لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

update

په پاکستان کې د ټي وي چېنلو نشریات او رسنۍ تړل شوي دي

په پاکستان کې د شخصي ټي وي چینلو نشریات د هېواد په گڼ شمېر برخو کې نه لیدل کیږي او ټولنيز رسنۍ هم تړل شوی دي. د مذهبي گوند لبیک یا رسول الله د پرلت په ضد د حکومتي عملیاتو په وخت چینلو ته د نیغ په نیغه نشریات نه ښودلو امر شوی ؤ. د ټي وي چینلود څارنې او ورته د کار کولو لپاره لایسنس ورکولو ادارې پېمرا چینلو ته یو خط کې ليکلي دي چې د بې ارامۍ په وخت دې نیغ په نیغه خپرونې نه کوي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ليکي د گڼ شمېر ټي وي چینلو نشریات بند دي خو ورځپاڼه ډان ليکي دا واضحه نه ده چې د ټي وي چېنلیو د تړلو امر چا کړی دی

اخبار نوای وقت د ټي وي چینلو په تړلو یوه بیړنۍ اخباري ضميمه چاپ کړی ده. اخبار ليکي د پرلت په ضد د عملیاتو په وخت رسنۍ او ټي وي نشریات بند دي .

د پېښور څخه د ډیوه خبریال خبر راکوي چې په کیبلو نن دغرمې نه وروستو شخصي چینلې نه لیدل کیږي اؤ یوازې په سرکاري ټي وي خپرونې روانې دي.

​​د سر ښار اسلام اباد څخه خبریالان وايي زیاتر خلک د اسلام اباد د کړکيچلي حال نه دځان خبر ساتلو دپاره په یوټیوب خبرونه گوري.

په پېښور کې یو ځلمي وکيل رحيم خان په خپل ټویټر پاڼه ليکلي دي " ټویټر، یو ټیوب، او فیس بک هم په هر ځای کې بند دي"

​په پاکستان کې وړاندې هم د اړي گړي په وخت د ټي وي چینلو په نشریاتو پابندۍ لگول شوي دي. ځيني خبریالانو د ټي وي چینلو تړلو په سر په حکومت نيوکې کړي دي .

See all News Updates of the Day

جنوبي وزیرستان: د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې د یو وسله وال د وژل کېدو او دریو نورو د ژوبل کېدو دعوه شوې

امنیتي سرچینې وایي له افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه جنوبي وزیرستان کې د لټونې د عملیاتو په مهال د ټي ټي پي یو وسله وال وژل شوی اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

د سیمې نه سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي امنیتي ځواکونو دا عملیات د نهې - سه شنبې په ورځ د جنوبي وزیرستان په نرګوسه ټاپ سیمه کې ترسره کړي.

سرچینې د وژل شوي اؤ ژوبل وسله والو نوره پېژندګلو نه ده په ډاګه کړې خو ویلي یې دي چې هغوي د تحریک طالبان پاکستان وسله وال وؤ اؤ په سیمه کې یې په امنیتي ځواکونو د برید پلان جوړولو .

د سرچینو په وینا کله چې سیمه کې د دغو ترهګرو د شتون اطلاع امنیتي ځواکونو ترلاسه کړه نو د هغوي خلاف یې عملیات وکړل اؤ د دواړو خواؤ ترمنځ په دغه مهال نښته کې یو وسله وال وژل شوی.

د تېرې څه مودې راهسې د خېبر پښتونخوا په قبایلي سیمو اؤ بلوچستان کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ یو وارې بیا چټکه شوې اؤ پوځ هم وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو کې وسله والو ته د درنې مرګ ژوبلې ور اړولو دعوې کوي.

په پاکستان کې عموماً د جګړو سیمو ته خبریالان د رپورټنګ کولو لپاره نه ورپرېښودل کیږي اؤ رسنۍ په دغو جګړو کې د اوښتو زیانونو په اړه رپورټونه یوازې په جګړه کې د بوختو خواؤ د دعوؤ په اساس جوړوي.

په جنوبي وزیرستان کې له دې تازه پېښې یوه ورځ وړاندې امنیتي سرچینو ډیوه ته ویلي وؤ چې د بلوچستان ایالت په ږوب سیمه کې امنیتي ځواکونو د وسله والو په ضد عملیات کړي چې په کې د پینځو وسله والو د وژلو دعوه شوې وه.

همدا شان درې ورځې وړاندې هم پوځ اؤ د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو دعوه کړې وه چې په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان، کوټه اؤ پېنډۍ کې یې په دریوؤ بیلابیلو پېښو کې دیارلس (۱۳) ترهګر وژلي دي.

پاکستاني چارواکي اؤ امنیتي ادارې وخت په وخت تورونه لګوي چې پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو پلانونه د افغانستان په خاوره کې تیاریږي خو په افغانستان واکمن طالبان بیا دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي پاکستان دې د خپل امنیت ستونزه پخپله هواره کړي.

تېره ورځ هم د پاکستان د پوځ وياند يو ځل بيا خپل دا تور تکرار کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترهګر د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کوي.

پوځي ویاند ویلي "د ‏ترهګرۍ وروستۍ پېښې د افغانستان نه شوي، پاکستان د افغانستان د عبوري حکومت سره په هره کچه مرسته کړې خو افغان عبوري حکومت تراوسه ‏خپلې ژمنې نه دي پوره کړي"

د افغان طالبانو حکومت د طالبانو بيا بیا ویلي چې، د افغانستان خاوره د کوم بل هيواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.‏

صدر زرداري: ځینې قوتونه نه غواړي چې په ملک او بلوچستان کې ثبات ټینګ شي

د پاکستان صدر اصف علي زداري ویلي ځینې قوتونه په بلوچستان اؤ هیواد کې ثبات نه غواړي خو د بلوچستان د مستقبل د تګلارې ټاکلو لپاره به له ټولو سیاسي قوتونو سره خبرې اترې کولی شي.

کوټه کې د اوچتې پایې د یوې غونډې په مهال صدر زرداري ویلي چې ترهګري اؤ د نشه اي توکو قاچاق خپلو کې ژور تړون لري اؤ قاچاق د هیواد د اقتصاد په تاوان دی.

صدر ویلي چې د هیواد د اقتصادي ثبات لپاره د قاچاق مخه نیول ضروري ده اؤ د سرحدي سیمو د ولس د روزګار لپاره به موثره حکمت عملي خپلولی شي.

په پاکستاني رسنیو کې د خپرو شوؤ رپورټونو له مخې صدر زرداري په قانون نافذ کوونکو ادارو ټینګار کړی چې هغوي باید د ترهګرۍ په ضد عملیات دوامداره وساتي.

رسنۍ وایي چې دې غونډه کې د ترهګرۍ خلاف د یوې ګډې ملي بیانیې خپلولو لپاره د مشورې کولو پرېکړه هم شوې ده.

د پاکستان بلوچستان ایالت له یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ دی اؤ دغلته وخت په وخت بیلتون پاله بلوڅ وسله وال تنظیمونه په امنیتي ځواکونو، د پنجاب په وګړو اؤ بهرنیو تاسیساتو بریدونه کوي.

تېره میاشت د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي ویلي وؤ غره ته د ختلو(بلوڅ وسله والو) سره د خبرو اترو لپاره یوه کمیټي جوړولی شي اؤ دا کمیټی به پارلیمان کې د موجودو ګوندونو، پارلیمان نه د بهر ګوندونو اؤ قبایلي شخصیاتو سره له خبرو اترو وروسته خپله غوڅه راي مخې ته راوړي.

تر دې وړاندې هم سرفراز بګټي بلوڅ مزاحمت کوونکو ډلو ته د مذاکراتو بلنه ورکړې وه خو بلوڅ وسله والو ډلو لا د حکومت د روغې جوړې اؤ مذاکراتو دغه وړاندیز ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال د پاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

د پي‌ ټي آي غبرګون: د پاکستاني ولس اکثریت انتشاري بلل" د فرعونیت او غرور" بدترین مثال دی

پاکستان کې د حکومت مخالفه ګوند پي ټي آي د پوځي ویاند څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی اؤ وایي د پاکستاني ولس اکثریت انتشاري بلل" د فرعونیت اؤ غرور" بدترینه مثال دی.

په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپل یو خپور کړي بیان کې پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي چې دوي د کال 2014م د پرلت اؤ دې سره د تړلو ټولو پېښو عدالتي پلټنو ته تیار دي خو دا باور دې ورکړل شي چې نه به د تحقیقات کوونکو ججانو خپلوان تښتول کیږي اؤ نه به یې په بېډ رومونو کې کیمرې لګول کیږي.

د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرال احمد شریف د نهې - سه شنبې په ورځ یو مطبوعاتي کانفرنس ته د وینا په مهال ویلي وؤ چې کله د نهمې مئ د پېښو شواهد د خلکو مخې ته راغلل نو د ولس غبرګون هم مخې ته راغلو اؤ" تاسو ولیدل چې ولس ددې انتشاري ټولي نه پشا شو"

پاکستان تحریک انصاف ګوند دریځ لري چې د نهمې مئ د پېښو باید عدالتي پلټنې وشي خو پوځي ویاند ویلي که چرې د نهمې مئ د پېښو قضایي پلټنې کیږي نو په پي ټي‌ وي اؤ پارلیمنټ د حملو پلټنې دې هم وکړل شي.

د پوځي ویاند دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې تحریک انصاف ګوند ویلي چې جنرال صیب د مطبوعاتي کانفرنس په پیل کې وویل چې پوښتنې باید یوازې د امنیتي ستونزو تر حده محدودې وساتل شي خو تر هغې وروسته یې 40منټو یا دقیقو سیاسي خبرې اترې وکړې.

بیان کې ویل شوي" په امنیتي ستونزو" راجوړ پریس کانفرنس ته په جعلي غږونو راجوړه ډاکومنټري هم راوړل شوې وه اؤ همدا هغه د مکر اؤ فرېب رویه ده چې له امله یې ولس اوس د دې ادارو د ویاندویانو یوه خبره هم رښتیا نه ګڼي.

بیان کې ویل شوي چې د تحریک انصاف پر ضد د دروغو اؤ پروپېګنډې د پریس کانفرنسونو لړۍ د تېرو دوو کالو راهسې په پرله پسې ډول دوامداره ده اؤ ولس په اتمه فرورۍ ددې بیانیې په چقولو سره ځواب ورکړو چې هغوي دروغ مستردوي.

تر دې وړاندې ددې پوښتنې په ځواب کې چې ګنې اتمې فرورۍ نهمه فروري له مینځه وړې ده، د پوځ ویاند ویلي ؤؤ چې "د یو دروغو پټولو لپاره لپاره څومره دروغ ویل کیږي، دا چې بیانیه جوړول کیږي چې اتمې فرورۍ نهمه فروري له مینځه وړې ده نو دې کې باید حقیقتونو ته وکتل شي"

هغه ویلي وؤ چې د اتمې فرورۍ ټاکنو کې د رای ورکوونکو شمیره نزدې 47 فیصدي وه اؤ په دې کې مخصوص سیاسي ګوند 31 فیصدي رای اخستې وې اؤ 69 فیصدي رای ددې ګوند بیانیې ته نه دي ورکړل شوي ، یعنې اکثریت خلکو ددې بیانیې ملګرتیا نه ده کړې.

پروسکال په نهمه مئ د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د پي ټي آي فعالینو په ګرد هیواد کې قهرجن احتجاجونه کړي وؤ اؤ ددغو احتجاجونو په مهال په ګڼو ښارونو کې په پوځي ودانیو اؤ تاسیساتو بریدونه هم شوي وؤ .

د تحریک انصاف مخالف ګوندونه نیغ په نیغه اؤ پوځ په اشارو کې د نهم مئ د پېښو ذمه وار تحریک انصاف ګوند بولي خو یاد ګوند بیا دغه پېښې د ځان په ضد یو سازش بولي اؤ د عدالتي تحقیقاتو غوښتنه یې کوي.

د پاکستان خارجه وزیر وايي،‌ هېواد به یې له ایران سره د ګازو د نل لیکې له پروژې څخه په شا نشي

واشنګټن - د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې هېواد به یې له ایران سره د ګازو د ځنډېدلې نل لېکې له جوړېدو څخه په شا نه شي.

ډار یوې خبري غونډې ته د امریکا د نوم له یادولو پرته وویل، "مونږ به هیچاته اجازه ور نه کړو چې له رد یا ویټو څخه کار واخلي."

پاکستان او ایران د ګازو د خرڅلاو او اخېستلو تړون د ۲۰۰۹ کال په جون میاشت کې لاسلیک کړی وو.

د دغه تړون له مخې به هره ورځ د ایران له جنوبي ښار فارس څخه له ۷۵۰ څخه تر یو زر میلیونه کیوبیک فوټه ګاز پاکستان ته ځي.

ایران په ۲۰۱۱ کال کې ادعا وکړه چې خپل لوري ته یې د ګازو د نل لیکې جوړېدل بشپړ کړي خو پاکستان لوري ته د امریکا د بندیزونو له وېرې د دغې نل لیکې جوړېدل ځنډېدلي دي.

د بایډن ادارې په وار وار ویلي، چې دوی د ایران او پاکستان د نل لیکې د پروژې ملاتړ نه کوي په داسې حال کې چې تهران د خپل اټومي پروګرام له امله د امریکا د بندیزونو لاندې ده.‌

امریکا د ایران پاکستان د نل لیکې ملاتړ نه کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، "حکومت به پرېکړه کوي چې د پاکستان د ګټو لپاره څه، څه وخت او څه کوي. په دې اړه مونږ ته څوک څه نشي ویلی."

د پاکستان سرپرست حکومت په فیبرورۍ کې د ایران له پولې څخه د دغې نل لیکې د یوې وړې برخې د جوړېدو اجازه ورکړې وه چې د پروژې د ځنډ له امله د بیلیونونو ډالرو له جریمې څخه بچ شي.

د وزیر اعظم شهباز شریف حکومت چې په مارچ کې واک ته راغلی تر اوسه ددې پروژې جوړېدل نه دي پیل کړي.

ډار د دې خبرې له ردولو سره چې پاکستان د امریکا د فشار له امله دغه پروژه ځنډوي وویل،

"مونږ باید خپلو ګټو ته وګورو. مونږ باید خپلو ژمنو ته وګورو."

خو هغه وویل،‌ چې پایپ لاین "یوه پېچلې مسله ده."

اسلام اباد ته د ایران د ولسمشر ابراهیم ریسي په سفر کې چې دواړو هېوادونو په دې موافقه وکړه چې دوه اړخیزه سوداګري به لسو بیلینو ته ډالرو ته زیاتوي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې اسلام اباد له تهران سره د تجارت له امله ښايي له ستونزو سره مخ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند ویډنټ پټېل تېره میاشتې په یوې خبري غونډه کې وویل،

"په پراخه توګه مونږ ټولو ته وایو چې له ایران سره د سوداګریزو تړونونو پر وخت دې د بندیزونو له ممکنه خطرونو څخه ځان خبر وساتي."

له اقتصادي ستونزو سره مخ پاکستان اړتیا لري چې له خپلو ګاونډیانو څخه په ارزانه د سون توکي راونیسي.

پاکستان دا مهال خپلې اړتیاوې د خلیجي هېوادونو څخه له وارداتو پوره کوي.

د ایران سیال سعودي عربستان چې پاکستان پرې زیاته مالي تکیه لري هم داسې ښکاري چې له ایران سره د پاکستان د پایپ لاین له پروژې سره مخالفت کوي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ د اپرېل په وروستیو کې رسنیو ته ویلي و چې اسلام اباد له واشنګټن سره د پایپ لاین په اړه اندېښنو باندې خبرې کوي.

د پاکستان خارجه وزارت تر دې مخکې هم ویلي و چې اسلام اباد له تهران سره د نل لیکې د غځېدو په برخه کې د واشنګټن لخوا له بندیزونو څخه د معافۍ اړتیا نه لري.

خو څېړونکي وايي، چې بندیزونه به هغه مهال ولګول شي کله چې د ګازو لېږد پيل شي.

د پاکستان خارجه وزارت دا نه ده تایید کړې چې ایا هغوی د امریکا له بندیزونو څخه د معافۍ غوښتنه کړې ده او که نه.

څيړونکي وایي نه ګڼي چې پاکستان به د امريکې د فشار له وجې ایران سره د ګیس پایپ لاین پروژه سر ته ورسوي.

د انرژۍ د چارو کار پوه خبريال ښاغلی خلیق کیاني د ډیوه خبریال الیاس خان سره خبرو کې ویلي، د پاکستاني چارواکو خوشبيني پخپل ځای خو د امريکا د ګیس پایپ لاین د پروژې په اړه بيخي په ډاګه مخې ته راغلی دی.

هغه وایي "څنګه چې دوي(امریکې) د پاکستان مزایل پروګرام ته الات ورکوونکو کمپنيو باندې بنديزونه لګولي دي دا هغوي پاکستان ته اشاره ورکړې چې مونږ دي حوالې سره سنجيده يو"

خليق کيانى وایي، که څه هم دا پروژه د پاکستان لپاره ډيره مهمه ده او حکومت دې حوالې سره د امريکا څخه په بنديزونو کي د رعايت اخستلو يو خواست هم کړی دی خو اوس هم دې کي ډير مشکلات دي او" ماته نه ښکاري چې پاکستان به دومره په اسانه په دې پروژه کار پيل کړي"

د څېړونکو په وینا هر څو که پاکستان غواړي چې د خپل انرژۍ ضرورتونو پوره کولو لپاره دا مهمه پروژه پای ته ورسوي خو د امريکا د فشار له وجې ډير څه نه شي کولی او د دي يو غټ مثال دا دی چې ايران خو خپلې خوا ته دوه اربه ډالره مصرف کړي او تر پولې پورې یې پایپ غځولی خو پاکستان تراوسه د ګډي پولې راپديخوا کار شورو نه کړی شو.

سپریم کورټ نورو ګوندونو ته د سني اتحاد کونسل د پښتونخوا د ځانګړو څوکیو ورکولو فیصله معطله کړه

د پاکستان سپريم کورټ درې کسيزه بېنچ د جسټس منصور علي شاه په مشرۍ د ګل- دوشنبې په ورځ نورو ګوندونو ته د سني اتحاد کونسل د ځانګړو څوکیو د ورکولو په اړه د پېښور هایکورټ او الېکشن کمېشن فېصله معطل کړې ده.‏

څېړونکي وايي د پېښور هايکورټ له فېصلې وروسته د صوبايي اسمبلۍ اجلاس نه دی رابلل شوې چې د بجټ، بارانونو نه اوښتي زيان او نورو مهمو مسئلو باندې منتخب نمایندګانو بحثونه نه دي کړي.

په 14م مارچ د پېښور هایکورټ د سني اتحاد کونسل ته په پارليمان کې د ښځو او اقلیتونو د ځانګړو څوکيو ورکولو خواست خارج کړی وو کوم چې بيا دغه ګوند په سپريم کورټ کې چېلنج کړی وو.

قانون پوهان وايي صوبايي حکومت د اسمبلۍ اجلاس ځکه نه رابللو چې په هغې کې به په مخصوصه څوکيو باندې ټاکل شوو غړو نه سوګند اخستل کېدو، خو د سپريم کورټ فېصلې راتلو وروسته اوس د اجلاس رابللو لار هواره شوې ده.

په پېښور هايکورټ کې وکيل بابر خان يوسفزی وایي، "اوس په موجوده حالاتو کې که د صوبايي اسمبلۍ اجلاس راوغوښتل شي او اجلاس وشي، نو اوس به هغوی دې ته پابند نه وي چې مخصوص نشتونو والا نه به سوګند اخلي او هغوی به د اسمبلۍ غړي جوړوي".

د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ د سوګند پورته کولو وروسته دوه اجلاسونه رابللي چې د سپيکر او وزيراعلا اتنخاب پکې شوی دی.

څېړونکي وايي د مخصوصه څوکيو په سر د شخړې له وجې بيا کوم اجلاس نه وو رابلل شوی او نه هم په صوبه کې د بارانونو نه د شوي زيان، د ترهګرۍ د پېښو او د بجټ تيارۍ په شان مهمو مسلو باندې بحثونه شوي دي.

په پښتونخوا کې د شخصي ټیلیویژن مشر علي اکبر وایي، اوس بجټ په سر باندې دی او په پښتونخوا کې ډېرې زياتې مسلې دي، وایي د صوبې معاشي حالت ډېر زيات خراب شوی دی:

"د زر اربه نه زياته قرضه اوښتې ده، نو که اجلاس وای خلکو به په هغې باندې خبرې کولې، خزانې مشير به تجويزونه اخیستل، مختلف قسمه تجويزونه او سکيمونه به راتلل نو د بجټ په تيارۍ کې په اسمبليو دا قسمه اوازونه اوچتېدل ډېر ضروري وي".

وي او اې ډیوه د خېبر پښتونخوا د حکومت نظر معلومولو د پاره د وزيراعلی د اطلاعاتو سلاکار بېرسټر محمد علي سېف او د خزانې وزير مزمل اسلم سره د وټسپ او ټیلیفون له لارې د رابطې هڅه وکړه خو بريالۍ نه شوه چې نظر يې معلوم کړي.

خو حکومتي سرچينې وايي په نیزدې څو ورځو کې د اسمبلۍ اجلاس رابللو پلان لري.

څېړونکي وايي د پښتونخوا حکومت د مخصوصو څوکيو ترلاسه کولو په سر صوبه په سېنټ کې د نمائندګۍ نه محرومه کړې ده۔

په پېښور هايکورټ کې وکيل طارق افغان وایي، "دې د وجې نه زمونږ نمايندګي په سېنټ کې هم نشته، د مخصوصه څوکيو باندې د حلف نه اخیستلو د وجې نه، نو دا يو سياسي او ایيني بحران په صوبه کې جوړ دی او که دا زر هوار نه شو نو زمونږ د صوبې مالي او سياسي حالات به نور هم کړکېچن شي".

د تحریک انصاف ګوند کاندیدانو په اتمه فرورۍ شوو انتخاباتو کې په ازاد حیثیت برخه اخیستې وه او له کامیابېدو وروسته د ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو په ‏خاطر یو بل ګوند سني اتحاد کونسل کې شامل شوي وو، خو بیا هم الیکشن کمېشن دغه ګوند ته د شلو ځانګړو او درو اقلیتي څوکیو ورکولو نه انکار ‏کړی وو.‏

د پاکستان الیکشن کمېشن په پینځم مارچ د سني اتحاد کونسل د برخې ځانګړې څوکۍ په نورو سیاسي ګوندونو وېشلې وې او سني اتحاد کونسل د دغې ‏فېصلې پرضد پېښور هایکورټ ته خواست کړی وو.‏

نور کتل

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG