لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي په جنوبي وزیرستان کې د جاسوسۍ په الزام د اېف سي عسکرد وژلو دعوه کړې


د ناامنۍ پرضد په ټانک ضلع کې نن احتجاجي مظاهره شوې چې پکې د ترهګرۍ د پېښو غندنه شوې او د امنیت د ټینګښت غوښتنه یې کړې وه
د ناامنۍ پرضد په ټانک ضلع کې نن احتجاجي مظاهره شوې چې پکې د ترهګرۍ د پېښو غندنه شوې او د امنیت د ټینګښت غوښتنه یې کړې وه

د خېبرپښتونخوا په بر جنوبي وزیرستان ضلع کې د ملېشې [اېف سي ] ځواک عسکر وژل شوی، تحریک طالبان يې زمه واري منلې چې د جاسوسۍ په تور يې وژلی دی.

پرون ټانک ضلعې سره تړاو لرونکی دیني عالم مړی په داسې حال موندل شوی چې تشدد پرې شوی او سر یې له تن څخه جدا کړی شوی وو.

د ناامنۍ دې پېښو پرضد او امن د پاره د ګل، دوشنبې، په ټانک ضلع کې احتجاجي مظاهره وشوه.

پولیس په سیمه کې د تشدد ورستۍ پېښې تاییدوي او وایي دا د بر جنوبي وزیرستان شکتوی او د لکي مروت ضلعې ټانک سره سره په پوله پیزو سیمو کې شوي دي.

د بر جنوبي وزیرستان د پولیسو چارواکي وایي نیک محمد نومي تن چې د ملېشې ځواک عسکر وو او په رخصت کور ته تللی وو، په شپږمه جنورۍ د کور نه نامالومه کسانو تښتولی او نن یې مړی موندل شوی دی.

د پولیسو په وینا کورنۍ یې په چا دعوه داري نه ده کړې او دا د ترهګرۍ پېښه ده.

تحریک طالبان پاکستان یې زمه واري اخستی او په جاري کړي بیان کې په هغه پوځ او استخبارتي ادارو د جاسوسۍ تور پورې کړی دی.

شکتوی د بر جنوبي وزیرستان د شمالي وزیرستان ګړیوم او د بنو جاني خېل سره پوله لري او دې ځای ته تر اوسه د میډیا رسد نه کیږي.

د دې ترڅنګ پولیس چارواکي وایي تیره ورځ د ټانک او لکي مروت ترمینځ پیزو سیمه کې د یو دیني عالم مفتي محمد نور مړی په دې داسې حال موندل شوی چې په تن یې د تشدد نخښې وې او سر یې د تن څخه جدا کړل شوی وو.

تر دې مهاله دې پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

پولیس وایي د وژل شوی تن تړاو د ټانک ضلعې چیسن کڅ سیمې سره وو او په علاقه کې خپله دیني مدرسه لرله چې پکې ماشومانو ته دیني زدکړو ورکولو ترڅنګ د یو جماعت امامتي کوله.

تیره اونۍ په تانک ضلع کې یو وکیل او ضلعې د وکیلانو اتحادیې عمومي سیکتر په یو هدفي برید کې وژل شوی وو. په ټانک ضلع کې تیره میاشت د دوو کسانو نه سرونه له تن څخه جدا کړل شوي وو..

د ناامنۍ پرضد په ټانک ضلع کې نن احتجاجي مظاهره شوې چې پکې د ترهګرۍ د پېښو غندنه شوې او د امنیت د ټینګښت غوښتنه یې کړې وه.

په ننۍ مظاهره کې نزدې د هر سیاسي ګوندونو او غیر سیاسي ډلو برخه اخستې ده.

احتجاج کونکي وایي په علاقه کې د ناامنۍ سره مخ دي چې پکې د پېسو د پاره خلکو تښتول او د هدفي پېښو ترڅنګ د کاروباري خلکو نه قلنګ اخستل شامل دي.

یو احتحاج کونکي ندیم عوام دوست وویل په علاقه کې د تل پاتې امن غوښتنه کوي او وایي که حکومت وغواړي په یوه ورځ کې دغلته امن پر ځایې کولی شي.

د احتحاج یو بل ګډون وال شیخ نصیر وویل د دوی دا مظاهره ریاستي ادارارو ته دا پیغام ورکول وو چې که چرې د امن غوښتنه یې نه منل کیږی بیا احتجاجي پرلت پېل کوی.

د علاقې پولیس وایي حالات په قابو کې دي دغلته پولیس د خلکو د تحفظ د پاره ګشتونه کوي او چاته د علاقې د امن خرابولو اجازه نه ورکوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG