لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکي د کوئلي په درنگ کې چاؤدنه، د ۲۰۰ نه زيات کسان مړه شوي


له دې وړاندې هم په ترکي کې دغه رنگ پېښې رامنځته شوي دي ، او د کوئلې په درنگونو کې چاؤدنې شوي او مرگ ژوبله يې اړولې ده .
له دې وړاندې هم په ترکي کې دغه رنگ پېښې رامنځته شوي دي ، او د کوئلې په درنگونو کې چاؤدنې شوي او مرگ ژوبله يې اړولې ده .
د راپورونو ترمخه ترکي کې د کوئلې په يو درنگ کې چاؤدنه شوې ، چې پکې د ۲۰۰ نه زيات کسان مړه شوي دي ، او چارواکو پېښه کې د نورو مړو انديښنه څرگنده کړې ده .
دغه پېښه د نهې په ورځ د ترکي په لوئديزې سيمې صوما کې رامنځته شوې ده ، او راپورونه وايي درنگ کې د چاؤدنې له امله د مړو او ژوبلو راويستو دپاره امدادي کارونه اوس هم دوام لري .
د ترکي د توانائۍ وزير تانير يلديز مطبوعاتو سره خبرو کې وئيلي ، چې د چاؤدنې په وخت په درنگ کې ۷۸۷ مزدوران موجود وو ، چې پکې ۳۶۸ امدادي ټيمونو ژوندي راويستي ، او د هغه په وينا ۸۰ کسان پکې ژوبل دي .
نوموړي زياته کړې ، پېښه کې د نورو مړو اندېښنه ده ، اوپه درنگ کې د کاربن مونو اکسائيډ گيس د خوريدو له امله زيات کسان مړه شوي دي .
د توانائۍ وزير وئيلي د ملکي تاريخ په دوه لسيزو کې دا تر ټولو لويه پېښه ده ، او د پېښې ځائي ته نور امدادي ټيمونه لېږلی شي .
هغه ووئيل د پېښې په اړه په فوري توگه څه وئيل به د وخت نه مخکې وي .
له دې وړاندې هم په ترکي کې دغه رنگ پېښې رامنځته شوي دي ، او د کوئلې په درنگونو کې چاؤدنې شوي او مرگ ژوبله يې اړولې ده .
په کال ۱۹۹۲ کې په درنگ کې يوه پېښه کې ۲۶۳ کسان مړه شوي وو ، او تېر کال هم ۹۵ مزدورانو په دغه رنگ پېښه کې ژوند د لاسه ورکړی وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG