د بلوچستان د دوؤ نورو ضلعو نه د پولیو د ناروغۍ دوه تازه پېښې مخې ته راغلي چې دې سره د روان کال په اوږدو کې د پاکستان دننه د پولیو د پېښو شمېره ۱۱ ته رسېدلې ده.
د پاکستان د صحت په قامي اداره کې د پولیو د مخنیوي لیبارټرۍ ویلي چې د بلوچستان په جهل مګسي کې یو درې کلن ماشوم اؤ په قلعه عبدالله کې یو نیم کلن ماشوم ته د پولیو وایرس ورپورې شوي دي.
د دې وایرسو جینیاتي تعلق د وايي بي تهري ای کلسټر سره ښودل شوی دی.
د صحت لپاره د پاکستان د وزیراعظم رابطه کار ډاکټر ملک مختار برت ویلي چې د پولیو موزي مرض یو وار بیا پاکستان کې دوه ماشومان د ټول عمر لپاره معذوره کړي اؤ دا نه یوازې د دغو ماشومانو د کورنیو لپاره د پریشانۍ خبره ده بلکې د ټول ملک لپاره هم له اندېښنې ډکه ده چې په هیواد کې لا اوس هم دا وایرس شته.
د پولیو لپاره د وزیراعظم استازې عایشه رضا فاروق ویلي چې بلوچستان کې د پولیو وایرس د خورېدو له امله تر اوسه ددغه صوبې له شپږو ضلعو نهه ماشومان په پولیو وایرس اخته شوي دي.
هغې ویلي چې د پاکستان د پولیو پروګرام ددې وضعیت ارزونه کوي اؤ په ماشومانو کې د پولیو په ضد د کم مدافعت د قوت لرې کولو لپاره تګلاره ټاکي تر څو ماشومان له دې موذي مرضه خوندي کړي.
د نیشل ایمرجنسي اپریشنز سینټر رابطه کار کیپټن (ر) انوار الحق ویلي چې د پولیو مخنیوي د کمپاینونو مخې ته تېره میاشت بلوچستا کې خنډان راولاړ شوي وؤ.
هغه ویلي چې په سیمه ییزه کچه د احتجاجونو اؤ د امن د وضعیت له امله د بلوچستان په نورو ضلعو کې د پولیو د مخنیوي کمپاینونه سرته نه وؤ رسول شوي چې نتیجه یې ماشومانو ته د پولیو د وایرس ورپورې کیدو په شکل کې مخې ته راغلې ده.
د اتمې اؤ ۱۰مې جولایي تر منځ د خضدار، کوټې، دکۍ، کراچۍ ایسټ، کراچۍ ملیر، راولپنډۍ، لاهور اؤ ګوجرانواله نه اخستل شوؤ ماحولیاتي نمونو کې هم د پولیو وایرس د شتون پخلی شوی ؤ.
سږکال پاکستان کې د پولیو ۱۱ پېښې مخې ته راغلي دي اؤ د ۵۷ ضلعو په ماحولیاتي نمونو کې هم د پولیو وایرس د شتون تصدیق شوی دی.
Forum