لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د استنبول په ایا صوفیه جومات د حملې سازش کوونکی د داعش وسله وال ګرفتار شوی، ترک چارواکي وايي


د داخله چارو وزیر سلیمان سوېلوو وویل د ازدن نه کور نه ترلاسه شویو ډېجېټل موادو نه څرګندیږي چې هغه د ۱۰ نه تر د ۱۲ کسانو د ډلې په زریعه د حملو منصوبه بندي کړي وه
د داخله چارو وزیر سلیمان سوېلوو وویل د ازدن نه کور نه ترلاسه شویو ډېجېټل موادو نه څرګندیږي چې هغه د ۱۰ نه تر د ۱۲ کسانو د ډلې په زریعه د حملو منصوبه بندي کړي وه

په ترکي کې د داعش وسله والې ډلې مشر محموت ازدن چې د استنبول په ایا صوفیه جومات یې د حملې سازش کولو ترک مامورینو ویلي هغه ګرفتار شوی دی.

د ترک چارواکو په وینا ازدن د دریو نورو کسانو تر څنګ تېره میاشت په جنوبي ادانا صوبه کې نیول شوی دی.

د ترکي د کورنیو چارو وزیر سلیمان سوېلوو د نهې، سه شنبې، په ورځ ټوېټر دلارې د ازدن د ګرفتارۍ اعلان وکړو.

د ترکي د حکومتي خبري ادارې آناتولی ترمخه د ازدن ګرفتار پس له دې استخباراتي معلوماتو وشوه چې هغه په ایا صوفیه او یو شمېر نورو ادارو د حملو سازش کوي او د اګست د میاشت په ۱۸ نېټه په عملیاتو کې پولیس د استنبول یو هوټل نه حسین سګیر ګرفتار کړو او د هغه نه یې یو کلاشنکوف او پنځه ګولۍ په قبضه کې واخیستلې.

ترک چارواکو وویل د سګیر د نیولو نه وروسته ترلاسه شویو معلوماتو پولیس محموت ازدن ته ورسوول. پولیس وايي ازدن ته د داعش لوړ رتبه مشرانو خفیه پیغامونه ورکړي وو.

د داخله چارو وزیر سلیمان سوېلوو وویل د ازدن نه کور نه ترلاسه شویو ډېجېټل موادو نه څرګندیږي چې هغه د ۱۰ نه تر د ۱۲ کسانو د ډلې په زریعه د حملو منصوبه بندي کړي وه.

په تندروۍ نظر ساتوونکي د د وي او ای انګریزۍ څانګه "اېکسټریمزم واچ ډېسک“ په خپل رپورټ کې د ترک مطبوعاتو له قوله وايي د ۲۰۱۷ راهسې ازدن په مختلفو جرمونو کې لږ تر لږه درې ځله ګرفتار شوی دی او ځان د ترکي د جنوبي صوبې ادانا د داعش امیر یا مشر بولي.

دوګوو ارووګلوو چې د داعش په موضوع لیکل کوي وايي که څه هم د ترکي حکومت محموت ازدن د امیر په نوم یادوي او دا خبره غیر یقیني ده چې ایا هغه په دي نوم بلل کېدلی هم شي او که نا؟

د ترکي حکومت په جولايي کې ایاصوفیه د کلېسې نه په جومات کې بدله کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG