لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 ټي ټي پي يې په ډېره اسماعيل کې د پوليس د وژلو زمه واري منلې


د پولیسو ویاند امتیاز جنجوعه وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي چې وژل شوی پوليس کانسټېبل ظهور الدین په چودوان تاڼه کې ډراییور وو او تیره ورځ چې ډیوټۍ ته تلو په درابن کلا سیمه کې نامعلومه ترهګر راغلي او هغه يې په هدف کړی دی
د پولیسو ویاند امتیاز جنجوعه وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي چې وژل شوی پوليس کانسټېبل ظهور الدین په چودوان تاڼه کې ډراییور وو او تیره ورځ چې ډیوټۍ ته تلو په درابن کلا سیمه کې نامعلومه ترهګر راغلي او هغه يې په هدف کړی دی

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه ډیره اسماعیل خان کې د نامعلومه وسله والو په بريد کې يو پوليس کانسټېبل وژل شوی دی او تحریک طالبان پاکستان د حملې زمه واري منلې ده.

د ډیره اسماعیل خان پولیسو دا پیښه تاييد کړې او د پولیسو ویاند امتیاز جنجوعه وي او اې ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي چې وژل شوی پوليس کانسټېبل ظهور الدین په چودوان تاڼه کې ډراییور وو او تیره ورځ چې ډیوټۍ ته تلو په درابن کلا سیمه کې نامعلومه ترهګر راغلي او هغه يې په هدف کړی دی.

ويل شوي د وژل شوي پوليس د چا سره شخصي دښمني نه وه او دا د ترهګرۍ پېښه ده.

درابن کلا د ډیره اسماعیل خان نه 60 کلومیټر ه شمال لویدیځه سیمه ده چې په نزدې وختونو کې پکې په امنيتي ځواکونو نور بریدونه شوي دي.

لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان په پولیس د ورستي برید زمه واري په غاړه اخستې ده.

دا په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت د وسله والې ناقانونه ډلې تحریک طالبان پاکستان سره دافغان طالبانو په منځګړتوب په دې وروستیو کې مذاکرات پېل کړي وو.

د مذاکراتو په مهال طالبانو او حکومت د ډزبندۍ اعلان کړی خو دتحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني میډیا سره په شریک کړي خبر کې ویلي ظهور الدین نومي پولیس عسکر يې په خپله دفاع کې وژلی دی.

په 25 اګست د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه په جنرل هېډ کوارټر کې د کور کمانډرانو غونډې ته په وېنا کې "لارښوونه کړې چې فارمېشنونه/تشکیلات دې عملياتو ته چمتو وي او په ځانګړي ډول په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې دې د ترهګرۍ پرضد عمليات دوامداره وساتل شي".

تحریک طالبان پاکستان د مې په میاشت کې ډز بندي اعلان کړې او وروسته يې ويلي د مذاکراتو په مهال به دا ډز بندي د بل اعلان پورې روانه وي د ډز بندۍ کولو وروسته دا لومړی ځل دی چې تحریک طالبان پاکستان د يوې پېښې زمه واري مني خو د ډزبندۍ داعلان باوجود هم په خیبر پښتونخوا او د د پاکستان نورو سیمو کې دبمي چاودنو او بریدونو لړۍ نه ده تم شوې

او په 19 اګست د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعې باجوړ کې د پولیسو په یوه پوسته بمي برید شوی وو چې پکې دوه پولیس عسکر وژل شوي او یو تن بل ژوبل شوی وو.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو شمیرو تر مخه روان کال په اوږدو کې په صوبه کې د هدفي وژنو په پېښو کې 55 پولیس افسران او عسکر وژل شوي دي.

د پولیسو نه ترلاسه شوو شمېرو ترمخه د تيرې میاشتې پورې په وژل شوو پوليس افسرانو کې دوه انسپکټران، دوه اسسټننټ سب انسپکټران ،پینځه ای ایس ایي افسران، درې حوالداران او 43 سپاهیان شامل دي.

د پولیس ریکارډ ښایي چې دې کې تر ټولو زیات 11 پولیس افسران اؤ سپاهیان په ډیره اسماعیل خان کې وژل شوي اؤ بیا ورپسې پېښور کې دیو انسپکټر اؤ ایس ایچ او په ګډون 6افسران او سپاهیان وژل شوي دي.

د شمیرو له مخې د هدفي وژنو په پېښو کې په بنو کې پینځه، شمالي وزیرستان کې څلور،جنوبي وزیرستان دوه،نوښار او لکي مروت کې څلور، څلور،کرک کې دوه ،هنګو کې دوه،کوهاټ کې یو،ټانک کې څلور،خېبر کې درې،صوابۍ کې دوه،باجوړ کې یو،چارسده کې دوه اؤ په هریپور اؤ مردان کې هم یو،یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG