لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانيي وزیراعظم وايي د ترهگرۍ په الزام سزا شویو کسانو په اړه نظام به بدلوي


پولیس افسران په لندن کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ شوي د حملې د ځای څخه شواهد راټولوي
پولیس افسران په لندن کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ شوي د حملې د ځای څخه شواهد راټولوي

د ترهگرۍ په جرم سزا شوي یو تن چې په نژدیو ورځو کې د زندان څخه ازاد شوی و د برطانيي سر ښار لند کې یې د چاړه په گزارونو دوه کسان زخمیان کړل. په لندن کې د چړې د تازه حملې وروسته وزیراعظم بورس جانسن ویلي د ترهگرۍ په جرم سزا شویو کسانو دپاره تگلاره کې به بدلون کولی شي.

وزیراعظم بورس جانسن دغه اعلان د گل، دوشنبې، په ورځ ورکړو. یوه ورځ وړاندې د لندن د گڼې گوڼي په برخه کې حمله کونکي چې نقلي ځانمرگي واسکټ یې اغوستی و، دوه کسان په چاړه ووهل، وروسته پولیس حمله کونکی په ډزو ووژلو.

د لندن ډپټي اسسټنټ کمشنر لوسي ډي اورسي وویل د پولیس گمان دی چې حمله کونکی سدیس امان نومې تن و چې د "اسلامي ترهگرۍ په جرم" سزا شوی و خو په نژدې ورځو کې د زندان څخه ازاد شوی و.

د برطانيی وزیراعظم بورس جانسن په یو بیان کې په حمله کې زخمي شویو کسانو سره خواخوږی څرگنده کړه او د پولیس او امدادي ادارو کارکونکو ستاینه یې وکړه چې په سمدستي ډول یې حملې ته ځواب وویلو.

د لندن مئیر یا ښاروال صادق خان د حملې په اړه وویل "ترهگر غواړي چې مونږ تقسیم کړي او زمونږ د ژوند لاره بدله کړي. دلته په لندن کې به مونږ دا کامیابېدو ته نه پرېږدوو."

د عېني شاهدینو ترمخه، پولیس د لندن په سټرېتهم برخه کې د حملې کوونکي تعقب وکړو او ورته یې د ودرېدو وویل خو چې کله هغه وندرېدو نو ډزې یې پرې وکړې. پولیس وروسته معلومه کړه چې حمله کوونکي تن نقلي ځانمرگي واسکټ اغوستی و.

په لندن کې د اتوار، یکشنبې، په ورځ شوي د حملې نه قریباً دوه میاشتې وړاندې عثمان خان نومې تن په چاړه په حمله کې دوه کسان ووژل او دوه نور یې زخمیان کړل. عثمان خان د پولیس په ډزو کې ووژل شو. عثمان خان هم د ترهگرۍ په جرم سزا شوی او د قید څخه خوشی شوی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG