د پاکستان کالعدم وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، ویلي په اتمه فېبرورۍ د کېدونکو انتخاباتو په لړ کې په جلسو به حملې نه کوي او بریدونه یې د پوځ پورې محدودې دي.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ترمخه، ټي ټي پي په یو بیان کې وویل انتخاباتو او په دې کې د برخه اخیستونکو سیاسي پارټیو سره څه کار نه لري.
په خېبر پښتونخوا کې په وروستیو ورځو کې د ترهګرۍ یو شمېر پېښې شوي دي چې په کې د انتخاباتو امیدواران او امنیتي ځواکونه په نخښه شوي دي او د ټي ټي پي نه علاوه ځینو غېر معروفو ډلو د ځینو حملو ذمه وارۍ منلې دي.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د خېبرپښتونخوا مرکزي ښار پېښور کې په دوو وسلوالو بريدونو کې يو پوليس عسکر او یو سرکاري افسر ووژل شوو. په سمدستي توګه د بريدونو ذمه واري چا نه ده منلې.
ای پي وايي ټي ټي پي په انتخاباتو د حملو نه کولو خبره په داسې حال کې کړې چې د پاکستان نګران حکومت په اتمه فېبرورۍ کېدونکو ووټونو کې د حساسو پولېنګ سټېشنو د تحفظ دپاره د پوځ د ګمارلو فېصله کړې ده.
د رپورټ ترمخه، حکومت پوځ د ګمارلو فېصله د استخباراتي ادارو د دې خبرداري وروسته کړې چې وسله وال په انتخابي عمل حملې کولی شي.
په لسمه جنورۍ په شمالي وزيرستان کې ازاد اميدوار کليم الله د دوو ساتونکو ترڅنګ د نامعلومه وسله والو په ډزو ووژل شو.
څېړونکي وايي د پاکستان د اینده انتخاباتو دپاره په هلو ځلو کې د پخوا په شان ګرمجوشي نه لیدل کېږي او د خېبر پښتنخوا په ځینو برخو کې امیدواران وايي د امنیت د غېر یقیني صورتحال له امله امیدواران په ازاده انتخابي کېمپېن نه شي چلولی.
د باجوړ نه د صوبايي اسمبلۍ اميدوار مولانه خانزېب وي او ای ډیوه ته ویلي د باجوړ نه تر د وزیرستانه پورې سیمه کې حالات کېړکېچن دي او دا په "سياسي چاپيريال باندې ډير زيات اغېز لري."
په اتمه جنورۍ د باجوړپه ماموندو سيمه کې د سړک غاړې ښخ بم چاودنه کې اته پوليس اهکار ووژل شوو. په کوهاټ، بنو او ډي ايي خان ضلعو کې هم د وسله والو بريدونو کې پوليس اهکار په نخښه شوي دي.
د جنورۍ په دريمه نېټه په باجوړ کې د جميعت علما السلام انتخابي امیدوار خېر الله او په شمالي وزيرستان کې د نېشنل ډېموکرېټک مومنټ مشر محسن داوړ باندې بريدونه شوي دي. دواړه په بريدونو کې بچ وتلي.
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن په تکرار دا خبره کړې چې په اتمه فرورۍ به پرامنه، پاک او بې پلوا اتنخابات يقيني کوي.
د خېبر پښتونخوا نګران حکومت هم ويلي چې پرامنه او رڼو انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دي.
د ټي ټي پي د بیان په اړه اېسوسي اېټېډپرېس په خپل رپورټ کې وویل په پاکستان کې په تېرو وختونو کې د انتخاباتو په مهال تشدد شوی دی. په رپورټ کې په کال 2007 کې په راولپنډۍ ښار کې د انتخابي جلسې په مهال د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بهټو د وژل کېدو ذکر هم شوی دی.
ای پي وايي په تېرو څو کلونو او په خصوصي توګه د کال 2022 د نومبر په میاشت کې حکومت سره د ټي ټي پي د ډزبندۍ د ختمېدو وروسته په پاکستان کې د ترهګرۍ ګڼ شمېر حملې شوي دي.
د ای پي ترمخه په کال 2023 کې په پاکستان کې 500 ملکي کسان او هم په دغه شمېره کې د امنیتي ځواکونو غړي د ټي ټي پي، داعش او د نورو وسله والو ډلو په منل شویو حملو کې وژل شوي دي.
د پاکستان په سېنېټ کې په دریو قراردونو کې غوښتنه شوي وه چې د امنیت او د یخ موسم په سبب دې انتخابات وځنډول شي خو الېکشن کمېشن دغه غوښتنې رد کړې. دا هفته په اسلام اباد کې درې یونېورسټیانې بغېر د څه وجې ظاهرولو بندې کړی شوې دي. مطبوعات وايي دغه ګام د امنیت په سبب اخیستل شوی دی.
یادونه: د دې خبر دپاره ځینې معلومات د وي او ای ډیوه خبریال ارشد مومند د رپورټ نه هم اخیستل شوي دي
Forum