لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر:دپولیسو په پوسته ځانمرګي برید کې دوه پولیس وژل شوي دي


سرچینې وایي وسله والو وړومبی دتخته بیګ په امنیتي پوسته یا پولیس څوکۍ ناتاره ډزې اؤ دلاسي بم برید وکړو اؤ بیا په دغه مهال ځانمرګي بریدګر خپل ځان دپولیسو دپوستې ترڅنګ والوځولو
سرچینې وایي وسله والو وړومبی دتخته بیګ په امنیتي پوسته یا پولیس څوکۍ ناتاره ډزې اؤ دلاسي بم برید وکړو اؤ بیا په دغه مهال ځانمرګي بریدګر خپل ځان دپولیسو دپوستې ترڅنګ والوځولو

دخېبر پښتونخوا دقبایلي ضلعې خیبر په جمرود تحصیل کې دپولیسو په یوه پوسته شوي ځانمرګي برید کې دوه پولیس عسکر اؤ درې عسکر نور ژوبل شوي دي.

دسیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډيوه ته ویلي دا برید د زیارت په ماسخوتن په تخته بیګ سیمه کې دپولیسو په یوه څوکۍ شوی دی.

سرچینې وایي وسله والو وړومبی دتخته بیګ په امنیتي پوسته یا پولیس څوکۍ ناتاره ډزې اؤ دلاسي بم برید وکړو اؤ بیا په دغه مهال ځانمرګي بریدګر خپل ځان دپولیسو دپوستې ترڅنګ والوځولو.

دخیبر ضلعې دپولیسو مشر یا ډي پي او عمران خان دې برید کې د دوؤ عسکرو د وژل کیدو اؤ نورو دریوؤ د ژوبل کیدو پخلی کړی اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې دپولیسو په ځوابي ډزو کې یو ځانمرګی بریدګر هم وژل شوی دی.

پولیس اول ویلي وو چې په برید کې د پولیس پوسټ اشپز هم وژل شوی خو د جمعې په ورځ‌ یو پولیس افسر وویل اشپز وژل شوی نه دی بلکې زخمي شوی دی.

دپولیسو مشر وایي دبرید نه وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي اؤ سیمه ېې پخپله ولکه کې اخستې ده.

ددې برید پړه تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخستې ده اؤ دطالبانو ویاند پخپل یو لنډ بیان کې یوازې دومره ویلي چې دا یو ځانمرګي برید ؤ خو دنور زیان جذیات یې نه دي ښودلي .

دخیبر پښتونخوا صوبې چارسمبالي وزیراعلا محمود خان په تخته بیګ کې دپولیسو په پوسته دترسره شوي دې برید غندنه کړې ده اؤ د صوبې دپولیسو مشر نه یې د برید په اړه رپورټ غوښتی دی.

پخپل بیان کې وزیراعلا محمود خان ویلي چې دامن پځائ کولو لپاره دپولیسو لخوا ورکړل کیدونکې قربانۍ بې ځایه نه ځي .

هغه پېښه کې د وژل شوؤ اؤ ژوبل عسکرو دکورنیو سره دخواخوږي ښودلې ده.

تر دې وړاندې د 13مې او 14مې جنورۍ په مينځ شپه کې د پېښور په سربند علاقه کې د ترهګرو یو بريد یو پولیس ډي اېس پي سردار حسېن، او دوه پولیس عسکر ارشاد او جهانزېب وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا پولیسو دعوې کړې دي چې وسله والو ترهګرو ته نوې عصري وسلې په لاس ورغلي دي چې دهغې له امله دوي خپل بریدونه چټک کړي دي .

د جنورۍ په وړومبۍ اوونۍ کې د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر معظم جاه انصاري ويلي وو دغه وسله کېدای شي چې په افغانستان کې د نېټو ځواکونو نه پاتې شوې وي

پوليس وايي ټي ټي پي تېرو څو ترهګریزو بریدونو کې ترمل سایټ نومې ټيکنالوجي کارولې ده او دوي هم پوليسو ته دغه ټيکنالوجي ورکوي۔

د خېبرپښتونخوا پوليس ترمخه ، تېر کال په 2022 کې په صوبه کې 196 ترهګر په پوليس مقابلو کې وژل شوي، او 118 پوليس هم د ترهګرۍ پرضد جګړه کې وژل شوي او 117 ژوبل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا پوليس اډيشنل انسپکټر جنرل محمد علي باباخېل په 23م دسمبر مطبوعاتو سره د پولیس عملیاتو شمېرې شريکې کړې وې او ويلي يې وو، د صوبې څلور جنوبي ضلعې، شمالي او جنوبي وزيرستان، لکي مروت او بنو د ترهګرۍ ښکار پاتې شوي او زياتې پېښې پکې شوې وې.

د پولیس شمېرو ترمخه تېر کال په صوبه کې سي ټي ډي 806 ترهګر نيولي چې پکې د 90 ترهګرو په سرونو قيمتونه هم مقرر وو.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG