لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په شام کې د ترکي پوځي عملیاتو ملکي خلک اندېښمن کړي


ترکیې دغه پوځي عملیات ددې لپاره پیل کړي دي چې امریکا پلوي کردي ځواکونه له سرحدي سیمو څخه په شا کړي
ترکیې دغه پوځي عملیات ددې لپاره پیل کړي دي چې امریکا پلوي کردي ځواکونه له سرحدي سیمو څخه په شا کړي

د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې لخوا د پوځي عملیاتو له پېلېدو سره سم بشري اندېښنې په زیاتېدو دي ځکه د جګړې له وېرې ملګي وګړي په ټرکونو، ټرکټورونو او موټر سایکلو باندې د تېښتې په حال کې دي.

سیمیزو او نړیوالو مرستندویه ادارو وېره څرګنده کړې ده چې په لکونو خلک د ترکیې لخوا د هوايي او ځمکنیو بریدونو له ګواښ سره مخ دي.

ترکیې دغه پوځي عملیات ددې لپاره پیل کړي دي چې امریکا پلوي کردي ځواکونه له سرحدي سیمو څخه په شا کړي.

وېرېدلي کردان، د سوریې عیسویان او یزیدیان او ملکي وګړي له پلاستیکي کڅوړو سره په پښو او ځینې بیا په ټرکونو او موټر سایکلونو باندې په داسې حال کې د تېښتې په حال کې دي چې د ترکیې لخوا د شویو بمباریو دوړي یې په څېرو پرتې دي.

په سړکونو باندې په سلګونو کورنۍ روانې دي او وايي، چې دوی هېڅ نه پوهېږي چېرې د خوندي پاتې کېدو لپاره ولاړ شي.

څېړونکي: روسیه له ترکیې سره ولاړه ده خو سرې کرښې لري

د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین داسې ښکاري چې په سوریه کې یې د ترکیې روان پوځي عملیات تایید کړي دي خو د سرو کرښو په توګه یې ویلي، چې ترکیه باید د سوریې په خاوره باندې د تل لپاره پاتې نشي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا آی ار سي ویلي دي، په داسې حال کې چې په سوریه کې د ترکیې عملیات پیل شوي دي یاده اداره په ژوره توګه د نږدې دوه میلیونه کسانو د ژوند په اړه اندېښنه لري.

دوی ویلي، دغه کسان له وختي د داعش لخوا سخت ځپل شوي او په ګڼ شمېر یې بې ځایه شوي هم دي.

د عراق په شمال کې د کرېشچل اېډ د پروګرام مشر ایمانوېل یوخانا چې له بې ځایه شویو عراقیانو سره مرسته کوي امریکا غږ ته ویلي دي چې دی فکر کوي د سوریې له شمال ختیځو برخو څخه به د کډوالو نوې څپه عراق ته واوړي.

هغه وړاندې ویلي، چې له شک پرته د عراق پولې به د بې ګناه ملکيانو په وړاندې پرانېستې وي.

خو په ورته وخت کې په عراق کې د کردستان سیمیز حکومت په اربیل کې ویلي دي چې دوی د ټولو کډوالو د ځآی پر ځای کولو ظرفیت نه لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG