لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په افغانستان کې د بحران په اړه برطانیه د ملګرو ملتونو سره مشترکه غونډه کول غواړي


امدادي کارکوونکي ویره څرګندوي چې په افغانستان کې په لکونو خلک د خوراک د سخت کمي سره مخامخ دي او لوږه د تېرو شلو کلونو د جنګونو نه زیات خلک وژلی شي
امدادي کارکوونکي ویره څرګندوي چې په افغانستان کې په لکونو خلک د خوراک د سخت کمي سره مخامخ دي او لوږه د تېرو شلو کلونو د جنګونو نه زیات خلک وژلی شي

برطانيي ویلي په افغانستان کې د انساني بحران د مخنیوي دپاره به اینده میاشت د ملګرو ملتونو سره په شریکه د سر مشرانو غونډې کوربتوب کوي.

امدادي کارکوونکي ویره څرګندوي چې په افغانستان کې په لکونو خلک د خوراک د سخت کمي سره مخامخ دي او لوږه د تېرو شلو کلونو د جنګونو نه زیات خلک وژلی شي.

برطانيي د افغانستان په موضوع د مجوزه غونډې اعلان د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړو، دا په داسې مهال چې په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو شپږ میاشتې پورې شوې، طالبان د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کوي چې حکومت یې په رسميت وپيژني خو د انساني حقونو او د ترهګرۍ په اړه د تشویش په سبب لا یو ملک هم د طالبانو دغه غوښتنه نه ده منلې.

په افغانستان کې د انساني بحران په اړه د غونډې تابیه په داسې حال کې کېږي چې افغانانو سره د خوراکي توکو او صحت د خېرښېګړې په برخه کې د مرستې دپاره ملګري ملتونه د نړیوالې ټولنې نه د څلور اشاریه څلور بېلین ډالرو مالي امداد غوښتنه کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه 23 مېلین افغانان امداد ته ضرورت لري چې د ملک د ابادۍ د نیمایي نه زیاته برخه ده.

د برطانيي خارجه وزیرې لېز ټرس په یو بیان کې وویل افغانستان په بې مثاله کچه زیات امداد ته اړتیا لري او په دې لړ کې څه ګام نه پورته کول تباه کن اثرات لري.

د افغانستان په موضوع د مجوزه کانفرنس په اړه مېرمن ټرس وویل د افغانستان سره مرسته د زیاتولو په لړ کې نړیوالې ټونلې دپاره دا یو اهم پړاو دی.

برطانيي د کانفرنس د کولو اعلان په داسې حال کې هم کړی دی چې قریباً یوه هفته وړاندې د برطانيي یو پلاوي د کابل سفر وکړو او په افغانستان کې د انساني بحران د مخنیوي په اړه یې د طالب چارواکو سره خبرې وکړې.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG