لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واڼه، ټانک او کرمه کې د ډزو په پېښو کې د دوو پوليسو او قامي مشر په ګډون پينځه تنه وژل شوي


د خېبر پښتونخوا په جنوبي وزيرستان او ټانک ضلعو کې په جدا جدا حملو کې دوه پوليس په ډزو وژل شوي او یو زخمي شوی دی او په کرمه ضلع کې په هدفي برید کې د یو قامي مشر په ګډون درې کسان وژل شوي او دو نور ټپیان شوي دي.

پولیس د تشدد دغه پېښې تایيدوي او وایي د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه بازار کې د ټرېفک پوليس اهلکار سعيد الله په ډزو ویشتل شوی او په موقع وژل شوی دی.

د واڼه بازار تاڼې پوليس محرر نظام وي او اې ډيوه ته وويل د پېښې وروسته يو تن نيول شوی، خو د وژل شوي پوليس اهلکار د چا سره شخصي دښمني نه وه او دا د ترهګرۍ پېښه ده.

بله پېښه هم نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ [16 جون] د صوبې انتهايي سویلي ضلعې ټانک کې رامنځته شوې چې پکې په پولیسو نامالومه کسانو ډزې کړي دي.

د ټانک د پولیسو يو افسر ډي اېس پي انعام ګنډاپور وویل دا برید د ټانک ښار نه 15 کلو میټره لرې جنوب لوديځ په ډبره بازار کې شوی دی.

هغه وویل برید کې د پولیسو یو اهلکار محسن علي په ځایې وژل شوی او یو بل ژوبل شوی خو حالت یې د خطرې نه بهر دی.

هغه زیاته کړه پوليس اهلکار په ډبره بازار کې د ټرېفک نظام د قابو کولو په حال کې وو چې تر بريد لاندې راغلل .

تر اوسه په پولیسو د بريد زمه واري چا نه ده منلې.

خو د پولیسو افسر وایي دا د ترهګرۍ پېښه وه چې په موټرسایکل سورو وسله والو کسانو په پوليسو ډزې وکړې، او بیا تښتېدلي دي.

هغه وویل پولیس او پوځ ټوله سیمه په ګېره کې اخستې او د لټون عملیات يې پېل کړي دي.

بل لور ته د کرمې پولیسو دفتر ویلي، تېر ماښام د ضلعې مرکز پاړاچنار نه نزدې 25 کلو میټره لرې ټوپاکي سیمه کې نا مالومه کسانو په یو ګاډي ډزې کړي چې پکې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.

د دوی په وینا ډزې د منګل قبیلې یوه مخه ور مشر او د ویلج کونسل چیرمین مومن خان په ګاډي شوي چې پکې هغه په خپله وژل شوی دی.

پولیسو ویلي دوی ته ویل شوي چې دغه کسان سده بازار ته روان وو چې په یو بل ګاډي کې په پټ مخ کسان راغلل او د دوی په ګاډي يې ناتاره ډزې پېل کړې.

ویل کیږي وژل شوی مشر د شیعه سني ترمینځ فرقه يیزه تاو تریخوالي کمولو کې مرکزي کردار لوبلو هم دغه وجه ده چې د کرمې ضلعې دواړو خواوې شیعه او سني خلکو د هغه په وژنه د خواشينۍ څرګندونه کوي اندېښنه يې څرګنده کړې چې بيا دغلته فرقه ييزه شخړو ته لار جوړول کیږي

دا بریدونه په داسې حال شوي چې د حکومت او پاکستاني طالبانو تر مینځ خبرې روانې دي د او د دغو خبرو وروسته ویل شوي د ټي ټي پي د بلې اعلاميې پورې به ډز بندي وي.

د عسکري چارو کارپوهه او د پوځ پخوانی افسر ریټایرډ بريګيډير سید نظیر وایي مزاکرات یواځې د تحریک طالبان پاکستان سره روان دي، خو دغلته د داعش ترڅنګ نورې ډلې هم فعاليتونه لري.

چې د دغو بریدو نو د لارې د حکومت او د تحریک طالبان پاکستان تر مینځ د روانو خبرو پروسه متاثره کولو هڅه کوي.

تیره اوو نۍ هم د پاکستان د پوځ سر لښکر جنرال قمر جاوید باجوه د کور کمانډرز غونډې پرمهال په ملک کې د ننه روانو ردالفساد عملیاتو باندې ډاډ ښکاره کړی وو او د ترهګرو پرضد اپریشن ردالفساد دکامیابۍ دعوه يې په داسې حال کې کړې چې پاکستان کې په وروستيو کې د ترهګرۍ پېښې رامنځته کېدل سېوا شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG