لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده عرب اماراتو په ویزو پابندي د پاکستان په زرمبادله اثر کولی شي، ماهرین وايي


اوور سیز پاکستان فاونډیشن وايي د سعودی عرب وروسته زیات پاکستانیان په متحده عرب امارات کې روزګار کوي او په تیرو پنځو کلونو کې اماراتو ته ۱.۳ ملینه پاکستانیان تللي دي. حکومتي شمېرې ښايي تېر کال د امارتو نه پاکستاني وګړو ۶ اربه ډالر پاکستان ته استولي دي
اوور سیز پاکستان فاونډیشن وايي د سعودی عرب وروسته زیات پاکستانیان په متحده عرب امارات کې روزګار کوي او په تیرو پنځو کلونو کې اماراتو ته ۱.۳ ملینه پاکستانیان تللي دي. حکومتي شمېرې ښايي تېر کال د امارتو نه پاکستاني وګړو ۶ اربه ډالر پاکستان ته استولي دي

د متحده عرب امارات له خواه د پاکستان په شمول د دیارلس نورو مسلمان هېوادونو د سېلګرۍ او د کار کولو ویزې تر دې دمه ودرول شوي دي او اقتصاد پوهان وايي دا په مالی کال ۲۰۲۰-۲۱ کی د بهر هیوادونو څخه پاکستان ته د په غیر ملکي زرمبادلې په راتګ هم اثرات غورځولی شي.

په متحده امارات کی قریباً ۱۰۳ ملینه پاکستانیان روزګارونو کوي او سرکاری شمېری ښايي تېر کال د متحده عرب امارات نه پاکستان ته ۶ اربه ډالره لېږل شوې وې.

عادل خان د کرونا وروسته د دوبۍ، متده عرب امارات، نه پاکستان ته ستون شوی، اوس بې روزګاره دی خو وايي کله چې په دوبۍ کې و نو هره میاشت به یې کور ۵۰ زره روپۍ هم استولې. هغه وايي بېرته تلل غواړي واپس تلل غواړی خو د روزګارونو خوند نیشته او د کار ویزه هم نشي ترلاسه کولی.

تیره میاشت متحده عرب امارات۱۳ مسلمان هیوادونو ته ویزی بندې کړي دي. د پاکستان خارجه وزارت ویلي وو د اماراتو حکومت ورته په حکومتي کچه لا څه نه دي ویلي.

اقتصادی پوهان وايي دې بندیزونو سره به د پاکستان غیرملکی زرمبادله راکمه شي او په اقتصاد به بد اثرات وغورخیږي.

په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د اقتصاد د څانګې استاذ ډاکټر معراج الحق وايي د بهر هېوادونو څخه راتلونکي زرمبادله په ملکی اقتصاد کې ځانګړی کردار لوبه وي دا به هم کمه شي او نور اقتصاد به هم اغیزمن شي.

دوی وايي غیر ملکي زرمبادله به کمه شي میکرو اقتصادي اشارې به متاثره شي د پاکستان غیر ملکی زرمبادله ذخیره به د فشار لاندی شي او د روپۍ قدر به کم شي او نتیجه به یې د ګرانۍ په صورت کی راښکاره شي.

اوور سیز پاکستان فاونډیشن وايي د سعودی عرب وروسته زیات پاکستانیان په متحده عرب امارات کې روزګار کوي او په تیرو پنځو کلونو کې اماراتو ته ۱.۳ ملینه پاکستانیان تللي دي. حکومتي شمېرې ښايي تېر کال د امارتو نه پاکستاني وګړو ۶ اربه ډالر پاکستان ته استولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG