د پنجاب په قصور سیمه کې پولیسو د دوؤ مسلمانو مېرمنو خلاف د مذهب د سپکاوي مقدمه درج کړې اؤ یوه مېرمنه یې پکې نیولې ده.
د پاکستان د آج ټي وي د رپورټ له مخې دا پېښه د قصور په راي کلا کلي کې مخې ته راغلې ده.
رپورټ وایي دغلته د یو شخصي سکول په ښځینه مالکه اؤ د هغې په ښځينه اشپزه د قران پاک د پاڼو سوځولو تورونه لګول شوي وؤ اؤ د کلي د جوماتونو نه د دغو دواړو مېرمنو په ضد خلکو ته د راوتلو اعلانونه شوي وؤ.
په سوشل میډیا هم ځېنو فعالانو د قران پاک د سوځېدلو پاڼو ویډیوګانې خپرې کړې اؤ دعوه یې کړې ده چې دا پاڼې دغو دوؤ ښځو سوځولي دي.
پولیسو ویلي چې په سوشل میډیا ددغو ویډیو ګانو له خپریدو وروسته دا دواړه ښځې له کلې تښتېدلې وې .
د مصطفا اباد پولیس تاڼې مشر یا ایس ایچ او حسن عمران رسنیو ته ویلي پولیسو د سکول د مالکې ملازمه د امنیتي اندېښنو له امله نیولې اؤ نامعلوم ځای ته یې منتقل کړې ده.
پاکستاني رسنۍ وایي چې پولیسو ددغو دواړو مېرمنو خلاف د مذهب د سپکاوي د قانون د دفعه 295-B لاندې مقدمه درج کړې ده چې پکې په هغوي د قران پاک د پاڼو سوځولو تورونه لګول شوي دي.
پولیس وایي د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي اؤ معلوموي چې ایا هغوي په رښتیا هم د مذهب د سپکاوي اقدام کړی که نه؟
د پنجاب په قصور سیمه کې په بیلابیلو وختونو کې په لسګونو کسانو د مذهب د سپکاوي تورونه لګول شوي دي.
په کال 2014م کې د قصور ضلعې په کوټ رادها کشن علاقه کې په سلګونو خلکو شهزاد مسيح نومې یو عیسوي وګړی او د هغه ښځه شمع د قران پاک د سپکاوي په تورونو د خښتو په بټۍ کې ژوندي سوځولي وو.
هم په دغه کال بیا د قصور په بهمني سیمه کې تر دولسو د زیاتو مسیحیانو کورونه د مذهب د سپکاوي په تورونو سوځول شوي وؤ.
پاکستان کې د مذهب د سپکاوي تر ټولو زیاتې مقدمې په پنجاب صوبه کې درج کولی شي او په دغه صوبه کې په ځانګړي ډول عسيايي لږکۍ تور لګوي چې دوي د خپلو کورونو څخه ويستل کيږي او ځورول کيږي.
خو د پنجاب تر څنګ د ملک په نورو صوبو کې هم اکثره د مذهب د سپکاوي په تورونو د خلکو خلاف مقدمې درج کیږي اؤ زیاتره هغه خلک چې د مذهب دسپکاوي د تورونو سره مخ شي د عدالت نه پشي شا پاریدلي مظاهرین پخپل سر هم وژني.
سږکال د جون په 20مه د پنجاب له سيالکوټ سیمې د پښتونخو سوات سیمې ته د سېل لپاره ورغلی تن سلیمان په مدين سیمه کې قهرجنو خلکو د قران پاک د سوځولو په تور ژوندی سوځولی اؤ وژلی ؤ.
د سوات له پېښې وړاندې د مې په 25مه نېټه د پنجاب په سرګودها سيمه کې پارېدلي مظاهره چيان د عيسايانو په مجاهد کالونۍ ورغلي وؤ اؤ د قران د سپکاوي په تور یې په نزير مسيح نومې عيسايي وګړي د چاکوانو او لرګيو ګوزارونه او تشدد کړی و، او دغه تن بيا نهه ورځې وروسته ژوند د لاسه ورکړی و.
Forum