وزیراعظم عمران خان ویلي د امریکې او د افغان طالبانو ترمنځ مذاکرات د پاکستان په مرسته کیږي او په افغانستان کې د امن دپاره دا خبرې د وړاندې بوتلو دپاره د زیاتو قوي کوښښونو ضرورت دی.
د ترکي سرښار انقره کې د ترک صدر رجپ طیب اردوان سره د رسمي خبرو وروسته د جمعې په ورځ د اردوان سره مشترکه خبري کانفرنس ته وینا کې عمران خان وویل افغان ولس د تیرو څو لسیزو راهسې جنگونو ځپلې دی خو اوس نړيوالې ټولنې ته پکار دي چې په هېواد کې د جنگ د ختمولو دپاره کوښښونه وکړي.
عمران خان وویل "پاکستان د وړاندې څخه د طالبان او د امریکایانو ترمنځ د خبرو مرسته کوي خو ټولو فریقینو او گاونډیانو ته پکار دي چې نور زیات قوي
کوښښونه وکړي."
عمران خان په افغانستان کې د امن دپاره د امریکې خصوصي استازي زلمي خلیلزاد او د طالب استازو ترمنځ تېره میاشت په ابوظهبي کې شویو خبرو ته اشاره کوله. ویل کېږي د دغه ملاقات انتظام پاکستان کړی و.
خلیلزاد او طالبانو د ابوظهبي لیده کاته "مېبت" بولي وي او بیا یې د لیدو لوظ وکړو. طالبان غوښتنه کويي چې امریکايي او د نېټو ځواکونو ته دې په مکمله توگه د افغانستان څخه وځي او دریځ لري چې په افغانستان د خارجي ځواکونو موجودگي د امن په لاره کې خنډ دی.
ترک صدر د جمعې په ورځ خپلو خبرو کې وویل چې د مارچ په میاشت کې د ترکي د مقامي انتخاباتو وروسته به د افغانستان او پاکستان او د ترکي درې اړخیزه غونډه کوي چې په افغانستان کې د امن په اړه خبرې وکړی شي.
عمران خان وویل د سرمشرانو درې اړخیزه غونډې ته سترگې په لاره دی او امید کوي چې په افغانستان کې د امن په برخه کې به پکې پرمختگ وشي.
څېړونکي وايي طالبانو سره په مذاکراتو کې د پاکستان د مرستې په نتیجه کې د امریکې او پاکستان په کړکېچنو تعلقاتو کې بهتري راغلې ده.
د شورو، چارشنبې، په ورځ یو خبري کانفرنس ته وینا کې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وویل پاکستان سره ښه تعلقات او زر د هېواد نوي رهبرانو سره لیدل غواړي.
د عمران خان ترکي ته دوه ورځنی رسمي سفر د جمعې په ورځ سر ته ورسېدو. د تیر کال د جولايي په انتخاباتو کې د واک ترلاسه کولو وروسته ترکي ته دا د عمران خان لومړنی سفر و. دواړه هېوادونه په روایتي توگه ښه تعلقات لري.
عمران خان ترکي ته ډاډ ورکړو چې داعش وسله والې ډلې ته په ماتي ورکولو کې به یې ملاتړ کوي. عمران خان وویل داعش د افغانستان په بیلا بېلو برخو کې موجودگي لري او د پاکستان امنیت ته ترې هم خطر راولاړ شوی دی.
ترک صدر رجپ طیب اردوان د پاکستان د سپریم کورټ ددې فیصلې هم هرکلی وکړو چې د ترک مذهبي مشر فتح الله گولن تنظیم یې ترهگر ډله ټاکلې ده.
پاکستان په هېواد کې د گولن د تنظیم سکولونه د ترک حکومت یو تنظیم ته ورکړي دي.
د اردوان حکومت په گولن الزام لگوي چې په کال ٢٠١٦ کې یې د حکومت خلاف بغاوت راپارولی و.