لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړوونکي:  فاټا د بحالۍ دپاره د ټي ټي پي د غوښتنې په سر د حکومت او د ټي ټي پي خبرې ودرېدلي دي


د ټي ټي پي سرچينو ډيوه ته ويلي د خبرو اترو بيا پېل کېدو او اعتماد سازۍ د پاره د قبايلي مشرانو او علماو سره جرګې روانې دي، خو د زيارت ورځې پورې لا هم خبرې بيا نه دي پېل شوي، پاکستاني چارواکو هم ميډيا ته ويلي چې طالبانو سره یې خبرې ودرېدلي دي
د ټي ټي پي سرچينو ډيوه ته ويلي د خبرو اترو بيا پېل کېدو او اعتماد سازۍ د پاره د قبايلي مشرانو او علماو سره جرګې روانې دي، خو د زيارت ورځې پورې لا هم خبرې بيا نه دي پېل شوي، پاکستاني چارواکو هم ميډيا ته ويلي چې طالبانو سره یې خبرې ودرېدلي دي

د تحريک طالبان پاکستان سرچينو ويلي د پاکستان حکومت سره يې خبرې ودرېدلي دي. څيړونکي وايي خبرې د قبايلي ضلعو پخواني حالت ته واپس کولو د ټي ټي پي د غوښتنې په سر ودريدلې دي.

د ټي ټي پي سرچينو ډيوه ته ويلي د خبرو اترو بيا پېل کېدو او اعتماد سازۍ د پاره د قبايلي مشرانو او علماو سره جرګې روانې دي، خو د زيارت ورځې پورې لا هم خبرې بيا نه دي پېل شوي، پاکستاني چارواکو هم ميډيا ته ويلي چې طالبانو سره یې خبرې ودرېدلي دي.

څيړونکی او خبريال احسان ټېپو وايي په تېرو لسو مياشتو کې د ټي پي پي سر مذاکرت وخت په وخت ودريدلې خو بيا پېل شوي دي، موجوده وخت د خبرو ودرېدو علت د ټي ټي پي لخوا د قبايلي ضلعو پخواني حالت ته واپس کولو غوښتنه ده او د دې ترڅنګ طالبان غواړي چې د خپلې تنظيمي ډهانچي سره خپلو علاقو ته واپس شي خو دا دواړه خبرې د پاکستان حکومت د پاره منل ګران ښکاري.

د ټي ټي پي سره د خبرو په اړه د اطلاعاتو مرکزي وزيرې مريم اورنګزېب په درېم جون ویلي وو،"د کال 2021 د اکتوبر په مياشت کې دا خبرې پېل شوې وې، دا خبرې په حکومتي کچه روانې دي د افغانستان حکومت يې سهولت کاري کوي او په دې کې حکومتي او پوځي استازي شامل دي.

په 22 جون هم د پاکستان لوړ پوړي حکومتي او پوځي چارواکو د يوې غونډې وروسته په خبر پاڼه کې ويلي شوي وو د ټي ټي پي سره خبرې به د ايين په رڼا کې او فېصله به د پارليمان د منظورۍ سره کيږي.

څيړونکي او خبريال طاهر خان ډيوه ته وويل د پاکستان حکومت او طالبانو ترمېنځه خبرې په مکمله توګه نه دي ودريدلې، دا د قبايلي ضلعو او ملاګنډ ډويژن نه ليږل شوې جرګې د قبايلي ضلعو پخواني حالت ته واپس کولو غوښتنې د پاره د ټي ټي پي نه وخت اخستې وو، او دا اوس خبرې هم په هغه ترڅ کې ولاړې دي.

احسان ټيپو وايي د ټي ټي پي د تنظيمي ډهانچې سره واپسي او د قبايلي ضلعو انضمام د واپسې غوښتنو ته پاکستاني حکومت تيار نه ښکاري او نه ټي ټي پي د خپلو غوښتنو نه په شا کيږي، نوموړي ويل که چرته د دې له وجې خبرې اترې ناکامه کيږي نو يو ځل بيا د امنيت وضع خرابېدی شي.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي دي او بيا د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.

خو څيړونکي وايي دا ځل ټي ټي پي سره خبرې د نور کله نه مختلفې دي. د دوي خبرې په داسې حال کيږي چې ټي ټي پي په پاکستان کې کومې قوي ځالې نه لري، دوي زياتره په افغانستان کې موجود دي، او د افغان طالبانو په مينځګړي توب خبرې کيږي.

د څيړونکو په خيال، د خبرو نتېجې ته رسيدل به وخت وغواړي خو د کاميابۍ امېدونه يې د نور کله به نسبت زيات دي.

د طالبانو سره خبرو ته که يو خوا ته په ښه نظر کتل کيږي نو بلخوا يې مخالفت هم کيږي او په پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن د پارليمان پرته په دې نيوکې کوي او ډېر خلک بيا په دې نظر دي په ارمي پبلک سکول کې په وژنو ککړې ډلې سره دې مذکرات ونه کړی شي.

خو پاکستاني چارواکي وايي چې د مزاکراتو مقصد امن ته يوه بله موقع ورکول دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG