لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپښتونخوا جنوبي ضلعو کې د دوؤ ترهګرو په ګډون پینځه کسان وژل شوي


امنیتی سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي تیر ورځ دوی ته د ډیره اسماعیل خان کلاچي سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع شوې وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي

په ډیره اسماعیل خان کې دوه کسان په بیلا بیلو هدفي بریدونو کې وژل شوي اؤ د ډیره اسماعیل خان کلاچي سیمه کې د عملیاتو په پایله کې د دوو وسله والو د وژل کېدو دعوه هم شوې ده.

ددې ترڅنګ په لکي مروت ضلعه کې د یو تن مړی په داسې حال کې موندل شوی چې له تن نه یې سر جدا کړل شوی دی.

پولیس د هدفي وژنو دا پېښې تاییدوي او وایي یادې پېښې تېر ماښام د ډیره اسماعیل خان د پرواه تاڼې په حدودو کې شوې دي.

د پروا تاڼې چارواکي وایي لومړۍ پېښه د پروا تحصیل په ببر پکه سیمه کې شوې او د شیعه مسلک سره تړاو لرونکی یو تن ثقلین عباس د نامالومه کسانو په ډزو وژل شوی دی.

د دوی په وینا بله پېښه د پرواه تحصیل په شاه حسین سیمه کې شوی چې پکې یو تن وژل شوی ،د وژل شوي تن پېژندګلو د واحد نور وزیر په نوم شوې چې تړاو یې کوز جنوبي وزیرستان واڼه سیمې سره و.

پروا د ښار نه نیزدې 70 کامیټره لرې سویل ختیز سیمه ده چې پولې یې د پنجاب بکهر او ډیره غازي خان ضلعو سره لګیدلې او تیرو وختونو کې زیاته د فرقه ایزو شخړو سره مخ پاتې شوې.

هم په عین حال کې ډیره اسماعیل خان کلاچي سیمه کې امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دوو ترهګر د وژلو او یو بل دنیولو دعوه کړې ده

امنیتی سرچینو وي او ای ډیوه سره شریکو کړو مالوماتو کې ویلي تیر ورځ دوی ته د ډیره اسماعیل خان کلاچي سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع شوې وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

ویل شوي کله چې دې علاقې ته امنیتي ځواکونه ورسېدل او تر وسلوالو یې ګېره چاپیره کړه نو وسلوالو پرې ډزې پېل کړې.

سرچینو ویلي د ډزو په تبادله کې دوه مهم ترهګر وژل شوي او یو نیول شوی او د دوی د قبضې نه يې خودکارې وسلې ترلاسه کړي دي.

تر دې مهاله د وژل شويو کسانو پیژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې او نه د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته د نقصان په اړه څه ویل شوي دي.

د يادو عملياتو په اړه تحريک طالبان پاکستان يا بلې کومې ډلې څه نه دي ویلي.

په 15مه جنورۍ د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ پرضد پولیسو سي ټي ډي په پېښور کې د دوو ترهګرو د وژلو دعوه وروسته له هغې کړې وه چې په یو وسله وال برید کې د پولیسو دیو افسر ډي ایس پي په ګډون درې پولیس عسکر وژل شوي وو.

د دې ترڅنګ پولیس وایي د لکي مروت ضلعې نورنګ تحصیل براګۍ تاڼۍ په حدودو کې د یو تن مړی په داسې حال کې موندل شوی چې سر یې له تن څخه جدا کړل شوی و.

د پولیسو په وینا د وژل شوي تن سره یوه کاغذ پاڼه غورځول شوې چې پکې دغه تن د پوځ او نورو امنیتي ادارو ته په جاسوسي کولو تورن کړل شوی خو ددغه دعوې څه تصدیق نه دی شوی.

په کاغذ پاڼه د وسله والو اتحاد المجاهدین نوم لیکل شوی.

په لکي مروت کې د ګل یا دوشنبې په ورځ د ټانک سیمې سره دتړاو لرونکي یو دیني عالم سر غوڅ کړل شوی و.

په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا صوبې په بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې چې دې بریدونو کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخستې ده.

پاکستان،په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې وروسته له هغې په پولیسو اؤ پوځيانو د وسله والو بریدونو لړۍ چټک شوې ده چې په 28م نومبر تحریک طالبان پاکستان حکومت سره د اوربند ماتولو اعلان وکړو.

خپلواکه څېړنيزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ويلي چې دتېرکال 2022م په اوږدو کې د پاکستان دننه د ترهګرۍ 376 پېښې رامنځ ته شوي چې په کې 282 امنیتي مامورین یا عسکر وژل شوي دي.

په رپورټ کې اندېښنه ښودل شوې چې کال 2023م کې پاکستان د لا نور تشدد سره مخامخ کېدای شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

ايران غواړي پاکستان ته د ګيس ورکولو په پروژه کې چين هم ملګری کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه


د امریکا صدر جوبایډن د سټېټ اف دي یونین وینا
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG