د ترکي صدر رجپ طیب اردوان په سعودي عرب غږ کړی چې هغه خلک دې ښکاره کړي چې د خبریال جمال خاشقجي د وژنې امر یې کړی و.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د ترکي په پارلیمنټ کې د خبریالانو سره خبرو کې ښاغلي اردوان وویل چې د جمال خاشقجي د قتل په اړه تحقیقات دې زر تر زره مکمل کړی شي او په دې لړ کې دې بې ځایه دلیلونو ضرورت نشته.
جمال خاشقجي د اکتوبر د میاشت په دویمه نیټه په استنبول کې د سعودي عرب قونصلگرۍ ته ورغلی وو خو بیا نه دی لیدل شوی. اوس سعودي حکومت منلې ده چې جمال خاشقجي په قونصلگرۍ کې د مامورینو سره په خبرو کې وران شو، لاس یې واچول او په جگړه کې ووژل شو. د خبریال مړی لا نه دی موندل شوی او ترکي وايي د جمال خاشقجي جسد ټکړې کړی شوی دی.
ترکي غوښتنه کوي چې هغه ١٨ سعودیان دې ورته وسپارل شي چې سعودي عرب د جمال خاشقجي د قتل په لړ کې نیولې دي. ترکي دا هم وايي چې د جمال خاشقجي د مړي په لټون کې دې ورسره هم سعودي عرب مرسته وکړي.
د گل، دوشنبې، په ورځ په برطانیه کې د جمال خاشقجي په یاد کې دستورې ته وینا کې د خاشقجي چنغلې خدیجه چنگېز وویل د خبریال د وژل کیدو په سر د یو شمېر هېوادونو مشرانو هغه مایوسه کړې ده.
خدیجه چنگیز د امریکې په صدر ډانلډ ټرمپ غږ وکړو چې د جمال خاشقجي د مېړنې په اړه معلوماتو په راښکاره کوولو کې دې مرسته وکړي.
جمال خاشقجي په امریکا کې د جلاوطنۍ ژوند کولو او د امریکې واشنگټن پوسټ ورځپاڼې دپاره به لیکل کول.
د جمال خاشقجي د قتل په لړ کې سعودي عرب ١٨ تنان نیولې دي او د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي د هغه سعودیانو ویزې به منسوخوي چې د خاشقجي په مرگ کې د ککړتیا شک پرې کولی شي.