لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټي ټي پي دعمران خان د وژنې دپلان دعوه دروغ بللې، وایي سیاسي خلک د دوی په نخښه نه دي


عمران خان ویلي وؤ هغه سره پاخه ثبوتونه شته چې د وژنې ذمه واري یې دجنوبي وزیرستان دوؤ کسانو ته سپارل شوې ده
عمران خان ویلي وؤ هغه سره پاخه ثبوتونه شته چې د وژنې ذمه واري یې دجنوبي وزیرستان دوؤ کسانو ته سپارل شوې ده

پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي دپاکستان دپخواني وزیراعظم عمران خان دا دعوه دحقیقت نه لرې اؤ بې بنیاده بللې ده چې ګنې دهغه د وژنې هڅه روانه ده اؤ د جنوبي وزیرستان ځینو کسانو ته دهغې د وژنې ذمه واري سپارل شوې ده.

پخپل یو بیان کې دتحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني ویلي دهغوي جګړه نیغ په نیغه دپوځي اؤ استخباراتي ادارو سره ده اؤ نور سیاسي اؤ غیر سیاسي کسان اؤ ګوندونه یې تر هغې په نخښه نه دي چې له دې جګړې یې ځان په ډډه ساتلی وي.

څېړونکي وایي ټی ټي پي اؤ عمران خان دیو بل سره جګړه نه شي کولی نو ځکه دټي ټي پي له لوري دعمران خان د وژنې پلان جوړول امکان نه لري.

اوړمه ورځ دپاکستان تحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان دخپلو ویاندویانو سره لیدنه کې ویلي وؤ هغه سره پاخه ثبوتونه شته چې د وژنې ذمه واري یې دجنوبي وزیرستان دوؤ کسانو ته سپارل شوې ده خو نه یې وه په ډاګه کړې چې دغه دوه کسان څوک دي.

دعمران خان دې دعوې ته خپل غبرګون کې دتحریک طالبان پاکستان ویاند محمد خراساني دعمران خان دعوه بې اساسه بللې ده اؤ ویلي یې دي شا وخوا لس ورځې وړاندې هم ددې ګوند څو کسانو داسې بې بنیاده دعوې کړې وې.

دټي ټي پي بیان کې ویل شوي چې دا هرڅه دپوځ اؤ خفیه ادارو په نګرانۍ کې کیږي اؤ هغوئ غواړي چې دا شخص(عمران خان) په څه لویې مشکل کې واچوي اؤ له دې لارې خپل اهداف ترلاسه کړي.

دطالبانو ویاند ویلي د دوي پالیسي واضحه ده چې جګړه یې نیغ په نیغه دعسکري اؤ خفیه ادارو سره ده اؤ نورو سیاسي اؤ غیرسیاسي خلکو اؤ ګوندونو ته یې خبرداری ورکړی دی چې هغوئ باید له دې جګړې په ډډه پاتې شي.

ټي ټي پي وایي کوم ګوندونه اؤ افراد چې له دې جګړې په ډډه دي هغوي هیڅکله د دوي په نخښه نه دي.

څېړونکی اؤ خبریال محمود جان بابر وایي دده په اند ټي ټي پي اؤ عمران خان دیو بل سره جګړه نه شي کولی ځکه نو د ټي ټي پي له لوري د عمران خان د وژنې منصوبه هم نه شي جوړیدلی.

په ټویټر محمود جان بابر لیکلي چې عمران خان دخپلې وژنې په اړه دعوه کې دطالبانو نوم نه ؤ اخستی بلکې د وزیرستان یادؤنه یې کړې وه.

هغه وایي تر دې وړاندې هم د عمران خان د وژنې په سازش کې د کوچي نومي یو تن ذکر مخې ته راغلی ؤ خو وایي هغه بیا په درناوي سره بري شوی ؤ .

دمحمد جان بابر په وینا "نه ده معلومه چې هغه(عمران خانّ دا خوبونه چرته لیدلي دي"

عمران خان تر دې وړاندې هم دعوه کړې وه چې دهغه د وژلو لپاره دپاکستان پخواني صدر اصف علي زرداري یو ترهګر تنظیم ته پیسې ورکړې دي.

خو پخواني صدر اؤ دپیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري دعمران خان دا دعوه دروغ بللې ده اؤ دهغه د دعوې پرضد یې عدالت ته رجوع کړې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG