلاف ورزي امریکا د خطر سره مخامخ کوي.

سمېټ وویل د هر مدافع په شان ټرمپ به تر هغه وخت پورې معصوم یا بې ګناه ګڼل کېږي تر څو چې مجرم نه وي ثابت شوی.

سمېت زیاته کړه غواړي چې د فلورېډا په اوسېدونکو مشتمله ګرېنډ جیوري یا د منصفانو شورا زر په ټرمپ مقدمه شروع کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ د سماجي رابطې په خپله وېب پاڼه ټروت سوشل وویل سمېت د ټرمپ نه نفرت کوي.

په فلورېډا کې فرېډرل ګرېنډ جیوري یا د منصفانو لوی شورا د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټرمپ فرد جرم ولګولو. هغه د امریکې په تاریخ کې وړمبی پخوانی صدر دی دا ډول فرد جرم پې لګول شوی دی.

ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په ټروت شوسل د فرد جرم تصدیق وکړو او ویې وېل چې د نهې، سه شنبې، په ورځ په مایامي ښار کې عدالت ته غوښتل شوی دی.

ټرمپ وویل د صدر جوبایډن "کرپټ" یا د هغه په قول بدعنوانه حکومت یې وکیلانو ته ویلي چې د صندوقونو په اړه پې فرد جرم لګول شوی دی. د ټرمپ اشاره د هغو صندوقونو ته وه چې اېف بي ايي په کې د هغه د کور نه مبینه خفیه دستاوېزات وړلي.

په وډیو پېغام کې ټرمپ وویل چې د صدر بایډن حکومت د هغه هدف کولو دپاره د انصاف وزارت او د اېف بي ايي د وسلې په څېر استعمالوي.

ټرمب وویل هغه معصوم تن دی او نه غواړي چې دا مسله دوام ولري ځکه چې د هغه په قول دا مسله ملک تقسیموی.

صدر بایډن نه د جمعې په ورځ په ټرمپ د فرد جرم په اړه پوښتنه وشوه خو هغه پې څه تبصره ونه کړه.

وایټ هاوس ویلي بایډن ته په ټرمپ د فرد جرم لګېدو په اړه پېشګي معلومات نه وو.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي او روېټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG