لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ترکي کې د زرگونو په شمېره کې کډوال یونان د تگ په تکل کې د یونان په سرحد جمع شوي


د یونان د ساحلي تحفظ ادارې د چارواکو په وینا یونان ته په لاره ماشوم په داسې حال کې مړ شو چې د ترکي صدر رجپ طیب اردوان تېره هفته یورپ ته د تلونکو خلکو په لاره کې د قدغنونو نرمولو اعلان وکړو او د زرگونو په شمېره کې کسان یورپ په لورې روان شو
د یونان د ساحلي تحفظ ادارې د چارواکو په وینا یونان ته په لاره ماشوم په داسې حال کې مړ شو چې د ترکي صدر رجپ طیب اردوان تېره هفته یورپ ته د تلونکو خلکو په لاره کې د قدغنونو نرمولو اعلان وکړو او د زرگونو په شمېره کې کسان یورپ په لورې روان شو

د یونان پولیس د گل، دوشنبې، په ورځ د ترکي نه هېواد ته داخلېدونکو خلکو د منع کولو دپاره د اوښکو گیس وچلولو او یو ماشوم هغه وخت مړ شو چې یونان ته د کډوالو تلونکي بېړۍ په سمندرې کې لاهو شوه.

ترکي یونان او د یورپ نورو ملکونو ته تلونکو کډوالو دپاره لارې پرانېستلې دي او په ترکي کې د یونان په سرحد د زرگونو په شمېره کې هغه کډوال جمع شوي دي.

د ایسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې ترمخه یونان ته د ترکي نه اوړېدونکو کډوالو کې د یونېورسټۍ ٢٢ کلن زدکونکی کریمي خال محمد هم شامل و. هغه ای پي ته وویل د په افغانستان کې د طالبانو په زندان کې یې وخت تېر کړی دی او جرمني ته د تلو اراده لري.

د یونان مامورینو هېواد ته ور اوړېدونکي کډوال نیول او په موټرو کې یې د سرحد نه نورو ځایونو ته منتقل کول.

د یونان د ساحلي تحفظ ادارې د چارواکو په وینا یونان ته په لاره ماشوم په داسې حال کې مړ شو چې د ترکي صدر رجپ طیب اردوان تېره هفته یورپ ته د تلونکو خلکو په لاره کې د قدغنونو نرمولو اعلان وکړو او د زرگونو په شمېره کې کسان یورپ په لورې روان شو.

د دې نه وړاندې به ترکي د یورپ نورو هیوادونو ته تلونکي خلک په خپل سرحد ایسارول.

ای پي وايي داسې ښکاري چې ترکي په یورپ فشار زیاتولو دپاره دغه گام پورته کړی دی چې یورپ ورسره د شام د جگړې له امله بې کوره شویو خلکو په مرسته کې نور کومک وکړي. په شام کې جگړه د ترکي په جنوبي پولې روانه ده.

ترک صدر اردوان د گل، دوشنبې، په ورځ وویل یورپي مشرانو د هغه سره خبرې شروع کړي دي او غوښتنه کوي چې خپله فیصله بیرته واخلي. اردوان وویل یورپي مشران یې خبر کړل چې سرحد اوس ازاد دی او یورپ ته د تلونکو خلکو شمېره به زر مېلینونو ته ورسېږي.

ای پي وايي د گل، دوشنبې، په ورځ په زرگونو خلک ترکي نه یونان ته د رسېدو په سفر وو خو یونان خپل سرحد تړلی و. کډوال په سرحد د لگېدلو خنډانو نه د تېرېدلو کوښښونه کول، ځیني خلکو د ترکي او یونان ترمنځ د دریاب نه د تېرېدلو کوښښونه کول او نورو کسانو په سمندر کې د یویان جزیرو ته د رسیدو هڅې کولې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG