لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 پېښور کې په پولیس حمله کې دوه پولیس وژل شوي، ټي ټي پي د حملې ذمه واري منلې 


د خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو
د خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو

کالعدم تحریک طالبان د پېښور په سر بند علاقه کې د هغې حملې ذمه واري ومنله چې پولیس پکې د پولیس ډي اې پي افسر او د يو سپاهي د وژل کېدو تصدیق کړی دی.

د پېښور ښار پوليسو د جمعې او خالي/ شنبې په مينځنۍ شپه کې ويلي، په سربند پولیسو ترهګرو د لاسي بم او سنايپر حمله کړې، ډي اېس پي سردار حسېن د نفرۍ سره موقعې ته رسېدلی او ترهګرو پرې بريد کړی دی.

ويل شوي په ځوابي ډزو کې ډي اېس پي او يو سپاهي ارشاد ژوبل شوي، چې روغتون ته وړل کېده دواړو په لاره کې ساه ورکړې ده.

اېس اېس پي اپرېشن کاشف افتاب عباسي ويلي، د پوليس افسران او ګڼه نفري د بکتر بند ګاډو سره موقعې ته رسېدلې او علاقه يې په ګېره کې اخستې ده.

يوه اوونۍ وړاندې په 7 جنورۍ پېښور کې سي ټي ډي [د ترهګرۍ ضد پوليسو] په سنګو سربند سيمه کې د ترهګرو ضد عملیاتو کې د څلورو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه.

سي ټي ډي ويلي وو، د ترهګرو د شتون په اطلاع عملیات او نښته شوې او د یوې ناقانونه وسله والې ډلې سره تړاو لرونکي څلور ترهګر وژل شوي چې پېژندګلو یې د زرملوک، عثمان، محمدسعید، شاهد حسین عرف اختر او عبدالقیوم عرف عدالرب په نومونو شوې وه.

د سي ټي ډي بیان کې ویل شوي چې د وژل شوو ترهګرو د ولکي نه امنیتي ځواکونو ته څلور کلاشنکوفې او درې لاسي بمونو هم په لاس ورغلي وو.

له دغې يوه ورځ وړاندې د پېښورپه متنو او لکي مروت سیمو کې په پولیسو بریدونه شوي چې پکې درې پولیس عسکر وژل شوي او دوه ایس ایچ اوګان [د پولیس تاڼو مشران] ژوبل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل په 23 دسمبر مطبوعاتو سره د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړې او ويلي يې وو، د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوې وې.

د پولیس شمېرو ترمخه تېر کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.

په 18 دسمبر د خېبر پښتونخوا په بنو سیمه کې یو شمېر ترهګرو د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیسو د مرکز دننه پولیس قابو کړي او د هغوی نه یې وسلې اخستې وې.

د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شريف ويلي وو په بنو کې د سي ټي ډي په يرغمال شوي مرکز د عملياتو په مهال پوځ 25 ترهګر وژلي، اووه تسليم شوي او درې يې ګرفتار کړي وو.

پوځي وياند ویلي وو، د وسله والو سره په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو صوبېدار په ګډون درې عسکر هم وژل شوي وو.

په دويمه جنورۍ د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ د قامي سلامتيا غونډه شوې او د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف بيا په ټويټر ویلي، د قامي سلامتيا په غونډه کې ځینې مهمې پرېکړې شوي چې پکې دوه پرېکړې ډېرې مهې دي.

هغه ويلي وو، "د پاکستان رياست به د خپلې عملدارۍ چېلنج کوونکو ترهګرو دپاره د هيڅ زغم نه لرلو پالیسي خپلوي او په امن به هيڅ سودا نه کيږي. او په اقتصادي تګلاره به اقتصاد بحالوي او ولس ته ته اسانتياوې ورکوي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG