لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي د کرد سیمې یوه کلیسا د ارمینیانو د بحالي او د شناخت علامت


د ارمینیانو د قتل عام یو یادگار
د ارمینیانو د قتل عام یو یادگار

د ترکې د کرد ابادۍ په سیمه کې په یو وخت کې په لکونو د ارمینیائي نسل خلک اباد وو. خو په کال نونسوه پنلسم کې په ترکي کې د سلطنت عثمانیه په دور کې د ارمینیانو نسل په دغه سیمه کې شا او خوا نیست او نابود شو چې نړۍ ورته د ارمینیانو جینوسائډ یا بشروژنه وايي. په ورستیو ورځو کې ددغه سېمې په مرکزي ښار دیاربکا کې د ارمینیانو د یوې کلیسا بحالۍ او بیا پرانستل کیدلو هلته د ارمینیائي اقلیتي ټولنې امیدونه راوچت کړل. خو هم ددې سره سم په سیمه کې د ترکي ځواکونو او د کرد پې کی کی باغیانو ترمنځ جگړې د شورو کیدو دا خطرات راولاړ کړي چې ارمینیان به بې قصوره په دې جنگ کې گیر شي.

د سرپ گیریاگس په نوم بحال شوي د ارمینیائي اقلیت کلیسا تیر کال په دیابکا کې پرانستلی شوه. په دې موقع د دعا دستوره وشوه او د سیمې ارمینیائي اقلیت او د نورو علاقونو نه راغلي ارمینیان رایوځائې شول.

د کلیسا بیا پرانستل کیدل د ترکي ارمینیائي اقلیت د بیا ژوندي کیدو لوې علامت وگڼلی شو.

خو ددې ورسته د ترکي حکومت نه یوازې د سرپ گیریاگس بلکه د شپږو نورو کلیساگانو قبضه واخیسته چې د ارمینیائي ټولنې د راژوندي کیدو امیدونه يي نسکور کړل.

اد سرپ گیریاگس فاونډیشن گوفر ترکائی وايي په کلیسا د حکومت قبضي د تیرو وختونو ویرونکې یادونه راتازه کړې دي.

ښاغلی ترکائی وايي قانون کلیساگانې د حکومت قبضې ته ورکوي خو مامورین ددې تردید کوي، ارمینیانو ددې تجربه په کال نونسوه شپږدیرشم کې هم شوي ده کله چې د ټولنې ټول جائیدادونه قبضه کړی شول، ټولنه دې تجربې سره نابلده نه ده په ټولنه کې دا وخت ویره او تشویش موجود دی.

د تیرو څو میاشتو په جگړه کې د دیابکا قدیمې برخې ته نقصان رسیدلی دی خو اوس د ایچ ډي پي پارټۍ مقامي حکومت ښار ددې برخې د بحالۍ کار شورو کړی دی او د سرپ گیریاگس کلیسې په سر دا نوي لانجه يي هم ور په غاړه شوي ده. کلیسا هم د حکومت په مالي مرسته بحال کړی شوي ده. مقامي حکومت غواړي چې دیابکا دې یو وارې بیا د مختلفو نسلونو او مذهبونو مرکز شي.

سیاسي څیړونکې جنگیز اکتر وايي د ارمینیائي کلیسې بحالي علامتي اهمیت لري. ښاغلی اکتر وايي د نسل کشۍ نه وړاندې دیابکا د ارمینیائي اکثریت ښار و، اوس په مشکله څه خلک پاتې دي او د کلیسې د بحالۍ د لارې ارمینیان تشخص قائمول غواړي.

په ورستیو ورځو کې د ترکي امنیتي ځواکونو او د پې کی کی باغیانو ترمنځ جگړې د ارمینیائي اقلیت دپاره په جگړه کې د گیریدو خطرات راپیده کړې دي.

حکومتي مامورین ارمینیان د کرد باغیانو سره تړي او دیابکا کې ځائې په ځائې په دیوالونو د ارمینیانو خلاف نعرې لیدلی کیدی شي. ویل کیږي دا نعرې د ترکي امینتي ځواکونو لیکلې دي.

د دیابکا ارمینیائي ټولنې غړي وايي په ویره او تشویش کې ژوند کوي. د ټولنې یو غړی چې خپل نوم نه څرگندیل غواړي وویل کوم څه چې په کال١٩١٥ کې د ارمینیانو سره شوي هم هغه حال اوس د کردانو دی، هم هغه منتق او ذهنیت دی، قتل عام او وژنې دي.

حکومت او د پې کی کی باغیانو ترمنځ په سیمه کې ډز بندۍ دا امید راڅرگند کړی و چې علاقه به بیا د مختلفو نسلونو او مذهبونو مرکز شي خو اوس مبصرین خبرداری کوي چې سیمې ته د جنگ بیرته راتگ د ارمینیانو امیدونه په خوف کې بدلولی شي.

یادگیرنه: د رپورټ د دیاربکا نه د وي او ای خبریال ډوریئن جونز رالیږلی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG