لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي په ډیره اسماعیل خان کې د پولیس د وژلو ذمه واري منلې


د پرووا سرکل ډي اېس پي عابد اقبال وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې پوليس اهلکار محمد اسلم په علاقه کې د بېنظر انکم سپورټ دفتر ته ډیوټۍ له روان وو چې په موټر سايکل نامعلومه  وسله والو  په هدف کړو
د پرووا سرکل ډي اېس پي عابد اقبال وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې پوليس اهلکار محمد اسلم په علاقه کې د بېنظر انکم سپورټ دفتر ته ډیوټۍ له روان وو چې په موټر سايکل نامعلومه  وسله والو  په هدف کړو

د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعې ډیره اسماعیل خان کې د نامعلومه وسله والو په بريد کې يو پوليس اهلکار وژل شوی دی. چارواکي وايي پوليس اهلکار ډیوټۍ ته روان وو چې ډزې پرې شوي او وژل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان د دغه پېښې زمه واري منلې ده.

پولیس تايیدوي چې دا پېښه د زیارت، پنجشنبې، په سهار د ډیره اسماعیل خان په پرووا تحصیل کې شوې ده.

د پرووا سرکل ډي اېس پي عابد اقبال وي او اې ډيوه ته تاييد کړه چې پوليس اهلکار محمد اسلم په علاقه کې د بېنظر انکم سپورټ دفتر ته ډیوټۍ له روان وو چې په موټر سايکل نامعلومه وسله والو په هدف کړو.

د پوليس افسر په وېنا دا د ترهګرۍ پېښه ده. د پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

پولیس وايي د پېښې وروسته نفري علاقې ته رسېدلې چې پکې هغه په خپله او د علاقې ایس اېچ او رفیق خان شامل دي او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

د ستمبر په دویمه د ډیره اسماعیل خان درابن سیمه کې یو پولیس اهلکار وژل شوی وو او د دغه پېښې زمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه. دا د حکومت سره د مزاکراتو په مهال د ټي ټي پي د اعلان شوې ډز بندۍ وروسته لومړۍ زمه واري وه.

د خېبر پښتونخوا د پولیسو د شمېرو ترمخه د روان کال جولایۍ د میاشتې پورې په صوبه کې د هدفي وژنو په پېښو کې 55 پولیس افسران او عسکر وژل شوي دي.

د پولیسو نه ترلاسه شوو شمېرو ترمخه په وژل شوو پوليس افسرانو کې دوه انسپکټران، دوه اسسټننټ سب انسپکټران ،پینځه ای ایس ایي افسران، درې حوالداران او 43 سپاهیان شامل دي.

د پولیس ریکارډ ښایي چې دې پېښو کې تر ټولو زیات 11 پولیس افسران او سپاهیان په ډیره اسماعیل خان کې وژل شوي او بیا ورپسې پېښور کې د یو انسپکټر او ایس اېچ او په ګډون 6افسران او سپاهیان وژل شوي دي.

د شمېرو له مخې د هدفي وژنو په پېښو کې په بنو کې پینځه، شمالي وزیرستان کې څلور،جنوبي وزیرستان دوه، نوښار او لکي مروت کې څلور، څلور،کرک کې دوه، هنګو کې دوه،کوهاټ کې یو، ټانک کې څلور، خېبر کې درې، صوابۍ کې دوه، باجوړ کې یو، چارسده کې دوه او په هری پور او مردان کې هم یو، یو پولیس عسکر وژل شوی دی.

ټي ټي پي په ډیره اسماعیل خان کې په پولیس د حملې ذمه واري په داسې حال کې منلې چې د خېبرپښتونخوا د حکومت ترجمان بېرسټر سېف د شورو/ چهارشنبې په ورځ [19 اکتوبر] په سوات پرېس کلب کې خبريالانو سره په خبرو کې وویل "د طالبانو مشرانو ته په خپل حيثيت کې خواست کوي چې هغه خلک چې ستاسو د حکم پابند دي، په سوات کې او ملک په کومه برخه کې هم دي او مسلح دي او په خلکو کې ترې ويره خوره شوې ده هغه واپس وغواړي، د امن موقع دې ورکړی شي".

او په اسلام اباد کې د څېړنې ادارې پاکستان انسټېټیوټ فار پیس سټډیز PIPS په خپله فېس بک پاڼه خپور کړی شوي رپورټ کې ويلي، د 15 اګست 2021 نه تر 14 اګست 2022 پورې په پاکستان کې 250 ترهګر بريدونه شوي 433 کسان پکې وژل شوي او 719 پکې ژوبل شوي دي. او په دې موده کې د تير کال په مقابله کې د وژنو شرح هم 47 فيصده زياته شوې ده

د PIPS په رپورټ کې ويل شوي د تېر اګست راهسې د روان کال اګست پورې يو کال موده کې تر ټولو زيات بريدونه په خېبرپښتونخوا کې شوي او په 156 بريدونو کې 286 کسان وژل شوي دي، په بلوچستان صوبه کې په 79 بريدونو کې 127 کسان وژل شوي او په دې موده کې په اسلام اباد او پنجاب صوبه کې په شپږو بريدونو کې 12 او په سيند کې په نهه بريدونو کې اته کسان وژل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د روان کال په لومړو کې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي وو، په اګست 2021 کې چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه ناڅاپه ووتل او د هغې له امله د حالاتو نېغ اثر د پاکستان په امنیت شوی او پاکستان دغه حالات څاري.

د پاکستان د پوځ وياند ويلي وو، په پاکستان کې چې کوم وسله وال، بريدونه او ترهګري کوي پرضد به يې عمليات کولی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG