لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي انتخابات: د صدر اردوان حکومتي ګوند د ماتې سره مخ شوی


د ترکي صدر رجب طیب اردوان واکمن ګوند د اتوار په ورځ ترسره شوو ځايي یا مقامی ټاکنو کې د هیواد په مهمو ښارونو کې د ماتې سره مخ شوې، او لوې حکومت مخالفه سیاسي ګوند په سر ښار انقره کې ګټې ته نژدې شوی.

د ترکي په اقتصادي مرکز او د ابادۍ لوې ښار استنبول کې د صدر اردوان او مخالفه سیاسي ګوند تر منځه سخته مقابله شوې او مخالفه ګوند دغلته د ګټې دعوه هم کړې.

صدر رجب طیب اردوان په استنبول کې خبریالانو سره د خبرو په وختمنلي، سیاسي ګوند جسټس اېنډ ډیویلپمنټ پارټي (ای کی پي) په انتخاباتو کې د ماتې سره مخ شوی، خو نوموړي ژمنه کړې د دغه انتخاباتو نه به زده کړه کوي.

نوموړي ویلي: ٫٫ مونږ ځنې ګټې کړي او د بیلات سره هم مخ شوي یو٬٬ په دغه مهال صدر اردوان ژمنه کړې چې د اقتصاد ښه کولو لپاره به ډیر زر ګامونه پورته کوي.

د ترکي په انتخاباتو نظر ساتونکي یو شمیر څیړنکاران ګڼي د صدر اردوان لخوا د خپل مخالفه ګوند ریپبلکن پیپلز پارټۍ (سي اېچ پي) په اړه روایتي بیانونو نه ډډه کول ښايي صدر اردوان په سر ښار کې ماتې منلې.

د انقرې ښار نه د سي اېچ پي ګوند کاندید منصور یاواس ښکارې ډیر په لږه شمیره د ګټې اعلان وکړي. د سر ښار په مرکز کې خپلو زرګونو پلویانو ته د وینا په وخت منصور یوه زړه ګټونکې وینا کړې او ویلي يې دې د مخالفه ګوند ای کی پي ګوند سره تعلق لرونکي کارکونکو ته به هیڅ هم نه وېل کیږي. نوموړي په خپله وینا کې ژمنه کړې د ښار اولس ته به د اسانتیاوو پیدا کولو لپاره هڅې کوي.

په انقره کې بیا د انتخاباتو نتیجې لانجمنې وې. د صدر اردوان ګوند ای کی پي کاندید بېنیالي یلدریم په یوه لنډه شان وینا کې د بریا اعلان کړی. خو د هغې سمدستي وروسته بیا د سي اېچ پي کاندید اکرام اماموغلو ځوابي وینا وکړه او زیاته يې کړه چې په دې وخت کې د ګټې اعلان کول د شرم کار دی. نوموړي ویلي چې په نتیجو کې د څو زرو رایو فرق دی او لا هم د ګڼو سیمو نه نتیجې نه دي راغلي.

ښاغلي اماموغلو په خپلو پلویانو غږ کړی چې راتلونکې ۴۸ ساعته دې ويښ پاتې شي او خبرداری يې ورکړی چې ګټه يې غلا شوې.

په استنبول ښار کې تر دې دمه ۹۸.۵ سلنه رايې حساب شوي خو تر اوسه نتیجې نه دي اعلان شوي او نه هم په دغې اړه څه معلومات ورکړل شوي. تر اوسه چې په کومو برخو کې رايې شمیرنه نه ده شوې هغه د سي اېچ پي قوي مرکزونه ګڼل کیږي.

د انقرې او استنبول پرته ای کی پي ګوند په ګڼو نورو ښارونو کې د ماتې سره مخ شوی او په یو شمیر نورو ښارونو کې بیا په ډیرو کمو رایو بری ترلاسه کړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG