د افغانستان د سرښار کابل هوايي ډګر د چلولو دپاره متحده عرب اماراتو د طالبانو سره خبرې کړي دي چې د کابل هوايي اډې د انتظام او طالبانو سره د رابطو دپاره د قطر د کوښښونو متوازي هڅه ګڼل کېږي.
په خلیج کې مېشته غیرملکي سفارتکارانو رویټرز خبري ادارې ته ویلي په تېرو څو هفتو کې د یو ای ايي چارواکو د کابل هوايي اډې د انتظام په لړ کې د طالبانو سره څور وارې خبرې کړي دي.
رویټرز وايي افغانستان د سمندر سره ساحل نلري او بهر دنیا سره یې د رابطې لویه زریعه د کابل هوايي اډه ده.
رویټرز په خپل رپورټ کې وايي طالبانو سره د متحده عرب اماراتو خبرې هغه کوښښونه څرګندوي چې مختلف ملکونه طالبانو د واکمنۍ دلاندې افغانستان کې د نفوذ دپاره کوي، په داسې حال کې طالبان لا چا په رسمیت د افغانستان د حکومت په څېر نه دي منلي.
سرچینو رویټرز ته وویل د اماراتو چارواکي د هغه نفوذ مخه نیول غواړي چې قطر یې په افغانستان کې لري.
د رپورټ ترمخه قطر او ترکي د اګست په میاشت کې افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته افغانستان نه د امریکایانو او د دوی د اتحادیو په انخلا کې مرسته کړې او دواړه ملکونه د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي دګر په فعالیت کې مدد کوي.
خو رویټرز وايي طالبانو لا قطر سره د کابل د هوايي اډې د انتظام په لړ کې څه رسمي معاهده نه ده کړې. د اماراتو د خارجه وزارت یو چارواکي رویټرز ته وویل چې د افغانستان د پخواني حکومت په مهال چې امریکې یې ملاتړ کولو اماراتو د کابل هوايي ډګر چلولو او اوس هم ژمنه لري چې د تګ راتګ او امدادي سامان د لېږدولو دپاره په دې لړ کې مرسته وکړي. متحده عرب اماراتو په افغانستان طالبانو د واکمنېدو نه پس د غېرملکیانو په انخلا کې هم مرسته کړې ده.
رویټرز وايي طالبانو او هم قطر د کابل هوايي ډګر په چلولو کې د متحده عرب اماراتو د دلچسپۍ په اړه د څه وېلو ده ډډه وکړه.
دوو سفارتکارانو وویل طالبانو د يو ای ایي نه د مالي مرستې غوښتنه هم کړې ده خو رویټرز وايي دا نه ده واضحه چې ایا دغه غوښتنه د کابل هوايي اډې د انتظام په لړ کې د خبرو برخه وه او که نا؟
رویټرز وايي يوه اهمه مسله چې طالبان به یې د کابل هوايي اډې د چلوونکو سره حل کوي هغه امنتیت دی؟ څلورو سفارتکارانو خبري ادارې ته وویل پوښتنه دا ده چې د هوايي اډې د تحفظ یا د سېکورټي به د چا په لاس کې وي؟ ځکه چې طالبانو په هېواد کې د خارجي ځواکونو موجودګي نه غواړي.
د سفاراتکارانو ترمخه قطري ځواکونه د هوايي اډې دننه د محافظانو ذمه واري ترسره کوي او د هوايي ادې نه بهر د امنیت ذمه واري د طالبانو په لاس کې ده.
رویټرز وايي که څه هم طالبان تر اوسه بل ملک نه دي تسلیم کړي خو قطر غوښتلي چې په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي په خاطر دې نړیواله ټولنه طالبانو سره روابط وساتي.
د سفارتکارانو ترمخه د کابل هوايي ډګر انتظام ترلاسه کول به څه اقتصادي ګته و نه لري خو د هوايي اډې د چلولو دلارې په استخباراتي کچه په هغو خلکو نظر ساتل کېدی شي چې کابل ته به ځي او یا به د هلته نه ستنېږي.
سیمه اییز رقابتونه
رویټرز وايي په سیمه کې نفوذ په سر د قطر او یو ای ايي تعلقات د تېرو څو کلونو راهسې د تاوتریخوالي ښکار دي.
سعودي عرب، اماراتو او د دوی اتحادیانو په قطر د ترهګرۍ د مبینه ملاتړ په الزام د دریو کلونو پورې دوحه سره سیاسي، سفارتي او تجارتي رابطې ختمې کړې وې. دغه شخړه د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې حل کړی شوه.
قطر د ډیر وخت راهسې د طالبانو سره رابطې لري. د 2013 راهسې طالبان په قطر کې سیاسي دفتر لري او قطر د امریکې او طالبانو د مذاکراتو کوربتوب کړی و او بیا د فريقېنو ترمنځ د امن معاهده هم په قطر کې لاس لیک شوه. د معاهدې په نتیجه کې امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شول.
تېره هفته قطر د امریکې سره یوه معاهده لاس لیک کړه چې ترمخه به یې قطر په افغانستان کې د امریکې د سفارتي مفاداتو نمایندګي او هلته د امریکې د سفارتخانې او سفارتي اسانتیاو تحفظ کوي.
رویټرز وايي یو ای ايي هم د طالبانو سره رابطې ساتلي دي او د دوو سفارتکارانو ترمخه د طالبانو ځینې مشران په اماراتو کې مېشته دي چې پکې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی شیر محمد عباس ستانکزی هم شامل دی چې په شارجه کې اوسېږي. ستانکزی د طالبانو په موقتي کابینه کې نایب خارجه وزیر دی. رویټرز وايي يو ای ايي او نه هم طالبانو په رسمي ډول د دې خبرې تصدیق کړی دی.
دا میاشت طالبانو وویل چې یو ای ايي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانېستلی دی خو اماراتو په دې اړه څه نه دي ویلي.
متحده عرب امارات، پاکستان او سعودي عرب هغه درې ملکونه وو چې د 1990 په لسیزه کې یې طالبان د افغانستان د رسمي حکومت په څېر پېژندل.