د ترکي د کورنیو چارو وزیر علي یرلېکایا د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل پولیس ۳۳ کسان په دې شک کې نیولي چې د اسرایل د استخباراتي ادارې موساد دپاره يې جاسوسي کوله او په ترکي کې مېشت غېر ملکیان يې په هدف کول.
ترک چارواکو تېره میاشت ویلي وو که چېرې اسرایل د ترکي په شمول د فلسطیني علاقو نه بهر د حماس وسله وال تعقیبوي نو د "سنګینو نتیجو" سره به مخامخ شي. د ترکي صدر رجب طیب اردوان خبرداری کړی و چې دا به غلطي وي.
ترکي د خپلو زیاترو مغربي اتحادیانو او د ځینو عرب ملکونو برعکس حماس ترهګر تنظیم نه دی ټاکلی.
یرلېکایان وویل د استنبول د سرکاري وکیل د ترهګرۍ ضد څانګې او د اېم ايي ټي نومې استخباراتي ادارې په عملیاتو کې پولیس په اتوو صوبو کې په ۵۷ ځایونو چاپې وهلې.
هغه په اېکس، پخواني ټوېټر، وویل مشکوکو کسانو هدف و چې په ترکي کې د مېشتو غیرملکیانو شناخت او څارنه يې وکړې، په هغوی حملې وکړي او يې وتښتوي. د ترکي سرکاري خبري ادارې انادولو وویل پولیس د ۱۳ نورو کسانو په لټون کې دي.
کله چې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېنټن یاهو د دفتر او د اسرایل د خارجه وزارت نه په ترکي کې د ګرفتاریو په اړه پوښتنه وشوه نو په سمدستي ډول یې څه تبصره و نه کړه.
ترکي د حماس خلاف جنګ کې په غزه د اسرایل په بمبارۍ سخت تنقید کړی او تېره هفته د اردوان او نېټن یاهو پې د الفاظو جنګ هم وشو.
یرلېکا وویل د اسرایل د مبینه جاسوسانو په ضد چاپو کې چارواکو ۱۶۵۱۰۵ ډالر غېر ملکي کرنسي، غیر رجسټر شوي وسله او ډېجېټل الات ترلاسه کړي دي.
هغه د چاپو وډیوز هم شریک کړل چې ښيي پولیس په کورونو چاپي وهي او د مشکوکو کسانو لاسونو ته هتکړۍ یا زولنې ور اچوي او د پولیس موټرو کې کښېنوي.
Forum