لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي په سوات کې د امن د یو بل فعال د وژلو ذمه واري منلې


په سوات کې دوه ورځې وړاندې د ځايي امن کمېټۍ مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې د هغه په ګډون پکې اته تنه وژل شوي وو. د دغه پېښې زمه واري هم ټي ټي پي منلې وه
په سوات کې دوه ورځې وړاندې د ځايي امن کمېټۍ مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې د هغه په ګډون پکې اته تنه وژل شوي وو. د دغه پېښې زمه واري هم ټي ټي پي منلې وه

د امن د یو لښکر په مشر د خونړۍ حملې وروسته کالعدم تحریک طالبان پاکستان ډلې د خېبرپښتونخوا په سوات سیمه کې د مقامي امن کمېټۍ يو غړی په ډزو د وژلو ذمه واري منلې ده.

د سوات د چارباغ تاڼې محرر امجدعلي وي او اې ډيوه ته وويل، د چارباغ تاڼې په حدودو دکوړک سيمه کې نامعلومه مسلح کسانو د پوخ عمر تن محمد شيرين په ډزو ووژلو.

نوموړي وویل، د وژل شوي تن د زوی په مدعيت کې د پېښې مقدمه درج شوې او په مقدمه کې يې زوي ويلي چې پلار يې د ماسخوتن د نمانځه نه بيرته کور ته روان و چې په لار کې ورته کسان ناست وو ډزې يې پرې وکړې او ويې وژلو.

د امجدعلي په خبره، په اېف ايي ار کې ويل شوي چې محمد شيرين وړاندې د ځايي امن کمېټۍ په نوم جوړې [ويلج ډيفنس کمېټۍ] غړی وو.

ټي ټي پي د دغه تن د وژلو زمه واري منلې ده.

په سوات کې دوه ورځې وړاندې د ځايي امن کمېټۍ مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې د هغه په ګډون پکې اته تنه وژل شوي وو. د دغه پېښې زمه واري هم ټي ټي پي منلې وه.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په سوات کې د بدامنۍ د تازه پېښو پرضد او سيمه کې د امن دپاره احتجاجي مظاهره شوې ده.

د مينګورې په نشاط چوک کې مظاهره کوونکو په لاسونو کې بېنرې اوچتې کړې وې چې پرې ليکل شوي وو مونږ په خپله سيمه امن غواړوو.

د احتجاج کوونکو په وېنا سوات د 2007 نه تر 2009 پورې د بدامنۍ سره مخ پاتې شوی دی د سيمې خلک نور په سوات او ملاکنډ کې امن غواړي.

په 13 ستمبر د سوات د مټې تحصیل نه د يوې موبايل کمپنۍ 10 کسان تښتول شوي چې پکې د پوليسو په وېنا اته تنه خوشي کړی شوي او دوه تنه اوس هم لا بې درکه دي.

هم په دغه ورځ د سوات د خوازه خېلې سره تعل لرونکي د مسلم ليګ ن ګوند د صوبايي اسمبلۍ غړي زوي پوليسو ته رپورټ کړی چې پلارته يې د تحریک طالبان پاکستان په نوم یو تن د پېسو دپاره ټيليفون کړی او د پېسو نه ورکولو په صورت کې يې ورته د ځاني تاوان ګواښ کړی دی.

خو ټي ټي پي مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ويلي وو چې دوی د چا نه په زوره پېسې نه غواړي او نه د تاوان دپاره څوک تښتوي.

په شپږم ستمبر د سوات سي ټي ډي پولیسو سره يوه مقدمه درج شوې چې پکې ويل شوي وو د مټې د بالاسور نه يو تن تښتول شوی او د تحریک طالبان پاکستان په نوم ترې د يو کروړو روپو تاوان غوښتنه شوې ده.

د سي ټي ډي پوليسو وي او اې ډيوه ته ويلي وو د دغه پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

په سوات کې دا تازه پېښې په داسې حال کې شوي چې په اتم اګست په مټه تحصيل کې د وسله والو ښکاره کېدو، پوليس او پوځي افسر د نيولو ويډيو په ټولنيزو رسنيو خپره شوې او بيا د سيمې خلکو د امن دپاره احتجاج کړی وو.

په 13 اګست د خېبرپښتونخوا پولیسو ويلي وو، "مونږ د عامو خلکو په دې اندېښنه خبر يو چې د سوات حالات د کال 2008/09 وخت ته بيرته تلی شي کله چې وسله والو په سيمه کې د خپل شريعت د لارې واک کولو".

پوليسو ويلي وو "د خېبرپښتونخوا پولیس خلکو ته باور ورکوي چې مونږ په حقيقت خبر يو چې د سوات ځینې کسان چې وړاندې په افغانستان کې اوسېدل اوس د سوات په لرې پرتو غرونو کې شتون لري".

او هم په 13 اګست بيا پوځ ویلي وو "چې په سوات کې د ناقانونه ډلې ټي ټي پي د وسله والو په لویه کچه د شتون په اړه په ټولنیزو رسنیو یوه غلط فهمي پیدا کړل شوې ده او داسې رپورټونه له مبالغې ډک او تیر ویستونکي دي".

خو پوځ زياته کړې وه، "د سوات او دير په لرې غرونو کې په کمه شمېره کې د وسله والو موجودګي ليدل شوې خو په ظاهره دا هغه خلک دي چې د افغانستان نه بيرته خپلو علاقو ته ابادېدو له راغلي وو د علاقې هر ډول څارنه کيږي او وسله وال به په هيڅ صورت ونه زغمل شي".

تحریک طالبان پاکستان د پاکستان په پوځ، پوليسو او نورو کسانو د بريدونوزمه وارۍ په داسې حال کې منلي چې د مې د میاشتې نه ټي ټي پي ډز بندي اعلان کړې او دغه ډز بندي د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال تر نامعلومه وخته پورې غځول شوې وه.

اوس چې ټي ټي پي زمه وارۍ مني نه خو ټي ټي پي او نه د پاکستان حکومت په رسمي ډول د مذاکراتو ختمولو په اړه څه ویلي دي خو څېړونکي وايي دغه ډز بندي په عملي توګه ختمه شوې ده.


  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG