لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېمنسټي انټرنیشنل: په یمن کې د متحده عرب اماراتو په زندانونو کې تشدد کولی شي


د متحده عرب اماراتو یو عسکر د یو یمني ساحل دفاع کوي
د متحده عرب اماراتو یو عسکر د یو یمني ساحل دفاع کوي

د انساني حقونو نړيوالو تنظیم اېمنسټي انټرنیشنل په جنوبي یمن کې د متحد عرب اماراتو د انتظام د لاندې چلېدونکو زندانونو کې په قېدیانو د تشدد، بې درکه کېدو او د زندانیانو په مرگونو د تشویش څرگدنونه کړې دې او ویلي دې چې په دې اړه دې د جنگي جرمونو تحقیقات وشي.

اېمنسټي انټرنیشنل د متحده عرب اماراتو د قیدخانو په اړه خپل تشویش په یو رپورټ کې څرگند کړو چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ کړی شوی دی.

د رپورټ عنوان دی چې "یوازې خدای ته معلومه ده چې آیا هغه ژوندی دی؟"

د انساني حقونو اداره وايي په یمن کې په دغه زندانونو کې د انساني حقونو سنگینې خلاف ورزۍ کېږي، په منظمه توگه خلک بې درکه کولی شي، تشدد او داسې جرمونو پکې کیږي چې د جنگي جرمونو په زمره کې شامل دي.

د بېړني حالاتو دپاره د اېمنسټي انټرنیشنل مسولې ترانا حسن وویل په دغه زندانونو کې د انساني حقونو سرغړونې په یمن کې د روان جنگ په تناظر کې کېږي او د جنگي جرمونو په ډول دې پلټنې وشي.

متحده عرب امارات یا یو ای ايي د اېمنسټي انټرنیشنل رپورټ رد کړو او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یې په یو بیان کې وویل چې د ادارې د رپورټ په شا سیاسي مقاصد دي.

یو ای ايي د سعودي عرب په مشرۍ کې د هغه سیمه اېز ائتلاف برخه ده چې په یمن کې په نړيواله کچه منل شوی حکومت بیا پرځای کول او د هوثي بیاغیانو خلاف درې کلنه خانه جنگي ختمول غواړي.

اېمنسټي وايي د ٥١ کسانو کېسونو ته یې کتنه کړې ده چې د یمن په عدن، لاهي، ابین، حضرموت او شبوه صوبو کې قېد دي. اداره وايي زیاتره کیسونو کې خلک په زور بې درکه کړی شوي دي او د ١٩ درک نه دی معلوم.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG