لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ارمینایانو د قتل عام په موضوع جرمني د ترکي قهر راپارولی


د ارمینایانو د قتل عام یا جینوسایډ یادگار
د ارمینایانو د قتل عام یا جینوسایډ یادگار

د جرمني پارلیمنټ یو قرار داد منظور کړی چې پکې په وړمبي عالمي جنگ کې په ترکي کې د سلطنت عثمانیه په دور کې د ارمینایانو وژل کیدل یا قتل عام د جینوسایډ په توگه تسلیم کړی دی. د قرارداد په جواب کې انقره د برلن نه خپل سفیر بیرته رابللی دی او د ترکي صدر رجپ طیب اردوان جرمني ته د سخت جواب ورکولو لوظ کړې دی.

صدر رجپ طیب اردوان چې دا مهال د کینیا په دوره دې، وویل د جرمني د پارلیمنټ اقدام ته به جواب ورکوي. صدر اردوان وویل د جرمني د پارلیمنټ قرارداد به د ترکي او د جرمني په تعلقاتو سنگین اثرات وغورځوي، جرمني نه د ترکي د سفیر بیرته رابللو ورسته به په دې خبره غور کولی شي چې انقره به څه قسمه ردعمل ښائي.

ترکي د حکومت ترجمان نومان کورتولمش د جرمن قرارداد تاریخي غلطي بولي او وايي ترکي به په مختلفو شکلونو کې جرمني ته جواب ورکوي.

ترکي د جرمني سره د نورو هیوادونو نه زیات تجارتي تعلقات لري او جرمني د دیرش لکه ترکن نسل جرمنیانو کور دی نو ځکه د اسنتبول د سلیمان شاه یونیورسټۍ د سیاسیاتو د څانگې استاز جنگیز اکتر وايي ترکي سره جرمني ته د سخت ردعمل ښودلو ډیرې لارې گودرې نیشته.

ښاغلي چنگیز اکتر وايي د ترکي او د جرمني تعلقات دومره ژور دي چې د جرمن د پارلیمنټ قرارداد پرې څه اثر نشي غورځولی خو د هیواد دننه به د قام پرستۍ دعوې وشي او د ترکي مامورین به ددې نه زیات نور څه گام اخیستلو نه ډډه وکړي.

ترکي د ارمینایانو د جینوسایډ یا د قتل عام خبره په سختۍ ردوي، وايي دغه مرگونه په خانه جنگۍ کې شوي دي. ترکي دا هم وايي دا دعوه چې په قتل عام کې ١٥ لکه کسان وژل شوې دي، هم د حقیقت نه زیاته شمیره ده. د ترکي خارجه وزیر ماولیت چاوچوگلو ویلي د ارمینایانو د قتل عام په اړه د قرارداد د لارې جرمني خپل ماضي پټول غواړي.

د جرمني سره د ترکي لانجه په داسې وخت راپورته شوي ده چې ترکي یورپ سره د مهاجرینو د ورتگ په لړ کې مرسته کوي. ترکي د مرستي تر ټولو زیاته گټه جرمني ته رسي. څیړونکې وايي ددې خبرې امکان ډیر کم دی چې گني انقره به د کډوالو په اړه د یورپي هیوادونو سره شوي معاهده د برلن خلاف استعمال کړي. ترکي ددغه معاهدې په بدل کې خپلو شهریانو دپاره یورپ ته بغیر د ویزې د سفر غوښتنه کوي.

د ترکي د قام پرستانو دپاره د ارمینیانو د قتل عام دا مضوع ډیر حساسیت لري. خو د جمهوریت ورځپاڼې د سیاسي چارو کالم نگار سیمې ایدیز وايي په داسې حال کې چې ٢٠ هیوادونه د ارمینیانو د جینوسایډ یا د قتل عام خبره تسلیموي، په نړي واله کچه په دې مسله د ترکي په تنهايي کې اضافه شوي ده او دا چې د ترکي د سیاسي رهبرانو پښې ماضي ښکیل کړې دي.

ښاغلی ایدیز وايي دا موجوده صورتحال د غلطې رويي دلاسه دی او دغه رویه د حقیقت نه سترگې اړول یا د حقیقت تردید کول دي.

تر څو کلونو وړاندې پورې به په ترکي که چا دا ویل چې گني د ارمینیانو قتل عام شوی دی نو عدالت به پرې مقدمه چلوله. په کال ٢٠٠٧ هرانگ ډنک چې د ارمینیايي نسل ترک وو او د یو اخبار مدیر وو په دې خبره یو قام پرست ترک ووژلو چې په يي ترکي د خپل ماضي د تسلیمولو غږ کړی و.

مبصرین وايي په ترکي کې اوس خلک په ازاده توگه د هیواد د ماضي ددغه لانجمنې مسلې په اړه خبرې اترې کولی شي خو کتنه به دا وي چې د صدر اردوان د قامۍ پرستي د جذبات راپارولو په مخ کې دا بحثونه تر نور څومره وخت پورې روان پاتې کیدلی شي؟

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG