لاس رسیدونکی لینک

 
په ماسکو د اوکراین په ډرون حمله کې دوه کسان زخمیان شوي
تازه خبر

په ماسکو د اوکراین په ډرون حمله کې دوه کسان زخمیان شوي


د اوکراین د ډرون بريد په اړه روسي چارواکو وویل چې په حمله کې د ماسکو او کلوګا سیمې په نخښه شوي وې. د هوايي حملې په نتیجه کې د روس په یو شمېر هوايي اډو پروازونه وځنډېدل خو وروسته بیا شروع شول
د اوکراین د ډرون بريد په اړه روسي چارواکو وویل چې په حمله کې د ماسکو او کلوګا سیمې په نخښه شوي وې. د هوايي حملې په نتیجه کې د روس په یو شمېر هوايي اډو پروازونه وځنډېدل خو وروسته بیا شروع شول

د روس په سرښار ماسکو کې دوه کسان د ګل، دوشنبې، په ورځ په داسې حال کې زخمیان شول چې روسي دفاعي ځواکونو د اورکراین یو ډرون راوغوځولو او د ډرون ټوټې په یو کور ورپرېوتلې.

بلخوا، په ډېنمارک کې د روس سفیر د ډېنمارک دا فېصله وغندله چې کوپن هېګن په کییف ته اېف سېکسټین یا اېف شپاړلس ډول جنګي جهازونه ورکوي.

د اوکراین د ډرون بريد په اړه روسي چارواکو وویل چې په حمله کې د ماسکو او کلوګا سیمې په نخښه شوي وې. د هوايي حملې په نتیجه کې د روس په یو شمېر هوايي اډو پروازونه وځنډېدل خو وروسته بیا شروع شول.

روسي او اوکرایني ځواکونه دواړه د يو بل په ضد ډرون استعمالوي.

هم د ګل، دوشنبې، په د اوکراین صدر ولادېمير زېلېنسکي د ډېنمارک قانون سازانو ته خطاب وکړو شکریه يې ادا کړه چې ډېنمارک او هالېنډ به اوکراین ته د امریکې جوړ اېف شپاړس جهازونه ورکوي. ډېنمارک او هالېنډ یوه ورځ وړاندې اوکراین ته د اېف ۱۶ ورکولو فېصله اعلان کړې ده.

په ډېنمارک کې د روس سیفر ولادېمیر باربېن د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل چې اوکراین ته د ډېنمارک اېف ۱۶ جهازونه ورکول جګړې ته دوام ورکول دي.

د ډېنمارک وزیراعظمې اوکراین ته د ۱۹ اېف ۱۶ ورکولو لوظ کړی او امید يې څرګند کړی چې د ۲۰۲۴ په شروع کې به اوکراین ته لومړي شپږ جهازونه ورکړی شي.

د هالېنډ وزیراعظم نه ده واضحه کړې په څومره شمېره کې او کله به اوکراین ته د اطف ۱۶ ورکوي خو هغه ویلي د دې انحصار په دې خبره دې اوکرایني عمله او بنیادي اډاڼه څومره زر تیارېدلی شي.

ډېنمارک او هالېنډ د هغو ملکونو په اتحاد کې شامل دي چې د اېف ۱۶ په شان جدید جنګي جهازونو چلولو دپاره اوکرایني پایلټانو ته تربیت ورکوي.

امریکايي چارواکو ویلي دا امکان نه لري چې اېف ۱۶ جهازونه به په سمدستي ډول د اوکراین په جنګ کې بدلون وکړي.
د امریکې د هوايي پوځ جنرل جېمز هېکر د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې روس او اوکراین دواړه د هوايي دفاع ښه مربوط نظام لري نو ځکه یو ملک هم په هوايي جنګ کې برتري نه ده ترلاسه کړې.

یادونه: د دې رپورټ معلومات د ای پي، روېټرز او ای اېف پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG