پاکستان
نن سبا پښتانه په “سپېس” کې هم په سیاست او کلتور غږېږي

د جدید دور په جدیدو اوزارو پوهه پښتانه نن سبا په سپېس کې هره ورځ کوټې جوړوي
او غونډې کوي.
د سپېس مطلب دی، یو بې پولې، دستیاب او غیر قبضه شوی ځای.
زه چې دلته د کوم سپېس خبره کومه، دې ته که تاسو وغواړۍ نو هم په لږ ساعت کې بې پروازه او بې اعجازه ورتلی شئ.
سپېس ته به څنګه ورځئ؟
یو موبایل ټلیفون یا کمپیوټر پیدا کړئ، یو څو ایم بیز انټرنېټ ډېټا واخلئ او ځانته د ټویټر
نومې اېپ یو اکاونټ خلاص کړئ.
که دغه توکي مو پیدا کړل نو په یو شغ کې به سپېس ته وخېژئ، بلکې ځانله له پکې ویړیا کوټه هم سازولی شئ.
زه پخپله څویمه ورځ ده د سپېس سیلونه کوومه. نن مې چې د دفتر کارونه خلاص
کړل نو د سپېس سېل ته ورغلم او په دوه ځان ځانله کوټو کې مې دپښتنو محفلونه
واورېدل.
د سپېس ددغې لومړۍ کوټې تابیا مجیب الرحمان کړې وه. او په موضوع کې یې د نن
ورځې د ګډون والو څخه تپوس کړی ؤ چې، “تحریک که ګوند، تاسو څه غواړئ?
او په یوه بله کوټه کې خبره کیدله ستاسو خوبونه او ارمانونه!
په لومړۍ کوټه کې ګڼ شمېر جینکۍ، هلکان او ښځې سړي ناست وو. د ځینو خیال ؤ محسن داوړ باید ځان له ګوند جوړ نه کړي دا به پښتنو دژغورنې غورځنګ ته زیان ورسوي.
د ځینو په خیال ځانله بل ګوند پکار دی، د دغې ډلې په خیال که ګوند جوړ شو او کامیاب شو نو د پښتنو نمایندګان به په قانون سازۍ کې هم برخه اخلي او د منظور پښتین ملاتړي به وي.
دغه کوټه نزدې دوه ګینټې پرانېستې وه. هر چا چې غوښتل کوټې ته ورننوتلی شو.
خبره که چا غوښتله چې وکړي نو کوربه به ورته یو مېنټ ورکولو. طریقه دا وه چې چا به خبره کول غوښتل نو لاس به یې اوچت کړلو او کوربه به ورته په خپل نوبت مایک ورکړلو.
په دې دویمه کوټه کې چې کوربه یې په لندن کې مېشت خبریال سلمان میا ؤ
پکې خبرې په خوبونو او ارمانونو کېدلې، د کوټې مېلمنو خپل خوبونه او ارمانونو بیانول.
یو مېلمه پکې ووېل چې ورکوټی ؤ نو ار مان به یې کولو چې د کرکټ لوبغاړی جوړ شي، کوربه ترې و پوښتل نو بیا؟
هغه وې څومېاشتې پس به په انګلینډ کې د کلب کرکټ ته ورځم. سلمان میا وخت په وخت دغه شان موضوعات ټاکي.
ددې دوه ؤ کوټو نه پرته یو شمېر نورې کوټې په پښتو او نورو ژبو کې هم خلاصې وي
بلکې نن سبا خو روایتي ټیلي وژن چېنلې هم د خپلو همکارانو سره د غونډو لپاره
د سپېس نه کار اخلي.
په ټویټر د “سپېس” لومړۍ ازموینه په نومبر 2020 کې شوې وه. د ټویټر دعوا ده
"د دويي دا تجربه کامیابه ده او د “ټویټر نړۍ” دا وخت یو بل ته غوږ نیسي"
که تاسو هم غواړۍ سپېس ته لاړ شئ نو د خپل اندرایډ یا ايي او اېس په مشین یعني موبایل یا کمپیوټر ځانله ټویټر اکاونټ پرانېزۍ. په دغه اکاونټ د بل یو اکاونټ لرونکي
اکاونټ فالو کړئ یعني پلوي یې شئ. اسانه بېلګه یېداسې ده لکه څنګه چې په فېس بک څوک فالو کوئ.
دغه تن چې تاسو فالو کړی وي او هغه په سپېس کې مو جود وي نو ستاسو په ټایم لاین (د ټویټر کور پاڼه) به د هودي رنګه ببل جوړ شي.
دا ببل داسې وي لکه یو غونډه دایره، او داسې ښکاري لکه چې ساه اخلي.
تاسو په دغه ببل کلیک کړئ، تاسو ته به په لیکلې بڼه راشي، چې سټارټ لیسنینګ یعني اوریدل شورو کړئ.
بیا چې تاسو اوریدل شورو کړئ نو که وغواړئ چې د چا د خبرې سره اتفاق وکړئ نو د ایموجيز په لاره ری اېکشن یعني غبرګون هم ورکولی شئ.
او که لاس مو پورته کړو نو کیدی شي کوربه مایک هم درته درکړي او بیا که غواړئ نو تقریر شورو کړئ، ټپې وکړئ یا که چاته غصه یې نو ښه په چا زړه تش کړئ.
نو ځکه خو سپېس ته وايي، یو بې سرحده اذاد، دستیاب او غیر قبضه شوی ځای.
یو څو ورځې د مخه په سپېس کې له وزیرستان یو ځلمی چې ویل یې په پېښور کې ذدکړې کوي لګیا ؤ چې د پاکستان په شان هیوادونه چرته چې میډیاد حکومتي سنسر شپ یعني بندیزونو سره مخ ده او د دويي حقیقي ستونزې په کې نه ښودل کېږي د هغو لپاره د جدید دور ټیکنالوجۍ ډېرې اسانتیاوېپیدا کړي دي.
ددغه محاصل په خیال که ټویټر دی، که فېس بک دی او یو ټیوب یا انسټا یا بله رسنۍ دويي پرې خپله خبره بې له حکومتي سنسسره چې کله وغواړي کولی شي.
په ټویټر د سپېس نه وړاندې دغسې د خبرو یوه اذاده خو خوندي کوټه یا حجره “کلب هاؤس” هم جوړه کړې وه.
کلب هاوس هم یو اېپ دی او هم نزدې نزدې د ټویټر د سپېس په شان اصول لري. په کلب هاوس کې د سپېس نه هم زیاته ګڼه ګوڼه وي.
یو څو ورځې وړاندې پکې د پښتون ژغورنې غورځنک مشر منظور پښتین د سوالونو ځوابونه هم ویل.
ښه سمه ده زه یو ځل بیا د سپېس په سېل روانېږم که په قسمت کې وه نو په سپېس یا کلب هاوس کې به له خېره سره لیده کاته کېږي.
See all News Updates of the Day
د کوټې او کندهار پر لويه لار هره ورځ زرګونه ماشومان وېکسين کېږي

کوټه / واشنګټن ــــ د کوټې او د سپين بولدک تر منځ پر غزېدلي سړک هره ورځ زرګونه هغه ماشومان وېکسين کېږي، چې د بلوچستان او د افغانستان د سرحدي ولايتونو تر منځ سفر کوي او له ويکسين پاتې شوي وي.
بلال احمد له تېرو څلورو کلونو راهيسې پر دې لويه لار د پوليو وېکسين کار کوي او هر ورځ سلګونه هغه ماشومان وېکسین کوي چې افغانستان ته ځي او يا هم له هغې خوا کوټې ته راستنېږي.
بلال يو له هغه اتلس کارکوونکو دی، چې پښين بازار ته څېرمه په يارو سيمه کې پر لويه لاره جوړ د پوليو وېکسين پر مرکز يا ټرانزیټ پواينټ ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې ورکوي.
بلال وي او اې ډيوه ته وايي چې د کندهار، هلمند، غزني او نورو ولايتونو ماشومان له دې لارې تېرېږي چې وایي يو ماشوم هم پرته له وېکسين کولو نه دی تېر شوی:
"موږ د لېويز په مرسته هڅه کوو چې هر ماشوم وېکسين کړو. دلته د کندهار، سرحدي سيمو، پښين، کوټې او کچلاغ خلک تېرېږي. د دې ترڅنګ کډوال ماشومان چې افغانستان ته ځي، هم ويکسين کوو".
د يارو سیمې د وېکسين مرکز سپروايزر اجمل خان بيا د افغان روغتيايي چارواکو هغه خبرې ناسمې بللې چې په دې وروستيو کې يې ويلي، له بلوچستانه د چمن له لارې ورتلونکو ټولو ماشومانو ته د پوليو ضد قطرې نه وي ورکول شوې:
"دا خبره څه حقيقت نه لري، موږ يو ماشوم هم پرته له څاڅکو ورکولو نه پرېږدو. له کراچۍ راتلونکي ماشومان هم چې له ويکسين پاتي وي، دلته وېکسين کېږي. دلته د ورځې د څلور لېويز سرتېرو په شمول اتلس تنه د ويکسين کار کوي".
پوليو وايرس چې اوس په ټوله نړۍ کې ختم شوی، يواځې پاکستان او افغانستان هغه دوه هيوادونه دي، چې دغه وايرس اوس هم دلته وجود لري.
په پاکستان کې په تېرکال کې شل ماشومان پولیو وهلي خو په روان کال کې تر اوسه د پوليو يو مثبت کېس د پښتونخوا په بنو ضلع کې رپوټ شوی دی.
په بلوچستان کې په تېر او روان کال کې تر اوسه کوم ماشوم په ګوزڼ نه دی اخته شوی.
پاکستان: د چيف جسټس د اختيار محدودولو قانوني مسوده په سېنېټ کې هم منظوره شوې

د پاکستان د سپريم کورټ د چيف جسټس يا سترې محکمې د مشر قاضي د سوموټو نوټس يا از خود نوټس اخستو د اختیار راکمولو دپاره جوړه کړی شوې قانوني مسوده د قامي اسمبلۍ وروسته د برني اېوان سېنېټ هم منظوره کړی شوې ده. د عدالتي اصلاحاتو په نوم قانوني مسودې د سېنېټ نه منظورۍ په وخت پاکستان تحريک انصاف او جماعت اسلامي یې مخالفت کړی دی.
د وي او اې اردو د خبر ترمخه د قانون وزير سېنېټر اعظم نذير تارډ د سپريم کورټ د پرېکټس او پروسيجر په نوم قانوني مسوده سېنټ ته وړاندې کړې، تحريک انصاف او جماعت اسلامي یې مخالفت کړی او قانوني مسوده یې د سېنېټ قايمه کمېټۍ ته د لېږلو ويلي، خو رایې شماري پرې شوې 60 ووټونه یې په حق کې او 19 په مخالفت کې راغلي او قانوني مسوده منظوره کړی شوې ده.
قامي اسمبلۍ د دغه قانوني مسوده د شورو/ چهارشنبې په ورځ منظوره کړې ده، اوس د سېنېټ د منظورۍ وروسته دا صدر ته ولېږل شي او چې صدر یې لاسليک کړي رسمي قانون به شي.
د قانون وزیر په سېنېټ کې د قانوني مسودې وړاندې کولو په وخت ويلي، په تېرو دوه لسیزو کې په ځينو داسې معاملاتو از خود ټسونه اخستل شوي چې په هغې پوښتنې راولاړې شوي چې ايا دغه معاملې د سوټو اخستو جوګه هم وې که نه وې او انتظامي افسران پکې په کټهرو کې ودرول شوي دي.
هغه ويلي وکيلانو، قانون پوهانو بار کونسلو سره په اېوان کې په دغه اړوند د قانون سازۍ غږونه پورته شوي او اوس په عدليه کې دننه هم دا اوازونه مخې ته راغلي دي.
د از خود نوټس د واک په اړوند قانوني مسوده
د عدالتي اصلاحاتو په نوم قانوني مسودې له مخې له دې وروسته به د سپریم کورټ د درو سینېره ججانو کمېټۍ د «ازخود نوټس» اخیستو پرېکړه کوي.
په مسوده کې ویل شوي چې دغه کمېټۍ به د آیین د هر ډول تشریح لپاره پینځه کسیز بېنچ جوړوي. د آیین د 184 مادې په بنیاد هره موضوع باید لومړی د قاضیانو کمېټۍ ته وړاندې شي.
ياده مسوده چې په قانون بدله شي د دې په بنیاد به د سپریم کورټ د ازخود نوټس خلاف د اپیل کولو حق هم وي.
په مسوده کې راغلي چې اپیل یا درخواست به د ازخود نوټس تر اخیستو وروسته په 30 ورځو دننه کې کېږي او د هر سوموټو خلاف اپیل به په دوه اوونیو کې دننه اورېدل کیږي.
په ترمیمي مسوده کې راغلي چې دا قانون به د سپریم کورټ او هایکورټ پر فیصله عملي کېږي، چې پکې د بېنچونو جوړولو لپاره هم د چیف جسټس د واک محدودولو وړاندیز شوی دی.
د تحريک انصاف مخالفت
پاکستان تحریک انصاف په دغه قانوني مسددوه نيوکې کړي او د یاد ګوند مشر او مخکني وزيراعظم عمران خان تور لګولی چې وزيراعظم شهباز شریف د انتخاباتو نه د تېښتې دپاره په عدليه فشار اچول غواړي.
د ججانو اختلاف
دا قانوني مسوده وروسته له هغه وړاندې شوې چې د سپريم کورټ دوو ججانو جسټس منصور علي شاه او جسټس جمال مندوخېل د دوشنبې- ګل په ورځ د انتخاباتو د مقدمې پر فېصله باندې خپل اختلافي نوټ خپور کړ.
دوی په خپل اختلافي نوټ کې ويلي وو چې د چيف جسټس د پراخ اختیار له کبله په عدليه باندې نيوکې کېږي، دوی غوښتنه کړې وه چې د سپریم کورټ د جج په پراخ اختیار ته دې له نوي سره کتنه وشي.
د سپريم کورټ چيف جسټس عمر عطا بنديال په 90 ورځو کې په پنجاب او پښتونخوا کې د انتخاباتو پر معامله از خود نوټس اخستی وو او د دې مقدمې لپاره نهه کسيز لوی بېنچ جوړ کړل شوی وو خو وروسته دوو ججانو جسټس اعجازالاحسن او جسټس مظاهر علي اکبر نقوي د حکومتي ګوندونو تر اعتراض وروسته د مقدمې له اورېدنې بخښنه وغوښته.
څېړونکي: د پوځ د منظورۍ بغېر د ترهګرۍ په اړوند بدلون نه شي راتلی

څیړونکي وايي، د پاکستان موجوده ايتلافي [د پي ډي اېم] حکومت په تېر وزيراعظم عمران خان تور لګوي چې د هغه په حکومت کې ترهګر بیرته پښتونخوا او پاکستان ته راوستل شوي خو دا حکومت چې نزدې کال یې پوره کيږي، دې حکومت هم د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کوم خاص څه نه دي کړي او د ترهګرۍ په اړوند بدلون د پوځ د منظورۍ نه بغېر نه شي راتلی.
د پاکستان د موجوده حکومت د وزيراعظم شهباز شریف نه تر بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري او نورو وزيرانو پورې ټول د عمران خان په حکومت د وسله والو سره د خبرو په تړاو تور لګول کیږي چې په هغو خبرو کې یې ترهګر بیرته راوستي دي.
خو عمران خان د دغو تورونو په اړوند تل دريځ خپل کړی چې هغه د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو سره خبرې پېل کړې وې ځکه چې د هغه په وينا د زرګونو په شمېره کې وسله وال په افغانستان کې دېره وو بيرته به راتلل دوی وژلی نه شو.
خو دغه خبرې چې د کال 2021 په اکتوبر کې یې عمران خان د ټي ار ټي سره په يوه مرکه کې تاييد کړی وو، د تېر کال د نومبر پورې پکې ډز بندي روانه وه د پاکسان نه کابل ته پلاوي هم لېږل شوي په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په مينځګړيتوب یې د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو سره خبرې شوي، ډز بندۍ شوي، او د پاکستان نه کابل ته تللو جرګو ويلي چې د هغه وخت د استخباراتي ادارې د مشر او بيا په پېښور کې کور کمانډر جنرل فېض حميد په وينا دغه مذاکرات کېدل.
خو تحريک طالبان پاکستان د دغو مذاکراتو په لړ کې روانه ډز بندي تېر کال د نومبر په مياشت کې ختمه کړې او د بريدونو پېل کولو یې ويلي وو، او د دغې وروسته یې بيا پرله پسې د بريدونو زمه وارۍ اخستل منل پېل کړي دي.
موجوده حکومت بيا بیا دعوې کوي چې د ترهګرۍ نوغی به اوباسي خو څیړونکي وايي دې اوسني حکومت هم د ترهګرۍ د مخنيوي دپاره کوم خاص څه نه دي کړي او ښايي چې د دې حکومت په وړاندې دومره ډېر بحرانونه يا چېلنجونه دي چې لومړيتوب کوم ته ورکړي ځکه چې په خپله نښتی دی.
د پېښور پوهنتون د ايريا سټډي سنټر پخوانی مشر ډاکټر سرفراز خان خان وايي، پاکستان کې ترهګري د انتهاپسندۍ نه زېږېدلې او دا په پښتنه سيمه کې په منظم ډول سېوا کړی شوې ده.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د"ا انتهاپسندي اوسنۍ نه ده د دې پېل په افغانستان کې د شوري اتحاد پرضد چې نړيوال اتحاد، امريکا او غرب او د پاکستان ډکټېټر ضياالحق جنګ شورو کړو د هغې وخت نه دا انتها پسندي پېل شوې او بيا د 9/11 نه وروسته ترهګري ډېره زیاته شوې ده".
هغه وويل "پاکستان کې د حميد ګل نه واخله تر فېض حميد پورې جرنېلانو که د وسله والو ملاتړ نه کولو خو نرمه رويه یې ورسره ساتله او عمران خان د طالبان خان په نوم ياد کړی شو او د پيپلز ګوند حکومت که د وسله والو مخالف وو خو په دغه لړ کې حکومتونو څه نه شو کولی".
د ډاکټر سرفرخان خان په خبره "موجوده حکومت دومره کړي چې عمران خان کومې خبرې شورو کړې وې دوی ورته ويلي که ټي ټي پي د ايين چوکاټ نه مني دوی ورسره خبرې نه کوي او نه یې مني دومره بدلون به راغلی وي نور بدلون د پوځ د منظورۍ نه بغېر نه شي راتلی".
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير روانه مياشت د خېبرپښتونخوا د جنوبي وزيرستان ضلعې سفر کړی د افغانستان سره په پوله جوړو مورچو ته ورغلی او ویلي يې وو چې د ترهګرۍ د خاتمې پورې به جګړه روانه وي.
او څيړونکی پروفېسر اعجاز خټک هم وايي، "دې اوسني حکومت هم د ترهګرۍ ضد ډېر څه نه دي کړي".
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "د عمران خان په حکومت او جنرل فېض په وخت کې وسله وال په رضا راوستل شو په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته ټي ټي پي ځان ډاډ محسوسول پېل کړه او دېخوا یې خپله کيسه شورو کړه، دې حکومت ته اوس خپله سياسي حالات ګډوډ دي او اقتصاد هم په داسې حالت کې دی چې نه ښکاري چې دا حکومت به څه وکړي او کولی شي".
هغه زياته کړه، "دا حکومت به غواړي او ترجيحاتو کې به یې هم وي، ترهګري ده، اقتصادي سياسي او عدالتي مسلې دې، د هر ځای خپلې مسلې دي په ملک کې يو ډول ثبات هم نشته نو هر اړخ ته بحران دی".
د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف مشرۍ پېښور کې په 30م جنورۍ په پوليس لاين کې د ځانمرګي بريد وروسته د اېپکس کمېټۍ غونډه شوې او ويل شوي وو، "غونډې اتفاق کړی چې د ترهګرۍ د خاتمې دپاره به د مرکز او صوبو ترمنځ يو سوچ او تګلاره جوړولی شي په ملک کې دننه د ترهګرۍ د مالي مرستو ټولې سرچينې به ختمولی شي".
تېره شپه د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سيمه کې په پوليسو په وسله وال بريد او چاودنه کې د يو ډي اېس پي افسر په ګډون څلور پوليس وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. تحريک طالبان پاکستان یې زمه واري منلې ده.
د خېبرپښتونخوا نګران وزیراعلا اعظم خان د لکي مروت د پېښې غندنه کړې ده.
مسرت هلالي د پېښور هایکورټ وړومبۍ ښځینه مشره ججه ټاکل شوې ده

دپېښور هایکورټ تر ټولو سینیر ججه اغلې مسرت هلالي دپېښور هایکورټ په تاریخ کې د وړومبۍ ښځینه قاضڼې یا چیف جسټس په توګه ټاکل شوې ده اؤ دپاکستان دقانون اؤ انصاف وزارت دهغې دتقررۍ اعلامیه هم خپره کړې ده.
مېرمن مسرت هلالي دپښتو د وتلي شاعر اؤ ادیب ارواښاد خانمیر هلالي لور ده چې دکال2014 راهسې پېښور هایکورټ کې دججې په توګه خدمات ترسره کوي.
دمشرې قاضڼې په توګه دهغې دتقررۍ منظوري دهیواد صدر ډاکټر عارف علوي ورکړې ده اؤ دا به دپاکستان په تاریخ کې دویمه میرمن وي چې دیو هایکورټ مشري په لاس کې اخلي.
تر دې وړاندې دکال2018 نه اکتوبر کال2019 پورې ښځینه ججه طاهرہ صفدر دبلوچستان هایکورټ چیف جسټس پاتې شوې وه.
دقانون اؤ انصاف وزارت اعلامیه کې ویل شوي چې مسرت هلالي به دپاکستان دجوډیشل کمیشن له لوري دهایکورټ دچیف جسټس تر باقاعده تقررۍ د اپریل د وړومبۍ نیټې نه دپېښور هایکورټ دمشرې ججې یا چیف جسټس په توګه ذمه وارۍ سمبالې کړې.
د ډان ورڅپاڼې د رپورټ له مخې دپېښور اوسیدونکې 62 کلنې مسرت هلالي دپېښور پوهنتون دخېبر لاء کالج نه دقانون ډګري ترلاسه کړې ده.
هغې دکال 1983 څخه په ضلعي عدالتونو کې،بیا په کال 1988 کې پېښور هایکورټ کې اؤ کال 2006م کې دسپریم کورټ د وکیلې په توګه خدمات ترسره کړې دي.
هغه دپېښور هایکورټ بار اؤ دسپریم کورټ بار په بیلابیلو عهدو هم پاتې شوې ده.
ددې ترڅنګ هغه دنومبر کال 2001م نه تر مارچ 2004م پورې دخېبر پښتونخوا وړومبۍ ښځینه ایډیشنل ایډوکیټ جنرل یا مرستیاله سرکاري وکیله هم پاتې شوې ده.
میرمن هلالي په 26م مارچ کال 2013م کې دمرستیالې ججې په توګه دپېښور هایکورټ په ججانو کې شامله شوې وه اؤ بیا په 13م مارچ کال2014م کې دهایکورټ مستقله ججه ټاکل شوې وه
دمسرت هلالي پلار خانمیر هلالي دپښتو یو وتلی شاعر اؤ ادیب ؤ اؤ دباچا خان سره په خدایې خدمتګار تحریک کې هم تر څه مودې پاتې شوی ؤ چې ذکر یې باچاخان پخپل کتاب "زما ژوند اؤ جدوجهد" کې هم کړی دی.
خو ځینې تاریخ پوهان وایي چې وروسته بیا خانمیر هلالي دباچاخان دخدایې خدمتګار تحریک نه مرور شوی ؤ اؤ د "افغان جرګه " په نوم یې دڅو نورو شاعرانو لیکوالانو په ملتیا یو تنظیم جوړ کړی ؤ .
په دغه جرګه کې دخانمیر هلالي سره دنورو لیکوالانو اؤ شاعرانو ترڅنګ دخدایي خدمتګار تحریک غړي اؤ وتلي شاعران عبدالاکبر خان اکبر، میا احمد شاه اؤ میا جعفر شاه کاکا خېل هم ملګري وؤ
الیکشن کمېشن پښتونخوا اسمبلۍ لپاره په 8م اکتوبر انتخابات اعلان کړل

دپاکستان په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې دالیکشن دنیټې پسر دپیدا شوي سیاسي تاؤ تریخوالي په ترڅ کې الیکشن کمیشن ترپنجاب وروسته دخېبر پښتونخوا اسمبلۍ انتخاباتو لپاره هم د8م اکتوبر نیټه اعلان کړې ده.
د چهارشنبې په ورځ الیکشن کمیشن خېبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره په 8م اکتوبر دانتخاباتو نېټه په داسې حال کې اعلان کړې ده چې پنجاب کې دانتخاباتو ځنډولو معامله تحریک انصاف ګوند سپریم کورټ ته وړې ده اؤ په عدالت کې هم ددې قضیې پسر دججانو ترمنځ اختلافونه راولاړ شوي دي.
تر دې وړاندې الیکشن کمیشن پنجاب صوبه کې انتخاباتو لپاره داپریل 30نیټه اعلان کړې وه خو بیا یې په دې دریځ خپلولو سره دغه نیټه 8م اکتوبر ته وغځوله چې کمیشن ته نه خو حکومت انتخاباتو لپاره پیسو ورکولو ته تیار دی اؤ نه پوځ اؤ پولیس خپل ځواکونه ورکوي.
سپریم کورټ روانه میاشت پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې انتخاباتو لپاره دنیټې په نه اعلانیدو له خپله انده نوټس اخستی ؤ اؤ حکم یې کړی ؤ چې داسمبلیو ماتېدو نه وروسته په 90 ورځو کې دننه انتخابات کول اییني ذمه واري ده.
دسپریم کورټ له دغې حکم وروسته په 24م مارچ دخېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي الیکشن کمیشن ته په یو استول شوي لیک کې دصوبایي اسمبلۍ انتخاباتو لپاره داکتوبر8مه نیټه وړاندیز کړې وه چې الیکشن کمیشن ددغې نیټې سره اتفاق کړی دی .
خو بل لوري ته تحریک انصاف ګوند دانتخاباتو دنیټې وروسته کولو پرضد سپریم کورټ کې درخواست هم جمع کړی دی چې اوریدنه یې دمشر قاضي عمر عطاء بندیال په مشرۍ دسپریم کورټ پینځه کسیزه بینچ کوي.
دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان واضحه کړې ده چې که انتخابات له خپلې اییني مودې نه یوه ورځ هم وروسته کیږي نو ددوي ګوند به یې خلاف مزاحمت کوي.
خو مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف پي ډي ایم ګوندونه په ګرد هیواد کې په یوه ورځ دانتخاباتو پلوي دي اؤ دریځ یې خپل کړی دی چې که په بیلابیلو وختونو کې دصوبو اؤ مرکز دننه انتخابات وشي نو دې سره بیا هیواد کې سیاسي تاو تریخوالی اؤ د الزامونو سیاست سر راپورته کولی شي.
دانتخاباتو دنیټې په سر سپریم کورټ کې د روانې قضیې د اوریدنې په مهال دسپریم کورټ دججانو ترمنځ هم اختلافونه رامنځته شوي دي اؤ دپاکستان حکومت تېره ورځ دقامي اسمبلۍ نه دعدلیې د واکونو محدودولو ترمیمي قانوني مسوده منظور کړې ده.