لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني طالبانو حکومت سره خبرو نه انکار کړى


مولوي فضل الله د طالبانو دمشرولۍ سمبالولو سمدستي وروستوهم حکومت سره د روغې جوړې د خبرو نه سکوټ انکار کړى ؤ
مولوي فضل الله د طالبانو دمشرولۍ سمبالولو سمدستي وروستوهم حکومت سره د روغې جوړې د خبرو نه سکوټ انکار کړى ؤ

د پاکستاني طالبانو د تحريک وياند شاهد الله شاهد وئيلي ، موجوده حکومت هم د پخوانو حکومتونو په څير د امريکې گوډاگی ، د ډالرو وږی او کمزوری دی . هغه وئيلي طالبان په دې خبر دي چې حکومت په پټه د پوځي عملياتو منصوبې جوړوي خو طالبان د دغو حملو مقابلې ته تيار دي

دپاکستاني طالبانو تحريک د نهې په ورځ د وزير اعظم نواز شريف په مشرۍ د کابينې د قومي سلامتۍ په غونډه کې طالبانو سره د مذاکراتو شوې پريکړې رد کړې اؤ وئيلي يې حکومت سره به خبرو ته نۀ کښيني.
د رائټر خبري ادارې د رپورټ ترمخه د پاکستاني طالبانو د تحريک وياند شاهد الله شاهد وئيلي موجوده حکومت هم د پخوانو حکومتونو په څيرد امريکې گوډاگی ، د ډالرو وږی او کمزوری حکومت دی .
هغه وئيلي طالبان په دې خبر دي چې حکومت په پټه د پوځي عملياتو منصوبې جوړوي خو طالبان د دغو حملو مقابلې ته تيار دي .

شاهد الله شاهد وئيلي دوي خوشحاله دي چې حکومت پوځي عمليات پېل کړي . مونږ وړاندې هم پوځي عمليات ليدلي او مقابله مو کړی ده او وس هم په دې انتظار يُو .
له دې وړاندې د تحريک طالبان پاکستان مشر مولوي فضل الله پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې حکومت سره امن مذاکرات بې معنې دي اؤ گواښ يې کړى ؤ چې د پاکستان د حکومت ختمولو او شرعي نظام د نافذ کولو دپاره به جدوجهد جاري ساتي .
د نومبر د مياشې په لمړۍ نېټه شمالي وزيرستان کې د ډرون په بريد کې د پاکستاني طالبانو د مشرحکيم الله محسود د وژنې وروستو مولوي فضل الله د پاکستاني طالبانو د تحريک نوى مشر ټاکل شوی دى .
مولوي فضل الله د طالبانو دمشرولۍ سمبالولو سمدستي وروستوهم حکومت سره د روغې جوړې د خبرو نه سکوټ انکار کړى ؤ .
د طالبانو وياند د مولوي فضل الله د مشر جوړيدو وروستو د هغه د خولې وئيلي وو
"پاکستان کې چې هر گوند حکومت ته ورسيږي نو مونږ سره ډبل گيم کوي ، تردې مهاله دامن مذاکراتو په نوم مونږ تيرويستې شو خو نور به نۀ تيروځو ".
د نهې په ورځ اسلام اباد کې د وزير اعظم نواز شريف په مشرۍ هيواد کې دامنيتت ټينگولو په غرض د کابينې د قومي سلامتۍ غونډه شوې وه چې پکې د وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز، د کورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان، د دفاع وزير خواجه اصف، د اطلاعاتو وزير پرويز رشيد اؤ دنورو وفاقي وزيرانو ترڅنگ د وزيراعظم ځانگړي مرستيال طارق فاطمي، خارجه سکتر جليل عباس جيلاني ، د وسله والو پوځونو، دائي ايس ائي اؤ انټلي جنس بيورو مشرانو اؤ دگډو ځواکونو د کميټې مشر هم گډون کړى وو.
د راپورونو ترمخه په دغه غوڼده کې پريکړه شوې وه چې هيواد کې دامنيت ټينگولو دپاره به د لمړي اپشن په توگه طالبانو سره مذاکرات کولى شي .
د قومي سلامتۍ دکميټې د غونډې وروستو د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار علي خان مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي وو . د ۱۲و کالو راسې ملک د انتهاپسندۍ ښکار دی او په دغې اړه کومه پاليسي نشته . مونږ چې کومه پاليسي راوړې ده د هغې مسوده نن په باضابطه توگه جوړه کړی شوه .
په دې کې درې خبرې شاملي دي . لمړۍ نکته به د قومي سلامتۍ په خاطر پټه ساتلی شي . دويمه د سټراټيجيکي معاملو په حواله ده ، چې موجوده حالات به مخ په وړاندې بوتلی شي يا د امن دپاره نورې لارې ولټول شي . دريمه اپرېشنل ده او په دې کې به د پاکستان لارې کوڅي محفوظې جوړولی شي .
چودهري نثار علي خان د سټراټيجيکې معاملو په اړه د ترسره شوؤ پرېکړو په اړه وئيلي ؤ ، چې د امن دپاره به د مذاکراتو لار خپلولی شي . خو که چرته طالبانو سره د مذاکراتو په لار کې کاميابي حاصله نه شوه ، نو بيا مونږ سره نورې نورې لارې هم شته .
سږکال د جون په مياشت کې داقتدار سمبالولو وروستو د نواز شريف حکومت هېواد کې دامنيت دټينگښت لپاره څو کرته ديوې جامع امنيتي تگلارې دمتعارف کولو اعلان کړى ، او حکومت د ستمبر په مياشت کې هم د ټولو سياسي گوندونو سره په مشورو تندلارو سره د مذاکراتو په شروع کولو اتفاق کړى ؤ خو دمذاکراتو دغه لړۍ دطالبانو مشر حکيم الله محسود د ډرون په يو بريد کې دوژل کيدو وروستو پرمخ يو نۀ وړل شوه.
پاکستاني طالبان په ډاگيز ډول وايي چې حکومت سره به خبرې نه کوي خو حکومت اصرار کوي چې دامنيت دټينگښت دپاره به طالبانو سره خبرو ته کښيني البته تردې دمه دپاکستان حکومت نۀ ده واضحه کړې چې دغه خبرې به د چا په منځگړتوب اؤ په کومو شرائطو کولى شي؟
په تيرو وختونو کې دپاکستان پوځ اؤ ځينو حکومتي چارواکو ضرور دومره وضاحت کړى دى چې طالبانو سره مذاکرات به د ائين په دائره کې دننه کيږي خو پاکستاني طالبانو هاغه مهال دپاکستان ائين غيرشرعي گرځولې ؤ اؤ وئيلي وؤ ددغه ائين په اساس خبرې نۀ بلکې د خپلو شرطونو په اساس
حکومت سره خبرو ته کښيناستى شي چې په دغو شرطونو کې د ټولو بندي طالبانو خوشې کول، هغوئ دپاره عامه بخښنه اعلانول، د قبائيلي سيمو څخه پوځ ويستل اؤ د ډرون بريدونو سمدستي اودرؤل شامل دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG