لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټېکسس په سېناګاګ د حملې د تحقیقاتو په لړ کې برطانیه کې دوه کسان نیول شوي دي


د وي او ای رپورټ‌ وايي د حملې په لړ کې اکرم په فېس د عافیه صدیقي د ازادېدو غوښتنه کوله.  پاکستانۍ مېرمن عافیه صدیقي چې د اعصابو ساینس پوهه یا نیورو ساینټېسټ ده د ټېکسس په یو زندان کې ده. هغې ته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو د کوښښ په سر د 86 کالو د قېد سزا ورکړی شوي ده
د وي او ای رپورټ‌ وايي د حملې په لړ کې اکرم په فېس د عافیه صدیقي د ازادېدو غوښتنه کوله.  پاکستانۍ مېرمن عافیه صدیقي چې د اعصابو ساینس پوهه یا نیورو ساینټېسټ ده د ټېکسس په یو زندان کې ده. هغې ته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو د کوښښ په سر د 86 کالو د قېد سزا ورکړی شوي ده

د برطانیي پولیس ویلي د امریکې په ټېکسس ریاست کې د یهودیانو په عبادتخانه کې د خلکو د یرغمل کېدو د پېښې د تحقیقاتو په لړ کې دوه کسان نیول شوي دي.

د ګرېټرمانچسټر پولیس د اتوار، يکشنبې، په ورځ ناوخته په یو بیان کې وویل د ترهګرۍ ضد پولیس مامورینو د مانچسټر په جنوب کې دوه کسان نیولي دي او د تفتیش دپاره په حراست کې دي. په نیول شوو کسانو د ممکنه الزاماتو په اړه څه نه دي وېل شوي.

د ټېکسس په سېناګاګ یا د یهودیانو په عبادتخانه کې چې کوم مسلح تن څلور کسان یرغمل نیولي وو او بیا ووژل شو پیژندګلو یې د 44 کلن ملک فېصل اکرم په نامه شوي ده چې د برطانيي شهري دی. د ټېکسس په سناګاګ کې قانون نافذ کوونکو ادارو او د مسلح تن ترمنځ کړکېچ د لسو ګنټو پورې یې دوام درلود. د اېف بي ايي یو ډلې اکرم ووژلو او یرغمل کسان په حفاظت ازاد کړی شول.

د امریکې صدر جوبایډن د قانون نافذ کوونکو چارواکو د "جرات مندانه کار" ستاینه وکړه او ویې وېل د یهودیت په ضد حملې به نه زغمي. صدر بایډن وویل په اینده ورځو کې به د حمله کوونکي د ارادې په اړه نور معلومات مخې ته راشي خو "هغه څوک چې نفرت خپروول غواړي ورته دا واضحه کوم چې مونږ به د يهودیت د مخالفت او په دې ملک کې د تندروۍ د زیاتېدو په ضد ود رېږو."

د امریکې تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي په یو بیان کې وویل داسې څه اثرات یې ته دي موندلي چې په حمله کې نور څوک هم ککړ وو او نه یې هم د مسلح تن د ارادې په اړه څه ویلي چې حمله یې ولې کړې وه؟

د وي او ای رپورټ‌ وايي د حملې په لړ کې اکرم په فېس د عافیه صدیقي د ازادېدو غوښتنه کوله.

پاکستانۍ مېرمن عافیه صدیقي چې د اعصابو ساینس پوهه یا نیورو ساینټېسټ ده د ټېکسس په یو زندان کې ده. هغې ته په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د وژلو د کوښښ په سر د 86 کالو د قېد سزا ورکړی شوي ده.

اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ویلي تحقیق کوونکو ورته وویل چې اکرام د عافیه صدیقي د ازادۍ غوښتنه کوله. د رپورټ ترمخه په عافیه صدیقي القاعده سره د شک الزام هم لګول شوی دی. چارواکو ویلي اکرام د عافیه صدیقي سره خبرې هم غوښتلې.

د وي او ای رپورټ وايي عافیه صدیقي ته په سزا په پاکستان کې د سیاسي مشرانو او د هغې د پلویانو سخت غبرګون راوپارېدلو او دا ګنل کېدله چې هغه د امریکې د عدالتي نظام ښکار شوه.

په سېناګاګ د حملې په وخت د عافیه صدیقي وکیلې ماروه البیالي یو بیان جاري کړو چې پکې د حملې غندنه وشوه. د اسرایل وزیراعظم نفتالي بېنېت په ټوېټر وویل هغه د حملې د حالاتو جاج اخلي.

هغه وویل دا حمله د دې خبرې یادونه کوي چې په ټوله دنیا کې د یهودیت په ضد جذبات اوس هم موجود دي. هغه په دې شکر ادا کړو چې یرغمل نیول شوي کسان په محفوظ ډول ازاد شول.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG