لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان او ټانک کې بريد او نښته کې دوه عسکر، او د دوو ماشومانو په ګډون يو وسله وال وژل شوي


د کال 2017 په دې تصویر کې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې پاکستاني عسکر د افغانستان سره په پوله د ازغن تار ولاړ لیدل کېږي
د کال 2017 په دې تصویر کې د جنوبي وزیرستان په انګور اډه سیمه کې پاکستاني عسکر د افغانستان سره په پوله د ازغن تار ولاړ لیدل کېږي

د خېبرپښتونخوا په جنوبي وزیرستان ضلع کې د امنیتي عسکرو په پوسته د وسله والو په برید کې دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي او په ټانک کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو په جګړه کې یو وسله وال او دوه تنکي ماشومان وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د دغه پېښو زمه واري منلې ده.

د ټانک پولیس وايي د زیارت، پنجشنبې، په غرمه د ټانک په نندور سیمه کې د لټون عملیاتو پرمهال په کمین کې ناسو وسله والو په امنیتي عسکرو ناتاره ډزې وکړې چې په کې د یو شخصي سکول دوه تنکي زده کونکي ووژل شوو. د ځايي خلکو په وینا وژل شوي ماشومان د تره زامن وو سکول ته په لار وو چې په د ډزو په تبادله کې ګېر شول او ولګېدل.

د ټانک پولیسو ویاند محمد ابراهیم وویل د امنیتي عسکرو په چټکتيا سر ه د وسلوالو برید ته ځواب کړی او د ډزو په تبادله کې یو مهم وسله وال ووژل شو او د هغه د قبضې څخه وسله ترلاسه شوې ده.

ابراهیم وویل دې پېښې پلټنې پیل کړی شوي دي.

د سیمې نه ځايي خلکو وویل د دواړو خواو نه ډزې تر ډیر ساعته روانې وې.

ځايی خلکو اندیښنه څرګنده چې علاقه یې د وسله والو او امنیتي عسکرو ترمینځ د جګړې میدان جوړ شوی عام ولس پکې ځپل کیږي.

بل لور ته چارواکي وايي د جنوبي وزیرستان بابړ سیمه کې وسله والو دشپې پرمهال د امنیتي عسکرو په پوسته برید کړی چې پکې د ملېشې ځواک دوه عسکر وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.

د دغو بریدونو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې او امنیتي عسکرو ته د زیات زیان اړولو دعوه یې کړې ده.

د صوبې په جنوبي ضلعو کې په تیره یوه ورځ کې دا څلورم برید دی.

له دې نه وړاندې په قبایلو ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان کې تیره ورځ دوه بمي چاودنې د دوو پوځيانو او یو قبایلي مشر په ګډون پکې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي وو.

پرون په باجوړ کې هم په یوه ورځ دوه بمي چاودنې شوې وې چې دوه کسان پکې وژل شوي وو، د دغو چاودنو زمه واري داعش منلې وه.

تېره شپه په خېبر ضلعه کې هم د پوليسو په يوه پوسته وسله وال برید شوی، يو پوليس اهلکار پکې وژل شوی وو. تحريک طالبان پاکستان د بريد زمه واري منلې ده.

نګران وزیراعظم انوار الحق په هیواد کې د ترهګرۍ روانه لړۍ په کلکو ټکو غندلې او ويلي يې دي تر څو چې ملک نه د ترهګرۍ نوغی په بشپړ ډول ویستل شوی نه وي تر هغې به د ترهګرۍ پرضد روانې جګړې ته دوام ورکولی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG