د پاکستاني وسله والو غیر قانوني ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، په سوات کې هغه حمله منلې چې پکې د امن لښکر د مشر په شمول اته کسان وژل شوي دي.
پولیس وویل سوات په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېره اتو ته ورسېده ځکه چې د شورو، چهارشنبې، په ورځ د چاودنې د ځای نه د دریو نورو کسانو مړي وموندل شوو.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د سوات مرکزي ښار مېنګورې نه په اووه کلومېټره فاصله ډاګۍ کلي سره نژدې بم چاودنه کې د امن لښکر مشر ادریس خان، دوه پولیس او دوه ملکي کسان ووژل شوو.
د کانجو تاڼې اېس اېچ او محمد ایاز خان وویل د شورو، چهارشنبې، په ورځ د چاودنې د ځای نه د دریو نورو کسانو مړي وموندل شوو چې یو پکې د ماشوم مړی دی.
وېل کېږي چې ادریس خان ډاګۍ کلي ته د څه کار پسې تللی و او بېرته خپل کلي بره بانډې ته په لار و چې د ریموټ کنټرول دلارې پې بم چاودنه وشوه.
د محمد خراساني نومې د ټي ټي پي ترجمان په فېس بک خپله پاڼه وویل چې ډلې ادریس خان د طالبانو په مخالفت په هدف کړی.
په سوات کې د بم چاودنه په داسې حال کې شوې چې په تېرو څو هفتو کې د سوات په مختلفو غرنۍ سیمو کې د وسله والو د لیدل کېدو رپورټونه مخې ته راغلي وو او په سوات کې په لاریونونو کې ځايي خلکو د حکومت نه غوښتنه کړې وه چې سیمه کې د امن قایم کړي.
په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کې پاکستاني امنیتي ځواکونو په سوات کې د تحریک طالبان پاکستان خلاف عملیات وکړل او ويې وېل چې سیمه يې د وسله والو نه خالي کړې ده.
هم د نهې، سه شنبې، په ورځ د سوات پولیس وویل چې په چپریال سیمه کې د ټي ټي پي وسله والو د غیر حکومتي موبایل کمپنۍ د یو انجېنیر په شمول اووه کسان تښتولي دي.
په دې اړه د وسله والو څه دریځ مخې ته نه دی راغلی خو ځايي خبریالان وايي د وسله والو یو کمانډر په اډیو پېغام کې دړکه کړې چې د یو سیاسي ګوند د فعالانو په ګډون هغه خلک به په هدف کوي چې د حکومت سره مرسته کوي.