لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان : د ډزو په پېښه کې طالب کمانډر سره د ملگرو وژل شوی


د ازادو سرچينو او د تحريک طالبان پاکستان لخوا په رسمي ډول د دغې پېښې پخلی نه دی شوی
د ازادو سرچينو او د تحريک طالبان پاکستان لخوا په رسمي ډول د دغې پېښې پخلی نه دی شوی
د راپورونو ترمخه د قبائيلي سيمي جنوبي وزيرستان په شکتوي سيمه کې نامالومه وسله والو په يوگاډي ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يې گاډي کې سواره څلور کسان وژل شوي دي .
سرچينې وايې د ډزو دغه پېښه چې د جنوبي وزيرستان په شکتوي کې رامنځته شوې ده ، پکې د تحريک طالبان پاکستان د پخواني وژل شوي مشر حکيم الله محسود د پلوي ډلې شهريار محسود گروپ يو کمانډر کاشيد محسود او د هغه درې محافظ وژل شوي دي .
خو د ازادو سرچينو او د تحريک طالبان پاکستان لخوا په رسمي ډول د دغې پېښې پخلی نه دی شوی .
د سيمي څخه سرچينو د گل په ورځ وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي طالب کمانډرکاشيد محسود سره د ملگرو د جنوبي وزيرستان شکتويې سيمې ته په گاډي کې تلی ؤ ، او هغه په دغو ډزو کې سره د ملگرو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی .
راپورونه وايې دغه پېښه د وسله والو طالبانو د حکيم الله محسود پلوي ډلې شهريار محسود گروپ او بل طالب مشر ولي الرحمان پلوي کمانډر خان سيد سجنا د ډلو ترمينځ نښتې په نتيجه کې مخې ته راغلي ده .
وئيل کيږي خان سيد سجنا د حکومت سره د روغې جوړې د خبرو پلوي او شهريار محسود د مذاکراتو مخالفت کوي .
د فرورۍ د مياشتې په ۲۴م نېټه د شمالي وزيرستان د مرکز ميران شاه سره نزدې درگه منډۍ سيمه کې يو بل مهم طالب کمانډر عصمت الله شاهين بېټنی سره د درې ملگرو په ډزو وژل شوی ؤ .
عصمت الله شاهين بيټنی د ټي ټي پي د مشر حکيم الله محسود په ډرون کې د وژنې وروستو د لږې مودې دپاره د طالبانو مشر جوړ کړی شوی ؤ او هغه د حکيم الله محسود پلوي ؤ .

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG